د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامی له امضا کیدو وروسته د امنیتی توافقنامی پر سر خبري تیر کال پیل شوی. د دغی موافقتنامی له امضا کیدو وروسته امریکا په نظر کې لري چی له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته خپل یو شمیر سرتیری په افغانستان کې پریږدی. دغه سند د دواړو ملکونو د لوړ پوړو چارواکو او متخصصینو په ګډه همکاري ترتیب اوله هغی وروسته د ذکر شوی سند په اړوند بحثونه پیل شول، لکه څرنګه چی دغه سند د دواړو لوریو لپاره خورا زیات ارزښت لري نو له دی کبله په افغانستان کې دننه د دولت په چوکاټ، پارلمان اود مشرانو په جرګه کې ډیر بحثونه وشول، نظر پوښتنی ترسره شوی او بالآخره جمهور ریس حامد کرزی د ذکر شوی موافقتنامې په اړوند مشورتی لویه جرګه راوبلله او دغه موافقتنامه یې د هیواد د پرمختګ او ثبات لپاره ضروري وبلله، چی وروسته یادی جرګې په ۳۱ مادو مشتمل یو پریکړه لیک یي خپور او له ځینې سپارښتنو سره یي دغه موافقتنامه تایید او جمهور ریس ته یي د امضا کولومشوره ورکړه. جمهور ریس د توافقنامې د امضا لپاره دوه شرطونه امریکا ته وړاندۍ کړل چې له امله یی دیادی موافقتنامې امضا کیدل وځنډیدل.
۱ ـ د سولې د پروسی پیل:
د سولې پروسه د افغانستان یو له مهمو ضرورتونو څخه دي او هر افغان غواړی چی ژر تر ژره په هیواد کې تلپاتی سوله راشي. د سولې د پروسې په هکله د امریکا متحد ایالتونه وایي چې له هغوی سره جادویي عصا نشته چې په مرسته یی په یوه ورځ کې سوله راولي. خود جمهور ریس کرزی دلیل بی علته نه دی ځکه هغه پوهیږي چې که امریکا وغواړی په پاکستان باندي د خپل نفوذ له لاري فشار راوړی شي ترڅو طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.دا اوس ټولو ته ثابته ده چې د طالبانو د رهبري شورا، د حقاني شبکې رهبری او د بهرنیو جنګیالیو ډلې په پاکستان کې میشتې دي او پناه ځایونه یي په هغه ملک کې موجود دي او دا چې پاکستان د افغاني طالبانو په اکثره ډلو باندی نفوذ لری . دا هم حقیقت دي چې د افغانستان په بي امنیتي کی د مختلفو ملکونو او د پټو ادارو لاسونه شته او امریکا د خپلو متحدینو په مرسته کولای شی سولي په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.
خو دا باید ومنو چې بهرنیان مونږ ته سوله نشي راوستلای ترهغه چې مونږ خپله په خپل هیواد او مظلوم ولس زړه ونه سوزؤ، مونږ نشو کولای چې د سولي لپاره کله امریکا، کله پاکستان او کله ایران له ګریوانه را کښ کړو. طالبان باید د ولس او هیواد په مقابل کی خپل مسؤلیت درک کړی، د ولس ږغ واوري، او ولس ته اولویت قایل شي. د طالبانو له خوا د سولی په پروسه کې شاملیدل یو ډیر ښه دریځ دي او باید په خپل دغه دریځ کې صادق او جدی واوسي. دوی باید دا خبره اوس درک کړی وي چی جنګ په هیڅ صورت سره د حل لاره نه بلکی د ولس د بربادی او د خپل هیواد د تباهی لامل دی چې په تیرو دیارلسو کلونو کې دا عملا ثابته شوه. د دوی ستره لاس ته راوړنه به دا وي چې ځان د دغه نظام برخه وګرځوی او د هغه د اصلاح لپاره لاس د قانون په چوکاټ کې لاس په کار شي.
۲- بی اجازي کورونو ته نه ننوتل:
دا یوه ډیره حساسه موضوع ده چی جدی توجه ته ضرورت لري، امریکاباید دغی موضوع ته ډیره جدی پاملرنه وکړی. کچیری له امریکایانو سره د کوم چا په هکله کره معلومات وی نو هغه باید د نافذه قوانینو په رڼا کې د افغانستان د ملی امنیتي قواؤ سره شریک او عملیات د ښځینه منسوبینو په موجودیت کی ترسره شي.
ددي موافقتنامې نه امضا کیدو د افغانستان په دننه او بهر کې یو غیر نورمال حالت او حتی بی ثباتی رامنځ ته کړي چی د افغانستان په مات او یا نوي اقتصاد یی ډیر بد اغیز کړي. خصوصي سکتور کې پانګونه کمه شوي او حتی پانګوال په دي فکر کې دی چې خپلې پانګې له هیواده بهر ته انتقال کړي. په دولتی ادارو کې هم بي ثباتي په زیاتیدو ده او دهیواد په ګوټ ګوټ کې دولتې اداري او چارواکې حتی د کابینې ځینی غړي د جمهور ریس له دي کار سره مخالف دي. د موافقتنامې نه امضأ او د جمهور ریس کرزی اظهاراتو د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې کړی دی او داسي بریښي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ سیاسي اختلافات تر بل هروخت زیات شویدي. د دي کال په شروع کی د امریکا کانګرس د افغانستان لپاره غیر نظامي مرستي ۵۰ فیصده کمي کړي چې دا یو له منفی تاثیراتو څخه ګڼل کیږی.
ډیری کارپوهان په دي نظر دی چی ګواکی جمهور ریس کرزی دا هرڅه د خپل شخصی عناد او شخصی غرض له مخی کوی چې د امریکا د اوسني حکومت او خصوصا له جمهور ریس اوباما سره یی لري خو زه یی په نیک فال نیسم او د جمهور ریس کرزی د احساساتو قدر کوم چې د خپلې دیارلس کلنۍ دوری په آخر کې غواړی د ډیرو لاس ته راړنو تر څنګ یوه ستره لاس ته راوړنه ولري. خدای د وکړی چي د ولسمشر دغه هڅې یوه مثبته نتیجه ولری او په هیواد کې تلپاتی سوله راشي. خو په ورته حال کې دا به ډیره ښه وی کچیری جمهور ریس کرزی خپل دریځ دولتی منسوبینو او ملت ته واضح کړي، د هغوی اعتماد ترلاسه کړي ترڅو د بی اعتمادی فضا ته د پای ټکی کیښودل شي.
د امریکی د متحدو ایالاتو سره د افغانستان موافقتنامه د افغانستان په استقلالیت اغیز نلري، او کچیری زیر شو امریکایی قواوي د نړی په ۶۳ هیوادونو کې له ۱۰۰۰ ډیري نظامی اډې لري چې جرمني او جاپان يي ښي نمونې دی، په اسلامی نړی کی هم امریکایی قواوی موجودی دی چی سعودی عربستان، قطر، متحده امارات او پاکستان یی ژوندي مثالونه دی.
جاوید ستانکزی
دا تړون د امریکا او ناټو د پلانونو لپاره په منطقه کی ډیر اړین دی که چيرې دوى امنيتي تړون لاسليک شی او د افغانستان غوښتنې او ګتې په نظر کې ونه نيول شي، نو دا به زمونږ د هیواد لپاره نه یوازی بی ګټی تړون وی بلکی د بدبختیو لپاره په یوه نوی دروازه پرانیزی. زما په نظر د ولسمشر فیصله او شرطونه د ستایلو وړ دی.
دا تړون د امریکا او ناټو د پلانونو لپاره په منطقه کی ډیر اړین دی که چيرې امنيتي تړون لاسليک شی او د افغانستان غوښتنې او ګتې په نظر کې ونه نيول شي، نو دا به زمونږ د هیواد لپاره نه یوازی بی ګټی تړون وی بلکی د بدبختیو لپاره په یوه نوی دروازه پرانیزی. زما په نظر د ولسمشر فیصله او شرطونه د ستایلو وړ دی.