تاند: له امریکا وروسته فرانسې هم د فضايي پوځ د جوړولو اعلان وکړ.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د پوځ سرتېرو ته په ویناکې ویلي، د فرانسې هوايي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې ده چې ژر تر ژره فضايي پوځ هم جوړ کړي.
ماکرون زیاته کړې، د فضايي پوځ له جوړولو نه یې هدف دا دی چې فرانسه خپل دفاعي بنسټونه لا پياوړي کړي.
نوموړي زیاته کړې ده، د فضايي پوځ په جوړولو سره به یې فضا کې د فرانسې سیټلایټ نظام هم خوندي شي او د بل کال تر سپټامبر پورې به د دغه پوځ د جوړولو چارې هم بشپړې شي.
د یادونې ده چې تر کال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خپلو ځواکونو ته امر کړی و چې سپیس فورس یا فضايي پوځ ژر تر ژره جوړ کړي.
ټرمپ ویلي وو، فضا کې د امریکا یوازې موجودیت او پر سپوږمۍ د امریکا بیرغ رپاند ساتل ورته کافي نه دي، بلکې امریکا باید په فضا باندې غلبه او ولکه ولري.
هغه وخت چین د امریکا پر دغه پریکړه سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه واشنګټن دې فضا د جنګي مانوریو لپاره نه کاروي، ګني نړۍ ته به تباهي رسوونکي پيغامونه ولري.