د يو تن سوداګر او د افغانستان د متحدو قومونو د دفتر له لوري په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې سره د يو اندازه تخنيکي توکيو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې درې ليپټاپ کمپيوټرونه، يو پرېنټر او ځينې نور توکي شامل دي.
دا مرستې د اوښتون کلتوري ټولنې سره د يو تن سوداګر او مدني فعال اجمل خان ځاځي او د افغانستان د متحدو قومونو د دفتر له لوري وشوه، چې د اوښتون کلتوري ټولنې غړي ترې منندوی دي.
د اوښتون کلتوري ټولنې يو تن غړی او مالي مسول سميع الله پيوند وايي، دوی مدني هڅې تر دې مهاله د ورته سوداګرو په مرسته په مخ بيولي دي او په راتلونکې کې هم له نورو سوداګرو د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي.
سميع الله پيوند له اجمل خان ځاځي څخه مننه کوي، چې د دوی له کلتوري ټولنې سره يې مرسته کړې.
نوموړی له نورو سوداګرو هم د ورته چارې غوښتنه کوي او وايي، چې مدني ټولنې تر ډېره خپلې چارې د مرستو او مياشتنيو ګډون ونډو په اساس پوره کوي، نو په کاره ده، چې په افغانستان کې د مدني هڅو د پياوړتيا په برخه کې هلې ځلې وشي.
په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې سره د افغانستان د متحدو قومونو د دفتر له لوري په داسې مهال مرسته کېږي، چې په دې وروستيو کې په ياد ولايت کې مدنې هڅې يو څه ټکنۍ شوې دي.