د دې مرستو په لړ کې به د دارالایتامود (اته سوه شپږ نوي) زده کوونکو سره د خوراکي توکو، کالیو، تعلیمي بکسو او د درې دارالایتامونو بیا رغولو برخه کې همکاري و شي.

په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې غونډه ترسره شوه، په غونډه کې د عربستان سفير ښاغلی جاسم محمد الخالدي، د ټولنيزو چارو مرستيال ښاغلی غلام حيدر جيلاني او د ياد بنسټ مشر ښاغلی فهاد سعد القحطاني هم حاضر وو، د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د سعودي عربستان په ځانګړې توګه د ملک سلمان خیره بنسټ مسؤلینو له بشردوستانه مرستو څخه مننه و کړه او سعودي عربستان یې د افغانستان یو ښه دوست هیواد یاد کړ.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر الاستاذ جاسم محمد الخالدي هم خبرې وکړې، افغانستان یې د سعودي عربستان یو اسلامي دوست هیواد یاد کړ او ژمنه یې و کړه، چې په راتلونکي کې به هم له اړمنو افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ور کړي.

د ویلو دی، چې د دې مرستو په لړ کې به کابل کې د دارالامام مالک، جلال آباد دارالایتام او کنړ کې د دارالارقم دارالایتام بیا و رغول شي او همدارنګه د کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار او کنړ ولایتونو دارالایتامونو پر ښوونکو او کارکوونکو به هم درې سوه اته شپېته کارتنه خوراکي توکي وويشل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *