لیکوال: اعجاز زابلی –
تور پنډ شونډان يې وخوځېدل.
نازو چرته ده؟
خور يې له ډاره له خونې ووته.
بوډۍ مور يې سړي ته سترګې وچې نيولې وې.
چپه پاتي سوه. په خونه کې خاموشي وه. سړي خاموشي ماته کړه، شونډې يې وخوځېدې: « وام نازو چرته ده؟»
سپين سرې بوډۍ زوړ پړونى پر سرسيخ کړ هغه به دباندې وي يابه په لوړه خونه کې وي.
سړى په قهر سو، ويې ويل: « نازو ته وا راسه»
د اوبو منګي ته ناستې نجلۍ د پلار ډډ ږغ واورېد ويې ويل اوس ورته ږغ کوم.
شېبې تېرې سوې نازو رانغله.
تور نارينه په ټيټه خونه کې خيرن بالښت ته څنګ وهلى وو.
په قهر جګ کښېناست له جېبه يې د شنو نسوارو سپين ډبلى راوکيښ خلاص يې کړ، لږ نسوار يې پر ورغوي غونډۍ کړل کرار يې خولې ته واچول.
د ډبلي په رڼه هينداره کې يې خپل تور پلن مخ ته وکتل پنډ لاس يې ورباندې راتېر کړ، جست له ځايه ولاړ سو، د ټيټې خونې ترکوچنۍ دروازې ووتى، په هيبتناکه ږغ يې وويل: « نازو، هيڅ ځواب وا نه ورېدل سو»
د سړي پر مخ د غرمې ګرمۍ خولې راوستلې.
د سراى دوه پليزه لرګينه دروازه خلاصه سوه، په توره چادري کې ځوانه  نجلۍ د سراى منځ ته راغله سړي په حيرانۍ ځوانې نجلۍ ته کتل هغې تورې جامې اغوستې وې. سړى چوپ وو ځوانې نجلۍ دمخ څخه نقاب ليرې کړ سړي وليدله چې هغه نجلۍ نازو ده
.
په حيرت يې وويل: « چرته چرته تللې وې؟»

نازو چوپه پاتې وه، له څه خاموشي ورورسته يې وويل: « ښښ ښوونځۍ ته»

د پنډ سړي مخ تک شين واوښت د نازو لورته ورغى ټينګه چاپلاخه يې ووهله، ترتورو پيچلو ويښتانو يې لاس ورتا و کړ او د کوچنۍ خوني لورته يې کش کړه.

نازو دويښتانو له درده چغې وهلې سړي په ډېر زور هغه تر ويښتانو کشوله.

په دې وخت کې دکوچنې خونې دروازه خلاصه سوه بوډۍ ښځه راووتله، او دسړي دکيڼ لاس لورته يې منډه کړه پر تور لغوړن لاس يې خپل کوچنى زوړ لاس تاو کړ په قهر يې وويل: « څه يې کړي؟ نجلۍ»

سړي خپل لاس نور هم محکم کړ، شونډې يې وخوځېدې: « توبه زما لور هم ښوونځۍ ته ولاړه هلته خو ټولې بې پلاره بې موره ځي توبه، که خلک خبر سوه»

په دې وخت کې د بوډۍ کمزورى لاس پر تور لغوړن لاس برسو تورې ګوتې له اوږدو تورو زلفو خلاصې سوې چې ورسره سم د يوې بې وسې ښځې چغې هم کرارې سوې
.
سړي له قهره خپل تور مخ اسمان ته نيولى وو
.
په قهر يې وويل: « زه دا نجلۍ وژنم»
مور يې وويل: « ولې پر خداى ج پېژندنه يې وژنې ځکه چې دې تعلم کاوه»
 سړي په غصب وويل: « داراسه ليرې کړ»

نازو په ژړغوني ږغ پلارته وويل: « زه دتعلم حق نلرم په ښوونځۍ کې ما خداى ج رسول اسلام وپېژانده ايا دا ښه کار نه دی»
 تور پنډ سړي بوډۍ ښځې ته په قهر وويل: « نور که دا نجلۍ له کوره وتلې وه سر دې درپرې کوم».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *