تاند- نن د اسد ۲۸/اګست۱۹/ له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۰ کاله پوره شول.

د ۱۹۱۹ م کال د مې په میاشت کې د افغانستان د نوي او ځوان پاچا اعلحضرت امان الله خان له لوري د انګرېزانو پر ضد جنګ پیل شو، په دې جنګ کې، چې درېم انګلیس – افغان جنګ یې هم بولي، افغانانو د خیبر درې او ټل لور ته پرمختګ وکړ. تاریخ لیکونکي وايي چې د اعلحضرت محمد نادرخان په مشرۍ د ټل په جبهه کې افغانان دومره چټک پر مخ لاړل چې انګرېزانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه او حاضر شول چې د افغانستان بشپړه خپلواکي ومني.

د خپلواکۍ سلمه کالیزه ډېره مهمه ورځ ده خو د افغانستان حکومت ویلي چې د کابل د وړمې شپې د خونړۍ پېښې په خاطر نن د خپلواکۍ جشن هغسې نه لمانځي چې تیاري یې ورته نیولې وه.

په عین حال کې داسې راپورونه هم شته چې د دولت وسله وال مخالفان ممکن وغواړي د دې جشن د ګډوډولو او د عامو خلکو د وژلو هڅه وکړي.

د افغانستان حکومت د دارلامان ماڼۍ په شمول څو ودانۍ بېرته رغولي او ټاکل شوې وه چې نن د جشن مراسم په دارلامان ماڼۍ کې جوړ کړي.

3 thoughts on “له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۰ کاله پوره شول”
  1. درنو هیوادوالو ته د سلمی کلیزی مبارکی وایم خدای د وکړی چی ملی اتل شاه امان الله خانغوندی تور قهرمانان پیدا شی چی وطن دلی بد بختیو وژغوري، آمین

  2. شاید د تیری شپی د خونړی حملی هدف هم ددی ملی شانداره ورځی د شانداره مراسمو د اجراء د مخنیوی په خاطر زموږ د هیواد په څلور زره کیلومتری کی طرح سوی وی

  3. May Allah grant us success to work altogether for our beloved country. May bring peace, safety & stability in our country & protect us from our all visible & invisible enemies. Oh Allah guide us on the right path, avoid us from wrong doings (actions), rebuild / reconstruct our country, develope & raise (increase) our finance and grant us the prosperity of both worlds. Oh Allah make us united between ourselves & remove envoy among us. Amin Madina the holy mosque of the prophets peace be upon him.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *