په دې وروستیو کې ځینو کړیو په تېر پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون مخالفت ته زور ورکړی. په داسې حال کې چې یوه ډله افغانان د احساساتو تر اغیز لاندې راغلي او فکر کوي چې ولې امنیتي تړون د افغانستان پیچلی امنیتي وضعیت په یوه ورځ کې نه ګل او ګلزار کوي؟ چې ښایي ددغو کسانو نیت بد نه وي خو دوی تر ډېره دعقل پرځای د احساساتو تابع دي. څه ډول شونې ده چې د سیمې او نړۍ وضعیت ته په کتو دې په یوه ورځ افغانستان کې امن او امان راشي، خو که داسې نه کېږي ددوی په اند نو امنیتي تړون د افغانستان په ګټه نه دی په داسې حال کې په نړیواله کچه داسې ځواکمن لوري شته چې غواړي امریکا ته سرخوږی جوړ کړي، په سیمه ییز کچه خو بیا ښکاره ده چې ځینې هېوادونه افغانستان خپل ستراتېژیک عمق اویا د خپل اغیز فرهنګي حوزه ګڼي. په دغه منځ کې اقتصادي سیالۍ بې اغیزې نه دي چې کله هم له پامه ونه غورځول شي په تېره چې اوس د اوبو ستونزه هم پرې ورزیاته شوې، ګاونډیانو چې خورا اوږده موده د افغانستان له اوبو وړیا ګټه اخیستې پردې پوهېږي چې په دغه هېواد کې د امن په راتلو سره دا حیاتي ماده همدسې وړیا نه شي ترلاسه کولی او افغانستان به هرو مرو د خپلې اقتصادي پراختیا په موخه له خپلو اوبو ګټه اخلي چې ګاونډیان دا نه غواړي نوځکه هڅه کوي چې افغانستان ناامنه کړي نو څه ډول شونې ده چې امنیتي تړون په یوه ورځ افغانستان امن کړي. بله ډله په شعوري توګه د امنیتي تړون په مخالفت سره د نورو په تېره هغو لورو د ګټو ترجماني کوي چې افغانستان ته د خپل ستراتېژیک عمق په سترګه ګوري او نه غواړي افغانستان نړیوال ملاتړ او اعتبار خپل کړي. پاتې شو د ښاغلي کرزي مخالفت چې څه ناڅه روښانه دی او هغه دا چې دغه مخالفت تر ډېره شخصي بڼه لري، یانې له هغه وخته چې ښاغلي کرزي داسې وګڼله چې د ولسمشري ټاکنو دویمه دوره کې د اوباما ادارې ځینو لوړ پوړو چارواکو هڅه کړې وه چې دده یانې(کرزي) د بریالیتوب مخه ونیسي، له همغه راهیسې یې نور نه د افغانانو امنیت، نه اقتصاد، نه زده کړې، نه روغتیا او … په پام کې ونیول بلکې ده خپله خبره کړې چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې امن راشي.

   نه ښایي چې په سیاسي پریکړو کې شخصي تربګني ته لومړیتوب ورکړل شي بلکې مهمه داده چې د هر سیاسي عمل مثبت او منفي اړخونه سره پرتله شي او په اړه یې پرېکړه وشي. راځئ د ښاغلي  کرزي د واکمني وروستیو ته لنډه کتنه وکړو چې که له امریکا سره امنتي تړون نه وای لاسلیک شوی څه به پېښ شوي وو؟ کله چې د امریکا د وخت ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې له افغانستانه امریکایي سرتېري وباسي، او ورپسې یې په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړ، ددغه اقدام لومړۍ پایلې دا وې چې ۵۰۰ زره هغه افغانان وزګار شول چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه، ورسره جوخت افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شو په دې مانا چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ملي بودیجه له ستر کسر سره مخ شوې وه خو ښاغلي کرزي په داسې حال کې چې د امنیتي تړون مخالفت ته دوام ورکاوه خو هیڅ داسې هڅه یې ونه کړه چې له اقتصادي پلوه کوم بدیل پیدا کړي. داسې ښکاري چې ښاغلي کرزي د ځینو مافیایي ډلو د تمویل رسالت پرغاړه اخیستی و نو ځکه خو یې د فساد پرضد مبارزې له پاره نه یوازې داچې کوم اغیزمن ګام وانه خیست بلکې په ډاګه یې اعلان وکړ: <<هرڅه چې کوئ ویې کړئ خو دوبۍ ته یې مه وړئ او بهر ته یې مه وړئ>>. د کابل بانک قضیه، د ۴۰۰ بستریز روغتون قضیه او نورې چې ښاغلي کرزي غوږ هم پرې ونه ګراوه څرګندوي چې هغه د فساد پرضد مبارزې له پاره هیڅ ډول اراده نه درلوده.  بله دا چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستلو په اړه له اعلان وروسته د افغانستان ځینو بدنیته ګاونډیانو داسې ګڼله چې ګنې یوځل بیا ددوی وار راسېږي او دا هغه وخت دی چې ښاغلی کرزی له امریکا سره د امنیتي تړون کلک مخالفت کوي په داسې حال کې چې ښه ګوري چې نور خو لا څه چې افغانستان له خپلو سرچينو د بیخي لږ مودې له پاره هم ددفاعي او امنیتي بنسټونو لګښت نه شو پوره کولی. همدغه وخت بدنیته لورو ددولت وسله وال مخالفین دومره پیاوړي کړل چې د خرپ او ترپ له بریدونو راووتل او جبهه یي جګړې یې پیل کړې او له لرې  کلیو او سمڅو یې ځانونه د لویو ښارونو تر لمنو ورسول. دا ځکه چې د سیمې نږدې او لرې هېوادو لکه پاکستان، ایران او روسیې … د خپلې راتلونکې یا هم نورو موخو له پاره ددولت وسله وال مخالفین پرشا وټپول او د هغوی ملاتړ یې وکړ.

