په افغانستان کې که څه هم د کتاب د لوست کچه ټيټه ده، خو هره ورځ په پښتو ژبه کې نوي نوي کتابونه چاپ کېږي، چې له شاعرۍ او ادبياتو پرته په نورو مهمو سکالوګانو ليکل کېږي. په دې لړ کې يو نوى کتاب ((له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې)) په نوم چاپ شوى دى، چې په پښتو کې لومړنى داسې کتاب دى، چې له انټرنېټه د پېسو ګټلو په اړه دى.

د کتاب ليکوال رحمت ديوان دى، چې له دې مخکې يې هم څلور کتابونه خپاره شوي دي. نوموړي د ((تړون))، ((د عدم تشدد علمبردار څوک و؟))، ((خدمت؟)) او ((بريالى ماموريت)) په نوم کتابونه ليکلي دي، چې لوستونکو خوښ کړي دي.

خو دا ځل رحمت ديوان داسې يو کتاب ليکلى، چې تراوسه پورې پرې ډېر خلک باور هم نه کوي، خو په کتاب کې په بشپړ ډول په دې اړه مالومات ورکړل شوي دي او شپږ سوه لارې په ګوته شوي دي، چې خلک ترې پېسې ګټلاى شي.

په دې کتاب کې نه يواځې دا چې له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې په ګوته شوي دي، بلکې ليکوال په لومړي سر کې خپلې تجربې هم په کتاب کې ورزياتې کړي دي، نوموړى وايي چې له ٢٠١٠ز کال راهيسې په انټرنېټ انلاين کار کوي او تر دې دمه پکې لګيا دى.

ليکوال د شپږو سوو لارو ترڅنګ د ځينو اکاونټونو د جوړولو اړوند هم خپلې تجربې شريکې کړي دي او د يادو اکاونټونو د جوړولو په اړه يې هم بشپړ مالومات ورکړي دي.

دا کتاب په کابل کې په ((سروش کتابپلورنځي))، ((اکسوس کتابپلورنځي))، ننګرهار کې په ((مومند خپروندويې ټولنې))، ((ختيځ کتابپلورنځي))، ((مازيګر کتابپلورنځي))، ((کلاسيک کتابپلورنځي))، په کندهار کې په ((کروړ کتابپلورنځي))، خوست کې په ((ژوندون کتابپلورنځي))، پکتيا کې په ((روحاني کتابپلورنځي)) او نورو کتابپلورنځيو کې ترلاسه کېداى شي.

د کتاب تر څنګ د #ډيجيټل_افغانستان او #DigitalAfghanistan هشټيګونه هم کارول شوي دي، په دې اړه ليکوال وايي، چې غواړي افغانستان په ډيجيټل نړۍ کې وځلېږي. هغه زياتوي، په نوره نړۍ کې خلکو په ډيجيټل يا انټرنېټي برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي، خو افغانستان اوس هم په دې برخه کې ډېر وروسته دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *