قطب الدین هلال

د ولسمشرۍ له نوماندانو سره دځانګړو مرکو په لړکې ولسمشرۍ ته دنوماند ښاغلی قطب الدین هلال  سره په کابل کې دملي باور ورځپاڼې مسول  سیدعبدالله نظامي مرکه کړې ده  چې دتاند لوستونکو ته یې کټ مټ خپروو!

باور : ښاغلی هلال! په کومو هیلو مو  د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره زړه ښه کړ ؟

هلال :تاسې پوهیږئ چې د افغانستان هر اوسیدونکی دا حق لري چې ولسمشریزو ټاکنو کې اشتراک وکړي او زما هم دا قانوني حق و او له دې نه مې استفاده وکړه بله دا چې غواړم باقي عمر چې خدای راکړی دی  د ملک او ولس په خدمت کې تیر کړم ترڅو دلته یومثبت بدلون او تغیر راشي داسي بدلون چې هغه د الله د قانون په چوکاټ کې وي په همدې نیت باندې مې اراده وکړه چې په ټاکنو کې ګډون وکړم .

باور : له بدلون او تغییر نه مو موخه په نظام کې بنسټي سمون راوستل دي او که داسې وي نو څه ډول تعدیلات غواړئ؟

هلال : دلته ډیرو ژورو بدلونونو ته ضرورت دی دلته تاسې ګورئ چې سوله نشته او ملک کې جنګ روان دی دا یو بدلون غواړي یو تغیر غواړي چې دلته امن راشي او لارې چارې مخلصانه او صادقانه ولټولای شي، دلته تاسې ګوری چې په فساد کې زمونږ ملک ترټولو لومړی دی د دغه مخینوی پکار دی هغه لارې چارې لټول پکار دی چې د دې مخنیوی وشي د مکافاتو او مجازاتو اصل احیا شي او دغسی نظام جوړ شي چې په هغه کې د فساد د کولو امکان لږ وي .

باور : دسولې لپاره څه ډول میکانیزم لرئ که تاسې واک ته ورسیږئ ولس درباندې باور وکړي دپخلاینې لپاره مو څه ژمني دي ؟

هلال : د سولې لپاره تراوسه  کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي ،په دې دوولسو کلونو کې لا مخامخ خبري نه دي شوي حال دا چې حکومت هم موجود دی خارجیان هم موجود دي او د  مخالفینو ادرسونه هم معلوم دي ولی څه سبب دی چې خبرې نه شروع کیږي دلته  شک او حتی یقین دادی چې سولی ته اخلاص نشته د اخلاص نشتوالی دی زه به مخلصانه او صادقانه خبرې پیل کوم او زه به کوشش کوم چې د مخالفینو خبرې واوریدل شي او د هغوي قناعت حاصل شي  ترڅو په دې ولس کې سوله راشي او مونږ په مختلفو بهانو د مخالفینو سره د خبرو اترو کولو نه انکار و نکړو بلکه مونږ په هر صورت کې باید خبرې او اترې وکړو که هغه په افغانستان کې وي او که د افغانستان نه بهر وي ترڅو د یو بین الاافغاني تفاهم له لارې مونږ یو نتیجې ته ورسیږو او خارجیان هم هغه و مني او په دې ملک کې سوله او امن راشي

باور : ستاسې سیاست نوی نه دی که چیري ولسمشرۍ ته بریالي شئ خپل پخواني موقف یا د حزب اسلامي له رهبرۍ نه څومره استفاده کولای شی او اخوا د حزب اسلامي اوسنی مشر او  نور لوړ پوړي مشران به له تاسې سره په دغه کې همغږي وي ؟

هلال : زمونږ او د انجینیر صاحب حکمتیار موقف یو دی موقفو کې فرق نشته او د هغه هم دا موقف دی چې په دې ملک کې سوله راشي او هغه عوامل چې د سولې په مخ کې خنډ ونه دي او د جنګ او جګړي سبب و ګرځي هغه عوامل باید له منځه لاړ شي په دې هکله زمونږ او دوي ترمنځ کو م تفاوت په نظریاتو کې نشته ؟

باور : دلته چې په کابل کې د حزب اسلامي نور غړي دي له هغو سره ستاسې اړیکي څنګه دي ؟

هلال : دا زمونږ وروڼه دي د اد حزب اسلامي وروڼه دي او اکثر وروڼه یې د حزب په لوړو پوستونو کې پاتي شوي دي خو حزب اسلامي هغې ته ویل کیږي د کوم امیر چې انجینیر صاحب حکمتیار دی او په افغانستان کې بل حزب اسلامي موجودیت نه لري یو سرتاسري حزب اسلامي دی او امیر یې حکمتیار دی او هغه نه مستعفي شوی دی او نه لری شوی دی او نه داسي ټاکني شوي دي چي د ټاکنو په نتیجه کې یوبل څوک رامنځ ته شي بلکه هغه امیر دی صرف یوازې یو حزب اسلامي په افغانستان کې موجود دی .

باور : که بیرته ټاکنو ته راوګرځو څه فکر کوی که تاسې مخکښ وی سیال نوماند به مو څوک وي ؟

هلال : زه دا ټول ډیر معزز وروڼه ګڼم او دا ټولو چې ځانونه یې کاندید کړي دي ځانونو ته سیال وایې دا به وروسته د رب العالمین په فیصلې سره معلومیږي او د خلکو او عوامو په فیصلې سره به دامعلومیږي چې څوک به ګټونکی وي او څوک به بایلونکی وي .

باور :د سیاسیونو ګونګوسي دا دي چې څوک هم په افغانستان کې واک ته د رسیدولو هڅه کوي حتمي باید د امریکا ملاتړ له ځان سره ولري په دې برخه کې ستاسې دریځ څه دی او داخبره رښتیا ده ؟

هلال : زه وایم چې ترټولو اول مونږ په لوی خدای باندې باید تکیه ولرو او ډاډ حاصل کړو خپل عوام قانع کړو چې مونږ دلته تغییر راوستلای شو تر هرچا د مخه مونږ ته خپل خلک اهمیت لري چې د خپلو خلکو منځ کې وا وسیږو کلیو بانډو ته لاړشو او لرې لرې ځایونو ته لاړ شو او خپل اهداف هغوې ته ورسوو زه وایم چې زمونږ خلک قانع شي دا ترټولو لویه بریا ده .

باور : په ټاکنیز بهیر کې کوم خنډونه ګورئ ؟

هلال : انتخاباتي بهیر کې یو څو خنډونه شته، یو دا چې دغه اوس هم دا سایټونه چې اعلان شوي چې کوم فعال دي او کوم غیر فعال دي اکثرا داسې نه ده ،کومو  ولایتونو کې چې ټول سایټونه فعال اعلان شوي دي هلته غیر فعال سایټونه هم ډیر دي نو دغه راپور تراوسه پورې مکمل نه دی مونږ به د امنیتي ارګانونو سره یوه جلسه ولرو په دې هکله به بحث کوو دوهمه دا مسله ده چې د تخلف او درغلیو امکان ځکه شته چې په تیره کې دا تجربه شوی او درغلی شوي په دې ملک کې اوس هم هغه چارواکي چې په درغلیو کې ملوث و اوس هم په اقتدار کې پاتي دي که څه هم د ټاکنو کمیسیون خپل ابتدایي مسایل په ښه توګه حل کړي دي خو داچې انتخابات ولسونو او ولایتونو کې کیږي نو د چارواکو ډیر مثبت رول ته اړیتا ده نه منفي رول ته .

باور : د لاسوهنې او درغلۍ په برخه کې بهرنۍ لاسوهنې هم شته ؟

هلال :   که څه هم دا ځل د ټاکنو په کمیسیونونو کې او د شکایاتو په کمیسیون کې خارجیان شتون نه لري صرف خارجي حلقات به د ناظرپه ډول وي خو دلته ۵۰ ملکونه حضور لري او نظامي حضور لري او دا ملک تمویلوي او د دې ملک په ټولو وزارتونو کې هغوې خپل رول لري نو امید دا دی چې هغوې په دې هکله مثبت رول ادا کړي او که وغواړي چې منفي رول ادا کړي هم ادا کولای شي .

باور : که د جوړجاړي درته وویل شي په دې اړه به مو دریځ  څه وي له نوماندانو سره د تیریدنې راتیریدنې په فکر لرئ ؟

هلال : له نوماندانو سره زمونږ مختلف نشستونه کیږي هغه نشستونه د دې لپاره نه دي چې یوبل ته تیر شو په دې هکله زه تصمیم او اراده نه لرم د حزب اسلامي وروڼو سره د مجاهدینو سره ، نورو خویندو وروڼو ولسونو سره تعهدات او وعدې مې کړي او زه نه غواړم چې دا مبارزه په نیمایې کې پریږدم .

باور : که چیرې خپلې موخې ته و نه رسیږي او بریالی نه شی نو راتلونکی تصمیم مو څه دی ؟

هلال : که ماو لیدل چې څوک په شفافه انتخاباتو کې ګټونکی شو او زه بایلونکی شم نو زه به ګټونکي ته مبارکي ووایم او هغه ته به زه د تعاون لاس ورکړم خو زه اراده نه لرم چې د حکومتي چارواکي په توګه هلته کارو کړم ډیر کارونه دي چې ترټولو لوی کار ملي یو والی دی ملي وحدت دی سولې راوستل دي او په دې لاره کې به انشا الله زه په دې خپل ملک کې اوسیږم او دې کارته به دوام ورکووم .

2 thoughts on “له انجینیر قطب الدین هلال سره دباور ورځپاڼې مرکه”
  1. ستاسو ایدیالونه خوډ ‌یر ښکلی معلومیږی او هر یو کاندید به همدا خوږی خبری وکړی. اما زما ویره داده چی که تا ویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم ، نه به ته یی نه به زه یم . او که ما ویل چی ته یی او تا ویل چی ته یی هم به زه یم هم به ته یی.
    اول خو له دی یولسو کاندیدانو نه لس پښتانه دی او یو داکتر عبدالله تاجیک او هزاره ورونه د محقق په مشری بلی خواته دی نو د دوی احتمالی بریالیتوب ممکن دی او پاتی ټول پښتانه په خپلو کی سره یو نه دی. هلته امنیت هم نشته او متاسفانه طالبانو ته د ملی منافعو پر ځای د پاکستان ، ایران او خپل ځان ګټی مهمی دی. د غزنی د ولایت پخوانی نتیجی مو ولیدی چی د پښتنو پر ځای هزاره ورونه پارلمان ته راغلل او اوس دوی د ټول ولایت امتیازات اخلی او قوانین په خپله ګټه تصویبوی که داځل بیا هم دوی د جهالت په پخوانی خری سپاره وی نو پایله به یی له دی بدتره وی.
    نړیول ذهنیت هم باید په نظر کی ونیول شی . د مصر د انتخاباتو پایلی له یاده مه باسی. زمونږ بریالیتوب په یوالی کی دی پخوانی ټولی ناخوالی هیری کړی او نوی ملی او اسلامی او افغانی فکر وکړی بیابه ټول بریالی اوسی او ملت به هم راضی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *