تاند – امریکا افغان میرمنو ته د کار موندلو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر بیل کړې دي او د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې تمه ده چې استرالیا، بریتانیا، اروپایي ټولنه او جاپان هم له دې پروګرام سره یوځای شي او دغه پیسې څلور سوه شپاړس میلیونه ډالرو ته ورسیږي.
د امریکا د نړیوالو پراختیایي مرستو د پروګرام ( یو ایس ایډ )۲۰۰ میلیونه ډالرو یوځایي مرستو پروګرام د جولایي په ۱۸ پیلیږي. د دې پروګرام هدف د افغلن ښځو د ظرفیتونو د لوړیدل یاد شوې دي.
دغه ۲۰۰ میلیونه ډالر د یو ایس ایډ موسسې تر ټولو زیاتې مرستې دي چې تر اوسه یې یوځایي د یوه هیواد له ښځو سره کوي.
د دې پروګرام له مخې به د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ افغان نجونو او میرمنو سره داسې مرسته کیږي چې یوه حرفه زده کړي، له هغوی سره په وړو تجارتي برخو کې مرسته وشي او په یو لړ نورو برخو کې به هم کومکونه وشي.
د یو ایس ایډ مشر راجیف شاه وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی خو په افغانستان کې ثبات او امنیت د دوی د لارې خنډ ګرځیدلي دي. د یو ایس ایډ مشر زیاته کړه چې د افغان ټولنې په اقتصادي وده کې د ښځو ونډه د دغه هیواد د پرمختګ لپاره ضروري ده.
نړیوال بانک اندیښنه څرګنده کړې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي په افغانستان کې به پرمختیایي چارې ټکنۍ شي خو نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د مرستو ژمنې کړې دي.
افغانان دې ته اندیښنه لري چې د یو ایس ایډ په څیر مرستې که سمې ونه څارل شي درغلۍ به پکې وشي او حق به هم حقدار ته ونه رسیږي. د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د شخړو او جګړو له امله د نړیوالو مرستې لږې شوې دي او پکار ده چې دغو سیمو ته پاملرنه زیاته شي څو خلک کار او کسب پیدا کړي، خپل ژوند ته پام وکړي او له جګړو لاس واخلي.
Salamoona Khwayndo wronno la,
Homda nan mi Larawbar website ki wlosta chi 500000 konnddi pa vatan ki shtoon lary aw sok kirayii kor na warkawee?.
Ka da mirmany da carzykhelo,faiim,xalily,anwary,ata,ismail jatt,mohakik,mohciny,ceyyaf,rabbany,etc… y. aya doy ba sa fikir kawa??………….
Za fikir kawam che da so sawah milyar ddalar ba hem da sima samar,fatana gilany,soraya delily etcc… pa murdaro jibo ki loygy.
Da watan yaw bal Daoud xan ta zarurat lary…!