    د ښاغلي کرزي د واکمني په وروستیو کې دې ټکي ته په کتو چې د امنیتي تړون له لاسلیک یې ډډه کوله افغانستان له تیاره برخلیک سره د مخ کېدو پرلور روان و، امنیتي حالت ورځ تربلې خرابېده، خلکو یو ځل بیا کډوالۍ ته مخ کړې وه او ولس پر راتلونکې خپل باور له لاسه ورکړی و.

   په هر دلیل چې وي مخالفت د هرچا حق دی خو پوښتنه داده چې که له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیک کېږي نو هغه تشه به چې د امنیتي ځواکونو په تمویل کې رامنځته کېږي څه ډول او له کومه ځایه ډکه شي؟

دا سمه ده چې لاهم د افغانستان امنیتي حالت پیچلی دی د بهرنیو په ملاتړ ددولت وسله وال مخالفین لاهم پیاوړي او د ناامنیو رامنځته کولو توان لري خو بیا هم له جغرافیايي پلوه کومه لاسته راوړنه، نه لري چې دغه حالت یوازې د امنیتي تړون په لاسلیک سره رامنځته شوی.

یوه ګړۍ پر دې هم فکر کول اړین دي چې له امنیتي تړون پرته به اوس په افغانستان کې څه پېښ شوي وو، اوس به هم افغانستان همدومره نړیوال پوځي، اقتصادي، سیاسي، دیپلوماتیک ملاتړ درلودلی، رسنیو به همدغه ډول خپرونې کولې یا بېلا بېلو سیاسي ډلو به د هرې پېښې په اړه معقول او غیرمعقول نظرونه وړاندې کولی شول؟ کله هم نه!  

راځئ سپینه خبره وکړو، کوم څوک شته چې له امریکا سره د امنیتي تړون ماتېدو په صورت کې داسې مرجع یا سرچینه په ګوته کړي چې هم د افغانستان وسله وال پوځ تجهیز، تمویل او روزنې ته اوږه ورکړي، له افغانستان سره دې د بې درېغه اقتصادي مرستو ټټر ووهي او هم دې په همدومره ځواک هغو لورو ته کلک ګواښ وکړي چې نور دې ترهګرو ته په خپله لمن کې ځای نه ورکوي که نه له کلک غبرګون سره به مخ شي! چې پایلې یې هم هغه دي له ورایه ښکاري او د ترهګرو ملاتړی اوس سوړه لټوي.

که یې څوک ویني یا ورته مالوم وي نو مهرباني دې وکړي رامخ ته دې کړي چې ټول یې وپېژني! له دې پرته د امنیتي تړون مخالفت په داسې شرایطو کې چې د افغانستان پرسر لا هم د بدنیته لرې او نږدې ګاونډیانو ناوړه موخو تورې لړې ګرځي، د دوښمن پر ژرنده د اوبو له ورپرېښودو بل څه نه شي تعبيرېدی.

One thought on “له امریکا سره امنیتي تړون ولې مهم دی؟ | ودان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *