دا یوه ډېره ستره تېروتنه ده، ډېری زده کوونکي او په ځانګړې توګه هغه چې انګلیسي ژبه زده کړه کوي، په دې ستونزه اخته دي، دوی وايي: نه پرې پوهېږم او یا دا چې انګلیسي مې نه زده کېږي، نو ښه ده چې خوشې یې کړم! دا د حل لاره نه ده. تر کومه به تاسې په تېښته کې خپل بریالیتوب لټوئ.

زه وایم دا تېروتنه ده، دایوه لویه تېروتنه ده چې څوک یې کوي، داسې څه شته چې نه کول یې له امکانه دومره لري وي، چې انسان دې نو تېښتې ته مجبور کړي؟ مطلق پر دې پرېکړه هم نه شوو کولای چې هر څه دې وشي، خو انسان باید هېڅکله خپل زیار او همت ونه بایلي. انګلیسي یوه ژبه ده، دا حتما زده کېږي، خو که له یو چا سره یې مینه او علاقه وي.

ډېر زده کوونکي چې د یو څو میاشت په دننه کې پر دې ژبه پوه نه شي، نو یا خو وايي استاد مې ښه نه و، تکړه نه و، د درس طریقه یې سمه نه وه او یا وايي چې نه پوهېدم، نو ځکه مې پرېښوده.انګلیسي ژبه داسې نه ده، چې د دوو- درېیو میاشتو په دننه کې دې زده شي، بلکې دا یوه دوامداره پروسه ده او د هغې زده کړې لپاره باید له شاګرد سره پوره مینه، علاقه او لېوالتیا موجوده وي. نو تاسې باید له دې امله چې نو، نه مو زده کېږي له زده کولو یې لاس په سر نه  شئ او له دې لارې  ځان تېښتې  ته مجبور نه کړئ، بلکې دا  د حل لار نه ده. انسان  ته ښايي چې په هېڅ کار کې د ځان ماتې ونه مني.

بله ستونزو زموږ دا ده،  چې ډېری زده کوونکي د خپلې ټنبلۍ، بېغورۍ او د ناسمې طریقې د غوره کولو له امله د خپلې ناکامۍ، له انګلیسي ژبې څخه د زړه تورېدل او ددغې ژبې د نه زده کېدلو پړه د استاد په غاړه ور اچوي. په داسې حال کې چې دا د دوی خپلې تېروتنې دي، نو د خپلو ناکامیو له امله نور باید ملامت ونه بلل شي، ځکه دا زموږ خپلې تېروتنې دي، چې موږ یې د ناکامۍ کندې ته ور ټېل وهلي یوو.

بله خبره  دا چې په لاسته راوړنو کې له ستړیا سر مه ټکوئ، دا خبره زه له دې امله نه کوم، چې ټول ذهنونه او فکرونه یو ډول وي او یو ډول انګیرنې لري.زه داسې شاګردان او محصلین ډېر پېژنم، چې تر اوسه یې ډېرې لاسته راوړنې له ځان سره درلودلې دي، خو بیا هم له خپلو لاسته راوړنو شکایت کوي. هو! دا منلې خبره ده، چې د انسان غوښتنې او هيلې بېخي ډېرې دي، خو داسې هم باید ونه شي، چې د خپل کوچني بریالیتوب او یا د خپل هغه زیار له امله چې دی یې نن له برکته په ځان کې بدلون ویني، د هغې ستړیا له ګاللو باید سره ونه ټکول شي. زموږ ارمانونه او هیلې باید سپېلڅلې وي. موږ باید د یوې کوچنۍ بریا لمانځله هم وکړو، ځکه همدا کوچنۍ لاسته راوړنې زموږ د لویو بریالیتوبونو لامل کېږي. باید ومنو، چې له څاڅکي څاڅکي دریاب جوړېږي!

له بلې خوا، داسې څوک به وي، چې په خپل بریالیتوب خوښ نه شي؟ نه،  د انسان فطرت داسې جوړ شوی، چې د پرله پسې لاسته راوړنو څخه وروسته بیا هم ځینې سست او تنبل شاګردان د خپل زیار او زحمت په پایله کې له خپلې ستړیا څخه سر ټکوي. زموږ لپاره دا باید د  ځان د ویاړ او فخر ځای وي، چې د خپل زیار پایله مثبته وینو او باید له امله یې لا ډېرې هڅې ته مټ ورکړو. بې همتي د انسان د سستۍ او تنبلۍ لامل کېږي. که د زده کړې پر وخت مو ډېرې ستړیاوې هم لیدلي وي، خو د شاتو په تر لاسه کولو کې به حتما د مچیو چیچلو ته عاړه ږدو!  دا ډول ستونزې او مشکلات نه یوازې د زده کړې په ډګر کې حتمي خبره ده، بلکې د ژوند په نورو ډېرو برخو کې هم ډول ډول  ورته مشکلاتو ته غاړه اېښودل یو اړین اصل دی.  د  ارزښتونو په تر لاسه کولو کې باید د خپلو ستړیاوو څخه سر ونه ټکول شي.

له درس څخه د کرکې او تنفر مسله ډېر لاملونه لري.  لومړی لامل یې ښايي په ماشومتوب کې د مور و پلار ناسمه روزنه اوپالنه وي یا له ماشوم سره د کورنۍ د نورو غړو ناسم چلند وي، چې د ماشوم پر راتلونکي ژوند باندې ډېر ناوړه اغېز ښندي. ماشوم چې د مینې، عاطفې سره تل خپله لېوالتيا ښيي،نو که په لومړي سره کې مور و پلار او بیا د کورنۍ له نورو غړو څخه ښه ورځ ونه ویني، نو تل به په خپلو زده کړو کې له ډول ډول ذهني او روحي ستونزو سره مخ وي. کم جراته کیږي، پر ځان یې باور کمېږي، له خپلو وړتیاوو څخه بې خبره پاتېږي، وېره او ډار احساسوي او د ژوند په ټولو ورځنیو مسایلو کې تل د بې زړه توب خواته میلان پیدا کوي.


له درس څخه د کرکې یو  بل لامل د زده کړې په وخت کې د اروايي سکون نه تر لاسه کول هم یوه جدي مسله  ګڼلی شو. کله چې له کوم زده کوونکي او محصل سره ذهني او  روحي کشمکشونو مل وي، نو د زده کوونکي پر زده کړه او ذهن ډېر ناوړه اغېز کوي. هغه شاګردان چې ذهنا د کوم مضمون زده کولو ته چمتو نه وي او د ذهني بندوبارۍ سره لاس او ګرېوان وي، تل له خپلو لاسته راوړنو څخه شکایت لري. پر ځان ذهني فشار مني، په خپلو کارونو کې ژر ماته مني، خو په مقابل کې  خپلو ارادو ته ژمن شاګردان تل له فرصتونو څخه په وخت ګټه اخلي او د کومې ستړیا احساس نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *