له درد او غمه هیڅ انسان په امان نه دی، د ژوند یو رنګ هم همدا دی چې په هر خپګان کې یوه خوښې نغښتې او له هرې خوښۍ یوه پریشاني زیږي. مګر د ژوندانه کړاونه پر ځینو بیا دومره زیات شي چې د خلاصون لوری ترې ورک کړي.

اوسنی افغان ځوان همداسې یو څوک دی، دی په ناخوالو کې پیدا او په ناخوالو کې لوی شو، تر دې چې د مرګي غیږې ته هم همدې ناخوالو کې ور روان دی.

دې نسل له پلرونو د افغانانو د شهامت او وطنپالنې ډیرې کیسې واوریدې، له هغې هم خبر شو چې نیکونو یی د ازادۍ په معرکو کې څه سوبې کړې وې، په تاریخونو کې یی د وطن د ابادۍ او ترقۍ کیسې هم ولوستې، خو لا زلمی شوی نه و، چې د ورانولو لړۍ یی په سترګو ولیده او لا یی ګوري.

اوس پوښتنه دا ده، چې دا نسل به له دې ګردابه څوک او کله ژغوري؟

که د نړۍ د تاریخ پاڼې واړوو او د هغو هیوادونو حال وګورو، چې یو وخت د افغانستان په څیر حالت سره مخ وو، نو د تحول یو اساسي عامل د یوه دردمن او رښتیني رهبر تر شا د خلکو دریدل دي. د هند، جنوبي افریقا او حتی پرمختللې امریکا تیر له همداسې کیسو او کارنامو ډک دی. د ګاندي، منډیلا او لوترکینګ نومونه ځکه لا هم د ولسونو په زړونو کې حک دي چې خلک یی پر ځان راټول کړل، خپله مخکې او نور ورپسې یوه مقدس منزل ته د رسیدو مزل پیل کړ.

اوس به دا نه وایو چې ګنې موږ رښتینې رهبران او مشران نه درلودل او یا یی نه لرو، له میرویس نیکه او احمد شاه بابا څخه بیا تر امان الله خان او باچا خان پورې هر یو داسې ملي مشران وو، چې د افغانانو د سوکالۍ او ابادۍ لپاره تر ګاندي او نورو ډیرې ربړې وګاللې، خو د نتیجې توپير یی بیا نور عوامل لري.

فکر کوم چې د ژوند هر پړاو کې دا اشخاص مونده شي او شته وي، پيژندل یی هم ګران نه دی، که اوسنی ځوان معصوم نسل مو غواړي چې داسې یو رهبر ومومي او ځان له اوسني مجهول حالته وباسي، نو فکر دې وکړي چې څوک د خبرو او څوک د عمل سړی دی، څوک ځان او څوک جهان جوړوي، څوک د ژوند له نعمتونو خوند اخلي او څوک له ده سره برابر ژوند کوي او بالاخره د چا ګفتار او کردار برابر او د چا نه دی. دا څه ورکې ځانګړنې نه دي چې زما ځوان یی نه شي لیدلای یا یی نه ګوري، خو دومره ده چې ځینې کاذب رهبران له زر چل او نیرنګه کار اخلي او رښتیني هغه هم خلکو ته د ځان په عینکو ورپيژني.

خلاصه دا چې ښه رهبري له ناخوالو د خلاصون کلي ده او تر هغې چې معصوم نسل مو د همداسې یوه رهبر خوا ونه نیسي، نو له ورپيښ کړاوه به د وتلو لوری ورک وي.

One thought on “له اوسني کړاوه د خلاصون یوه لار/ یحیی یعقوبي”
  1. کیدای شی پدی باب نور دوستان هم خپل نظریات وړاندی کړی ، ترڅو د حل یو جامع ځواب پیداکړو. زما په فکر د یو ملی ، سراسری ګوند جوړول چی هغه مذهبی ، قومی اوژبنی رنګ ونه لری او د هغوی سازمانون په هرکلی ، ولسوالی او هر ولایت کی وی په هغو کی طالب ، ملا ، چړی ، قاری ، بزګر، کارګر ، مامور ، افسر او هرڅوک آزادانه شرکت وکړی او د کلی ، ولسوالی او ولایت ستونزی په ګډه سره حل کړی، ډیر ضرور دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *