سعودي عربستان د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې اته زره زیانمنو کورنیو سره ۵۰ زره کیلو ګرامه غوښه مرسته وکړه 

سعودي عربستان نن د وري میاشتې په ۱۲مه نېټه په بېلابیلو زیانمنو ولایتونو کې سیلاب ځپلو، داخلي بیځایه شویو، بیرته راستنیدونکو، معلولینو او مستحقو کورنیو سره ۵۰ زره کیلو ګرامه د مرسته شوې غوښې د ویش لړۍ پیل کړه.

د یادې مرستې شوې غوښې د ویش په پرانیستغونډه کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت مرستیال او یو شمېر خیریه ټولنو ګډون کړې وو.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین په هیواد کې له زیانمنو کورنیو سره د سعودي عربستان د سخاوتمندانه مرستې څخه د مننه وکړه.

یاده مرسته شوې د وري غوښه به مالیې وزارت د نورو خیریه ټولنو په همکارۍ ۳ زره کیلو ګرامه په غزني، ۳ زره کیلو ګرامه په لوګر، ۵ زره کیلو ګرامه په فراه، ۵ زره کیلو ګرامه په هرات، ۵ زره کیلو ګرامه په هلمند، ۷ زره کیلو ګرامه په کابل، ۵ زره کیلو ګرامه په فاریاب، ۱۰ زره کیلو ګرامه په کندهار او ۷ زره کیلو ګرامه په ننګرهار ولایتونو کې۸۰۰۰ مستحقو کورنیو ته وویشي.

د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان هر کال د حج د قربانۍ غوښې د اضاحي پروګرام له لارې چې د اسلامي پراختیایې بانک له لوري اداره کیږي اسلامي هیوادونو ته لیږدوي چې سږ کال ۵۰ زره کیلو ګرامه یې افغانستان ته ورکړل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *