تاند- د بشري حقونو څارونکې ډلې په یوه راپور کې د ایران له لوري د افغان مهاجرو د بشري حقونو د سرغړونې جزییات خپاره کړل.
په دې راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو، ایران په دې غندل شوی چې په زرګونو افغانان له خپلې خاورې په داسي حال کې باسي چې افغانان په خپل هیواد کې له جدي او حقیقي خطر سره مخامخ دي.
په راپور کې یادونه شوې چې افغان کډوال له کلونو راهیسي په ایران کې اوسي خو ایراني چارواکي یې په وروستیو کې په زوره خپل هیواد ته شړي. د بشري حقونو د څارډلې څېړونکي فراز صانعي ازادي راډیو ته وویل:
«ایران له تېرو دېرشو کلونو راهیسي په خپل هیواد کې د کډوالو ډېر دروند پېټي ته اوږې ورکړي دي. په پیل کې د ایران حکومت افغانان پرېښودل چې د ایرانیانو په منځ کې په ښارونو کې واوسي، هغه مهال پرې ډېر بندیزونه نه ول، دوی درس ویلای شوای، ژوند یې له هرې خوا پوره هم نه و خو دومره ډېر بندیزونه پرې نه ول. په تېرو لسو یا پنځلسو کلونو کې وضعیت ډېر بدل شوی دی. د دې لپاره چې د وخت په تېرېدو د کډوالو شمېر او ستونزې زیاتې شوي، د اقتصادي بندیزونو او په ایران کې دننه د ګڼو نورو سیاسي مشکلاتو له کبله د ایران د حکومت اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او پر دې هیواد فشار دی چې له افغانانو ځان خلاص کړي.»
د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، په ځینو مواردو کې د افغانانو کورنۍ سره جلا کړای شوي، میندې او پلرونه، له ماشومانو او بوډاکانو بېل کړای شوي او په داسي حال کې چې میندې او پلرونه افغانستان ته لېږل شوي، ماشومان په اوونیو- اوونیو په ایران کې له هغوی جلا ساتل شوي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د تشدد له لاسه له افغانستانه تازه مهاجرو شویو ته په ایران کې پناه نه ورکول کېږي.
ملا عبدالسلام ضعیف سره زه د تیوری په اساس موافق یم مګر د ګاونډیو له لاسه هم هروه ورځ د زړه وینی څښو د همدی تاند له لاری دا لاندی خپره شوی لیکنه یوځل وګوری.
له افغان کډوالو سره د ایران پر چلند د بشري حقونو اندېښنه