تاند- د ناټو یوه قوماندان د دوشنبې په ورځ وویل چې جرمني، ایټالیا او ترکیه غواړي چې په افغانستان کې د دوی موجود شمېر پوځیان پاتې شي.

په اروپا کې د ناټو تر ټولو جګپوړي قوماندان جنرال فلیپ ایم بریدلوف رویټرزخبري اژانس ته وویل:«زموږ ګڼو متحدانو مخکې لا په اوسنۍ اندازه د ځواکونو د پرېښودو لپاره خپله لېوالتیا راسره شریکه کړې ده.»

د ناټو اکثره غړیو غوښتل چې خپل ځواکونه له افغانستانه ژر تر ژره وباسي خو د طالبانو له لوري د حملو زیاتېدا دغو هیوادونو ته قناعت ورکړ چې باید د خپلو ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې بیا کتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه اوسني۹۸۰۰ سرتېري راتلونکی کال، نه باسي او په ۲۰۱۷ کې ۵۵۰ پوځیان پرېږدي.

اوباما دا هم وویل چې که طالبان سوله ونه کړي د ځواکونو د ایستلو مهالوېش به بیا هم وځنډول شي.

د جمعې په ورځ د ایټالیا صدراعظم متیو رینزي د اوباما د پرېکړې له اعلانه وروسته وویل چې حکومت یې په دې شېبو کې ورته پرېکړه کوي.

ده، چې په (Velice’s Ca’ Foscari) پوهنتون کې وینا کوله، همداراز وویل:«تاسو ټولو واورېدل چې ولسمشر اوباما څه وویل.»

د افغانستان په څه باندې لس کلن ماموریت کې د ایټالیا ۵۴ سرتېري وژل شوي، ګڼ نور ژوبل شوي او اوس په افغانستان کې ټولټال ۷۵۰ پوځیان لري.

د دغو پوځیانو له منځه نژدې ۶۰ په کابل کې د غوڅ ملاتړ په ماموریت بوخت دي. نور په هرات کې کې دي.

په ایټالیايي ځواکونو کې لوژیستیکي پرسونل، ضربه قوه اود هیلي کوپترو قطعه هم شامله ده چې فونیکس نومېږي. دغه راز شاوخوا ۱۰۰ سلاکاران لري چې افغان پولیسو او اردو ته مشورې ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *