تور پسه، زماله غږ سره اشنا ؤ، هغه به چې زما په راتلو پوه شو لکه ستړي مشي، غږ به یې کړ چې ګواکې یا به یې راته د ونې پاڼې راوړې وي یا شوتلې.
ما به چې کله د جار پرده پورته کړه کتل مې چې څومره یې غوښین غړي پنډ شوي خو صادق پسه به فکر کاوه، چې ګواکې په ما پسې خفه دی په پښو کې به راغړېده او مینه یې له ورایه څرګندېده .
هغه زما د ورشو او شنو پټیو د چکر ملګری وو، هر چېرته به چې تلم ملتیا يې راسره کوله ما به د پسه، خو هغه راته د دوست په سترګه کتل.
سخت ژمی واورین موسم را روان وو، بابا مې را غږ کړ چې زویه! باران دی نن به پسه حلال کړو! د خبر له اورېدو سره لږ زیږ شوم، په یوه څړیکه مې د تور پسه مینه او ملګرتیا له سترګو تېر کړل.
پسه ته مې چې غږ کړ هماغسې یې رامنډه کړه. خو نه وو خبر، چې زه یې د بابا چړې ته بیایم .
بابا مې د پسه پښې وتړلې پسه ما ته کتل، حیران وو چې دا څه روان دي؟ ښایي همدا به یې په زړه تېرېده، چې زما خیرن ځان را وینځي، یا به د (کنو) له ځورونې خلاصوي.
دی نه وو خبر چې زه انسان د خپل همجنس په غوښو هم نه مړېږم .
پسه فکر کاوه چې په دې لویه نړۍ کې یواځې سپی، لیوه، ګیدړ او نور داړونکي ځناور دي چې باید وېره ترې ولرو .
خبر نه وو چې دلته اشرف المخلوقات هم ارزل لمخلوقات شوي دي او د یو بل وینو ته ناست دي .
خبر نه وو، چې دلته سپینو جامو ته د غلا په نظر، د ښځو ځان ته په ناروا نظراو څرب پسه ته د غوښو خوړلو په نظر کتل کېږي.
خبر نه وو، چې تر ما مخکې ډېر انسانان په چاړه حلال شوي، د بمونو پرخچو سرونه، لاسونه او د بدن ټوټې ځینې پرې کړې.
خبر نه وو، چې انساني چاپېریال د خالق له دایرې بغاوت کړی، شیطاني ځوږ ته یې غوږ نیولی او سلاوې مشورې ځینې اخلي.
هغه په لنډه موده کې ډېر فکرونه وکړل، له ما سره سترګې په سترګو وو، د سترګو سپینه برخه یې تر تور هغو ډېره له ګیلو، ناهیلیو او زارۍ ډکه وه.
بابا چاړه تېزه کړه، او ما ته یې وویل، زویه مرۍ یې ونیسه! همداسي مې وکړل د پسه غټې غټې سترګې را سرې شوې، غاړه یې پرې شوه، له وینو تویولو سره یې د زړه له زوره (اخخخخخ) کړل او د انسان په ناځوانۍ یې له سخت افسوس سره ساه ورکړه.
هم هغه ژمی، مې د تور پسه په وچو غوښه کولمې غوړې ساتلې او د لړمانه په ټوټو مې د کلي خلک مېلمانه کړل، پوستکی مې وپلوره چې د ودونو لپاره چمبه ترې جوړه کړي او خوښي پرې توده شي.
محمدابراهیم ګران، ۱۳۹۳/۴/۱۹ روژه. ارزان قیمت