“BREXIT”

بریتانیا به د جون د میاشتي پر ۲۳،  د یوې ټولپوښتني یا ریفرنډم په وسیله پرېکړه وکړي چي ایا په اروپایي ټولنه کې پاته شي او ورڅخه ووځي؟

د بریتانیا اوسنی لومړی وزیر دیوید کامرون د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې که دی بریالی سو نو په اروپایي ټولنې کې د خپل هیواد پر غړیتوب به له سره کتنه وکړي او په دې پار به ربفرنډم یا ټولپوښتنه وکړي.

 په اروپایي ټولنې کې اقتصادي بحرانونه، و اروپا ته د مهاجرو غیرقانوني تګ او د اروپایي ټولنې په تشکیل کې ځیني بدلونونه بریتانیا دې ته اړایستې چې په اروپایي ټولنې کې پر غړیتوب له سره کتنه وکړي او د ټولپوښتني له لارې دې تصمیم ته ورسیږي چي ایا په اروپایي ټولنه کې د برتانیا پاته کیدل که وتل به د دغه هیواد په ګټه وي؟

بریتانیایان او بریګزیټ:

2د یوې نظر پوښتنې یا سروې پربنسټ، چي د یوې بریتانیايي ورځپاڼې له خوا شوې، ښیي چي ۵۲ سلنه وګړي غواړي چې هیواد یې له اروپایي ټولنې ووځي او ۴۸ سلنه یې له ټولني سره د پاتېدلو پلوي دي، البته دا سلنه له تازه سرویګانو سره چې کیږي تغیر کوي.

د سروې له پایلو څرګندیږي چې په بریتانیا کې زیات خلک تقریبا  پر دوو مساوی برخو ویشل شوي او وار له مخې څوک نشي درک کولای چی د ټولپوښتنې اخیري نتیجه به څه وي.

ډېر بریتانیایان داسي انګیري چې د اروپایي ټولنې غړیتوب دوی شاته ټېل وهي. دوی وایي چې اروپایي ټولنې پرتجارت باندی زیات قوانین وضع کړي چي دې کار د اقتصادي ودې مخه نېولې ده. دوی دا ادعا هم کوي چي د ټولني د غړیتوب په خاطر بریتانیا هرکال په میلینونو پونډه ورکوي چي په بدله کې یې دوی ته هومره ګټه نه رسیږي. د دوی په اند بریتانیا باید د اروپایي ټولني سره پر ازاد تګ راتګ بندیز ولګوي، خپل سرحدات کنټرول کړي او د هغو بهرنیو وګړو مخه ونیسي چې په بریتانیا کې د ژوند او دندې په لټه کې دي.

د اروپایی ټولنې یو اصل دا دی چې د غړو هیوادو وګړي یې په ازاده توګه بې ویزې تګ راتګ کولای شي.

له بله اړخه یو شمېر نور بریتانیایان له اروپایي ټولنې سره د پاته کېدو پلوي دي او ادعا کوي چي له اروپایي ټولنې سره پاته کېدل د بریتانیا په ګټه دي، او که له ټولنې نه رابېل شي ښایي بریتانیا له زیاتو اقتصادي او مالي ستونزو او همدا ډول انزوا سره مخ شي.

دوی باور لري چي د اروپایي ټولنې غړیتوب له نورو غړو هیوادونو سره تجارت اسانه کوي او همدارنګه هغه مهاجر ځوانان چي په بریتانیا کې کار کول غواړي، د دې هیواد اقتصادي وده چټکوي.

زیات شمېر بریتانیایان باور لري چي له اروپایي ټولنې وتلو سره د دوی هغه ارزښت ته، چی په نړی کی یې ځان ته جوړ کړی، صدمه رسیږي او دا بهتره بولي چي بریتانیا د اروپایي ټولنې غړی هیواد پاته شي.

اروپایی ټولنه : او BREXIT

تراوسه د اروپایي ټولنې هیڅ بل هیواد د بریتانیا د وتلو په وجه د ګټې یا تاوان په اړه څه نه دي ویلي.

د اقتصادي چارو پوهانو وار له مخه خبرداری ورکړی چي که چیري بریتانیا له اروپا څخه د جلاکېدو په پلوي ټولپوښتنه وکړي، نو کېدای شي اروپایي ټولنه له ژورو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

ښاغلی ځیرک
ښاغلی ځیرک

  د ډچ بانک د محاسبې له مخې، د اروپايي ټولنې د واحدې سکې (ایرو) د ۱۹ هیوادونو ناخالص کورنی تولید به د دووکلونو په موده کی و ۰.۳٪  ته راټیټ شي، او په اوږد مهال کی به بریګزیټ و اروپایي ټولني ته سخت اقتصادي زیانونه ورسوي.

آیرلنډ او مالټا هغه دوه هیوادونه دي چي د بریتانیا د وتلو له کبله به د دوی اقتصاد ته په ستره کچه زیان واوړي، او د ډچ بانک د بیانیې له مخې به یی اقتصادي وده د ۱-۱.۲٪سلنې په اندازه راټيټه شي.

همدا ډول به د بریګزیټ په وجه د هالنډ، لوګزامبورګ او بلجیم اقتصادی وده د  ٪۰.۷ – ۱ په کچه راټیټه شی.

د جرمني، چي د اروپایي ټولنې ترټولو شتمن اقتصادي ځواک دی،  اقتصادي وده به د ۰.۵٪ فیصده، د فرانسې د ۰.۴٪ او ایټالیا ۰.۳٪ ټیټه شي.

د ډچ بانګ په وینا له بریتانیا سره تجارت او سوداګري په اروپایي ټولنه کې دوو میلیونو وګړو ته کار وزګار پیداکړی. اوس که بریتانیا له اروپایي ټولنې د وتلوپه پلوي رایه ورکړي، نو د دوو کلونو په جریان (چې له اروپايي ټولنې د وتلو قانوني موده ده) کې که چیري له بریتانیا سره د سوداګرۍ تړونونه بشپړ نشي نو بیا د یو کمزوري پونډ په موجودیت کې به داروپایي کمپنیو ګټه وټه؛ وخت چې ایرو ته واړول شي راټیټه او همدا ډول به د اروپایي ټولني سوداګري او تجارت له لوړو تعرفو سره مخامخ شي.

او اقتصادي اغېزې یې:     BREXIT

له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا وتل به د ټولنې او همدا ډول د بریتانیا پر اقتصاد ډیر بد اغېز ولري.
د یوه رپورټ له مخې، که چیري بریتانیا له اروپایي ټولنې څخه ووځي او له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ پر سالمو تړونونو کې پاته راشي نو تر۲۰۳۰ پوري به د بریتانیا ناخالص کورنی تولید   د ۲.۲٪ راټیټ  شي. که فرضآً بریتانیا له اروپایي ټولنې څخه بېله شي او له نورې نړۍ سره د سالمو سوداګریزو تړونونو په بشپړیدو بریالۍ شي نو تر ۲۰۳۰ پوري به د بریتانیا ناخالص کورنی تولید تر ۱.۶٪ پوري وي چې د بریتانیا لپاره به ډیره ښه اقتصادي وده وي.

په برتانیا کې دننه هغه کړۍ چي له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پلوي کوي، په دې باور دي چې دا کار به بریتانیا یو ځل بیا په بشپړ ډول په یوه خپلواک او شتمن هیواد بدله کړي. دوی باور لري چې له بریګزیټ څخه وروسته به بریتانیا ډیر ژر له اروپایي ټولنې سره د ازاد تجارت او سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړي،  بې له دې چې د ټولنې د غړیتوب پیسې ورکړي. په همدې ډول  د بریتانیا تجارت به له نورو هیوادونو سره په خپلواک ډول، او دوه اړخیزې سوداګرۍ له لارې لا ډیر زور واخلي او له هغو قوانینو څخه به، چي اروپایې ټولنه یې پر تجارت وضع کوي او ډیر ګرانه تمامیږي، هم خلاص شي.

 لیکن دا هرڅه له یو خوب او خیاله هاخوا نور څه نه دي.

په حقیقت کې که بریتانیا د اروپایي ټولنې بېله شي نو زیات مالي او اقتصادي زیانونه به وویني، له اروپایي ټولنې څخه په جلاکیدو سره به حالات یو غیر معین او بې ثباتۍ لور ته لاړ شي او دا کار به په بریتانیا کی پانګونه او اقتصادي وده ټکنۍ کړي.


ښاغلي ځیرک په هند کې په مالي او نړیوالو چارو کې لوړې زده کړې کړي. دی په انګلیسي ژبه هم لیکنې کوي. (وګورئ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *