ـ ترانزیت :
افغانستان د درېیو بشري حوزو دوصل حلقه ده؛ منځنۍ آسیا له جنوبشرقي آسیا او دا دواړه حوزې له منځني ختیځ سره نښلوي. ځکه خو د ترانزیت زمکنۍ لارې ( سړکونه – ریل پټلۍ) او تر زمکلاندې او زمکباندې ( پایپ لاین یا د بریښنا لېږد ستنې) کولای شي هم د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او هم دغه بشري حوزې له لنډو، اسانه او ارزانه لارو څخه سره وصل کړي.
۲ـ انرژي :
افغانستان دنویو سروې ګانو له پلوه د انرژۍ پراخې سرچینې لري، ددغو سرچینو استخراج او د افغانستان د روانو اوبو باالقوه پوتنشل د برېښنا د تولید لپاره داسې دي، چې هم د دریو اړه حوزو انرژي لېږدوی شي او هم پخپله انرژی صادرولای شي.
۳ـ کرنه :
افغانستان پراخې کروړ زمکې لري، چې تر څنګ یې روانې اوبه بهېږي د لویو او وړو بندونو او نهرنو جوړول په لکونو هکټاره زمکه ترکرنې لاندې راوستلای شي ،چې د صنعتي او خوړو وړ نباتاتو تر څنګ د څارویو د روزلو توان هم پورته کېږي.
او دا به د سیمې د خوړو او خامو صنعتي موادو د اړتیا لپاره یوه په زړه پورې سرچینه وي افغانستان په تېره بیا (د پنبې، زعفرانو، وچو او تازه میوو، طبي بوټو، سبو، پوستکو، وړیو، لبنیاتو او نورو محصولاتو) ښه تولیدوونکی کیدای شي.
۴ـ کانونه :
دا اوس ښکاره ده، چې افغانستان بډايې کافي زیرمې لري له دې څخه نه یوازې د صادراتو بلکې د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره هم ګټه اخیستل کېدای شي، دا په تېره بیا هغه مهال اهمیت لري چې افغانستان د انرژۍ د لېږد د لارو پر سر واقع دی او کافي تولیدوونکي بشري ځواک هم لري.
۵ـ توریزم :
افغانستان د ښکلیو طبیعي مناظرو تر څنګ د تودو او معدني اوبو د شفا چینې او څو کلتوره ټولنه لري ددې ترڅنګ نه یوازې دا چې پخپله د لرغونیو مدنیتونو ټاټوبی پاتې شوی دی، بلکې د ګاونډیو مدنتیونو دامتزاج ( ګډون) سیمه هم ده، دا په دې مانا چې هیڅ ګاونډی تاریخي مدنیت بشپړ نه شي مطالعه کېدای څو په افغانستان کې یې په اړه پلټنې ونه شي، له همدې پلوه دغه هېواد د توریزم لپاره هم یو جذاب هېواد دی.
دې ټولو ته په کتنه د افغانستان اقتصادي اهمیت تردې ډېر دی ،چې د سیمې د هېوادونو د سیاسي رقابت ډګر واوسي.
که زموږ قضاوت ددې نړیوالې مفکورې پر بنسټ اوسي چې :
*د سیمې د هېوادونو اقتصادي تړلتیا او د اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې کولای شي سیاسي سیالۍ را کمې او حتی له منځه یوسي.
نو افغانستان د ټولو سیاسي رقابتونو او بحرانونو دحل کیلي ګڼلای شو.
څه باید وشي ؟
په کورنۍ سطحه :
۱ـ د یو داسې ملي مشرتوب رامنځ ته کول چې وکړای شي په ملي مسایلو کې ټول افغان ملت د مثبت پرمختګ په لور رهبري کړي او له بحران څخه یې دایستلو توان ولري.
۲ـ د منظمو اقتصادي – انکشافي پلانونو – ستراتېژیو او پروګرامونو رامنځ ته کول، چې په علمي او عملي بنسټونو استوار وي.
۳ـ د یوې فعالې دیپلوماسۍ له لارې له سیمې او نړیوالو سره د اوږدو ستراتېژیکو مناسباتو ټېنګول، چې معیار یې د افغانستان ملي ګتې وي، خو د نوور ګتې ونه ګواښي.
۴ـ له نړیوال حضور څخه په سیاسي اواقتصادي برخو کې د ګتې اخیستنې ظرفیت لوړ کړای شي، افغانستان باید دا توا ن ولري، چې خپل باالفعل او بالقوه اقتصادي ظرفیتونه نورو ته ور معرفي کړي.
۵ـ د ښې حکومتوالۍ لپاره د هڅو چټکتیا او ددی هڅې پلي کول.
۶ـ اداري اصلاحات او د نوې تکنالوژۍ د کارونې پراختیا.
په سیمه ییزه سطحه:
۱ـ د سیمې هېوادونه ښايي د هغو سازمانونو په دننه کې چې غړیتوب یې لري لکه ( سارک، شنګهای، ایکو او نور) پردې نظریې زور واچوي چې اقتصادي مناسبات څنګه دمنفي سیاسي رقابتونو ځای نیولای شي.
۲ـ د سیمې هېوادونه ښايي د خپلو اقتصادي ظرفیتونو په پېژندنه کې یو له بل سره مرسته وکړي.
۳ـ فرهنګي مناسبات ډېر مهم دي. زموږ سیمه د ګڼ کلتوره مدنیتونو ټاټوبې ده: ادیان، ژبې، عادات، موسیقي، ادبیات، تاریخ او علمي چارې د پام وړ ارزښتونه دي، چې کولای شي د سیمې هېوادونه یو له بل سره نږدې کړي. افغانستان ډېر داسې مشترک ارزښتونه له خپلو ګاوندیانو سره لري ،چې پر بنسټ یې خپل فرهنګي او ( له خلکو سره د خلکو) مناسبات پیاوړي کولای شي. په دې کې د معاصر ژوند علمي ګامونه د مشترکو پوهنتونونو، فیستیوالونو، د زده کوونکو تګ راتګ او نور داسې موارد راتللای شي.
۴ـ په نوي عصر کې د وریښمو د لارې بیا احیا چې کیدای شي په خپلو مسیرونو کې مشترک بازارونه هم ولري.
۵ـ د ترانزیتي او ترانسپورتي اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمې د هېوادونو په ګډو هڅو کې د سیمه ییزو قراردادونو ایجاد.
۶ـ او بالاخره له سیاسي پلوه د افغانستان ثبات او پیاوړتیا د سیمې د ثبات او پیاوړتیا داصلي عامل په توګه منل او په دې لاره کې صادقانه مرستواو همکاریو ته ملاتړل.
په نړیواله کچه :
۱ـ نړیواله ټولنه ښايي د نړیوال ثبات لپاره هم د افغانستان بیا هیرول تکرار نه کړي. ځکه دا اوس ثابته شوې خبره ده چې له افغانستان سره ملګرتیا او د با ثباته افغانستان موجودیت د ټولو په ګټه دی، دا کومه نوې خبره نه ده چې زه یې دلته کوم ، زما وینا داده چې نړۍ باید رسماً دا اهمیت ومني او عامه ذهنیت ورته متوجه کړي، دا به په نړیواله سطح د افغانستان په هکله د غیر صادقانه او دو مخیو لوبو دوام کمزوری کړي.
۲ـ افغانستان ته ددغه هېواد له فرهنګ، معتقداتو، ارزښتونو او اقتصادي – ټولنیزو شرایطو سره سمه نوې پاملرنه، په افغانستان کې نه د ۲۱پېړۍ لویدیزه دیموکراسي ۱۰۰٪ په یوه سویچ راتلای شي او نه خو دغه هېواد بېرته دمنځنیو پېړیو عصر ته ورګرځېدای شي، ددی ترمنځ باید په افغانستان کې یو مشروع منتخب حاکمیت چې د افغانانو له فرهنګي او عقیدوي جوړښت سره سم عمل وکړي او د افغانستان د پرمختګ لومړیتوبونه وپېژني رامنځ ته کړو. افغانستان د نایټ کلپ او یا هم د همجنسبازانو د واده د قانون پر ځای، سړک، اوبو، کرنیزې زمکې، ښوونځي او روغتون ته اړتیا لري او نړۍ باید په دې ځان وپوهوي، چې د افغانستان لومړیتوبونه څه دي.
۳ـ د افغانستان په زیربنايي پروژو کې پانګونه.
۴ـ د افغانانو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د متقابل درناوي د دیپلوماسۍ عامول ،د اعتماد بیا جوړول او یو د بل د ګټو په نه تر پښو لاندې کولو سره د متقابلې همکارۍ روحیه.
۵ـ د نړیوالې ټولنې د حضور په موده کې لویو قدرتونو ډېرې داسې تېروتنې کړي دي ،چې زموږ په سیمه کې یې د سیمه ییزې همکارۍ امکاناتو ته تاوان اړولی دی. نړیواله ټولنه کولای شي د سیمې د هېوادونو مناسبات سره نږدې کړي او له هغو اقداماتو څخه لاس واخلي چې په سیمه کې نفاق زیاتولای شي.
د ورانوونکو سیاستونو د دوام په صورت کې ښايي د سیمې هېوادونه د داسې تفاهم امکانات ولري چې د سیاسي بدبینیو د زیاتېدو مخه پرې نیول کیدای شي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۶) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۱\ ۱۳۹۴