شریف افغانمل
له امریکا سره د القاعده د اړیکو په اړه نوي رازونه وایي، چې دغه ډله وروسته له هغې چې د منځني ختیځ انقلاب پیل شو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا په خدمت کې شوه او امریکا پرې په نړۍ او سیمه کې خپل اهداف پلي کوي.
امریکا په تازه اقدام کې د منځني ختیځ د اوو هېوادونه د له منځه وړو په نقشه کار کوي، په همدې دلیل ددغې نقشې د عملي کولو لپاره یو نظامي ځواک ته اړتیا شته. پدغو اوو هېوادونو کې مصر، سوریه، تونس، لیبیا او نور شامل دي. د دغو هېوادونو یو شمېر یې وړاندې ټوټه شوي او د سوریې په ټوټه کېدو همدا اوس کار روان دی. که امریکا پر سوریې نظامي برید وکړي او یا نه خو رام کول او له نشې یې غورځول له دې هدف سره مرسته کولای شي.
د اتومي وسلو په نوم د خپلو احتمالي رقیبانو د له منځه وړو په درشل کې امریکا په سوریې د برید تابیا وکړه، خو بشر الاسد د خپل اقتصادي او نظامي همکار روسیې په مرسته وتوانېد اوضاع بدله کړي.
امریکا هم ځکه د روسیې خبره نشي غورځولی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا برحاله غړی دی او ان د ویتو حق هم لري، چې رایه یې د امریکا لپاره ډېره مهمه ده.
له امریکا سره د القاعده ددې اړیکو تاریخ د افغان جګړې یوه څنډه هم جوړوي، چې د اسلام په نوم دغه ډله د امریکا د نظامي حضور د دوام لپاره د یوې موافقې په اساس پلانونه پرمخ وړي. ددې موافقې ډېر اړخونه رسنیو ته ندي رسیدلي، خو اقتصادي او سیاسي همکارۍ یې په سر کې راځی.
القاعده په منځني ختیځ کې د امریکا لپاره ځانګړی خدمت ترسره کوي او ددې خدمت وروستۍ بېلګې په سوریه کې راڅرګندې شوې دي.
د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن امریکایي څېړنیزه اداره پخپل نوي راپور کې وایي، چې دا مهال له شلو زور ډېر سرتېري، چې د نړۍ په ۵۰ هېوادونو پورې تړلي دي په سوریه کې په جګړه بوخت دي.
د دوی لپاره له تونس او یو شمېر نورو عربي او غیر عربي هېوادونو سلګونه پېغلې هم ور استول شوې دي، څو د جګړې په ډګر کې د ستړو جنګیالیو جنسي غریزه سړه کړي.
د القاعده یوه ډله، خو په اسیا او په ځانګړي ډول افغانستان کې یې کارونه د امریکا ضد او په سوریه او منځني ختیځ کې یې کارونه او پلانونه د امریکا په ګټه؟ دوه تضاد پراډاکسونه دي، چې کېدای شي نور همداسې ګونګ پاتې نشي.
هلته چې امریکا د سوریې د حکومت ماتولو لپاره دا ډله په ارزانه او اسانه ترلاسه کړې او کوي یې، نو ځکه ورسره مالي مرستې هم اعلانوي او په عمل کې هم دغه مرستې ثابتې شوې دي، خو په افغانستان کې یې د خپلو ګټو لوی مخالفین بولي او د دوامداره ځپلو لپاره یې هم له اوسني افغان حکومته نظامي هډې غواړي.
دا ډله د تاریخ په اوږدو کې امریکا د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کارولې. پر افغانستان د روسیې د یرغل پرمهال یې ددې ډلې له پراخو مالي امکاناتو استفاده وکړه او د پېښور الخدمت فاونډیشن چې همدا اوس هم فعال دی او د لوی اختر په ورځو کې به یې په هره کوڅه کې ووینئ، چې د حیواناتو پوستکي ټولوي او د کشمیر د جګړې لپاره یې د کارکوونکو ستوني په لوډسپیکرونو کې وچېږي. همدا مرکز د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن جوړ کړی دی. ددې مرکز په مقابل کې د الرشاد الدعوه مرکز عبدالله عزام د امریکا تر څار لاندې د ضیاء الحق په مستقیمه لارښونه جوړ کړ او تر ننه هم فعال دي، خو د رهبرۍ په اړه یې ډېر معلومات نشته، خو د اى ايس اى له څار پرته نشي چلېداى.
له القاعده سره پدې جګړه کې د امریکا په همکارۍ او تشویق د ایران مرسته هم ددې لپاره ده، چې د شعیه اقلیت په مرسته سني اکثریت پرې وځپي.
امریکا ځکه پدې جګړه کې ایران خپل ملګری بولي، چې له همدې ځایه په منځنی ختیځ کې د شعیه او سني ترمنځ د جګړو د تخم په کرلو سره هم خپلو اهدافو ته یو ګام نور ورنږدې کېدای شي.
تېره اونۍ د فرانسې ددفاع وزیر هم وویل، چې دا مهال د دوی ۱۳۰ ښاریان د سوریې په میدانونو کې د اسد رژیم خلاف په جګړه بوخت دي. په ورته وخت کې د بریتانیا ۱۵۰ جاسوسان چې د جنګیالیو په جامه کې جنګېږي هلته حضور لري.
همدا ډول ۳۰۰ مسلمان روسان هم د اسد د رژیم له مخالفو وسله والو ډلو سره ملګرې شوې دي. ټونس هم په رسمي ډول منلې، چې ۸۰۰ ښاریان یې چې ډېری یې ګومان کېږي جاسوسان دي دا مهال په سوریه کې جنګ ته دوام ورکوي.
د امریکایي څېړنیزې ادارې د راپور په اساس همدا ډول د اردن، لبنان، عراق او فلسطین له ۱۵۰۰ ډېر ځوانان هم ددې جګړې یوه برخه دي، خو د شیعه ډلو کسان دي، چې د سپاه پاسداران او لبنانۍ شعیه ډلې حزب الله پورې تړل کېږي او قومانده یې هم د همدوی په لاس کې ده.
په سوریه کې دا مهال یوازې د شام او عراق د اسلامي امارتونو ۱۰ زره جنګیالي په جګړه بوخت دي، چې دا ټول د القاعده په جامه کې غیر مستقیم امریکا ته خدمت کوي.
د وسلو، پیسو او ځوانو نجونو تر خدمتونو مهیا کېدو وروسته هم سوال نه پاتې کېږي، چې دغه ډلې دې له امریکا سره د خپلو اړیکو په اړه هېڅ معلومات ونه لري او یا دې د امریکا په اشاره او مرسته نه چلېږي.
دسلام ویلو څخه وروسته په ډیردرناوی سره ښاغلی افغانمل صیب ما ونه شوکولای چه ستاسی دمقالی څخه پوره مفهوم اومعنی ترلاسه کړم، ځکه په یوځای کی تاسومحترم لیکلی چه القاعده په آسیااو افغانستان کی دامریکا په ضد ده اوپه منځنی ختیځ کی دامریکا په ګټه ده. که داسی وی نوعنوان به موداسی ښه نه وای (له امریکا سره دمنځنی ختیځ د القاعده د اړیکو په اړه نوي رازونه)
اوبله داچه ددنیا مطبوعات وای چه په نړی کی دغه یوه القاعده یعنی داسامه او یا ایمن الظواهری القاعده یامطلق دامریکا ملګری ده اویا یی مطلق دښمنه ده. او په سوریه کی اکثره جنګیالی دسوریی خپل خلک دی لکه زمونږدوطن طالیبان البته په سوریه کی یوتعداد محدود جنګیالی په القاعده پوری تړاو لری چه امریکا اواروپا هم دهمدغه محدودو جنګیالو څخه سر ټکوی.
همداسی په یوځای کی موایران دامریکا ملګری ښودلی اوپه بل ځای کی مخالف،ستاسی دمقالی په دغه لاندی جمله می هم سر خلاص نه شو.
(له القاعده سره پدې جګړه کې د امریکا په همکارۍ او تشویق د ایران مرسته هم ددې لپاره ده، چې د شعیه اقلیت په مرسته سني اکثریت پرې وځپي.)
دالله په امان
م .افغان