تاند- د سعودي عربستان یو شمېر متحدانو وروسته له دې چې ریاض له تهران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، د سعودي په ننګه له ایران سره خپلې اړیکې محدودې یا غوڅې کړې.
وروسته له دې چې د شنبې په ورځ په تهران کې مظاهره چیانو د سعودي عربستان له لوري د شیعه ملا شیخ نمر باقر النمر د اعدامېدو په اعتراض کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ، د سعودي عربستان حکومت له ایراني دیپلوماتانو وغوښتل چې په ۴۸ ساعتونو /۲ ورځو/ کې له سعودي عربستانه ووځي.
د سعودې له دې اعلانه وروسته بحرین او سوډان له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې او متحده عربي اماراتو وویل چې له تهران سره خپلې اړیکې د یوه کوچني دیپلوماتیک پلاوي کچې ته راټیټوي.
کویت ویلي چې له ایران سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو په باب د سعودي عربستان د پرېکړې هرکلی کوي او په تهران کې د سعودي پر سفارت حمله په کلکه غندي. دغه هیواد نه دي ویلي چې په خپله له ایران سره په اړیکو کې کوم بدلون راولي او کنه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عدیل الجُبیر د دوشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره به سوداګري اړیکې پای ته ورسوي او هوايي تګ راتګ به بند کړي.
خو ښاغلي الجبیر له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه وویل چې ایراني زیارت کوونکي به اجازه لري چې مقدسو ښارونو مدینې او مکې شریفې ته راشي.
سعودي عربستان له دې درکه ډېر عاید ترلاسه کوي.
سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې د سُنیانو او ایران د شیعه ګانو ملاتړ کوي. دواړه هیوادونه د سوریې او یمن په جګړو کې د شیعه ګانو او سنیانو ملاتړ کوي.
د سعودي عربستان نفوس: ۲۷ ملیونه او ۷ لکه
د ایران نفوس: ۸۱ ملیونه او ۸ لکه
د سعودي عربستان کورنی ناخالص تولید: ۷۴۶ اعشاریه ۲ ملیارد ډالره
د ایران کورنی ناخالص تولید: ۴۱۶ اعشاریه ۵ ملیارد ډالره
ایران ته د سعودي صادرات: د کال ۷۹ اعشاریه ۴ ملیون ډالره
سعودي ته د ایران صادرات: د کال ۱۱۱ ملیون ډالره
د سعودي د فعال پوځ شمېر: ۲۳۳۵۰۰
د ایران د فعال پوځ شمېر: ۵۴۵۰۰۰
د سعودي عربستان دفاعي لګښتونه: ۵۶ ملیارد ډالره
د ایران دفاعي لګښتونه: ۶ ملیارده او ۳۰۰ ملیون ډالره
په همدې حال کې د سعودي عربستان حکومت وايي، ایران به پرېنږدي چې د سعودي په خاوره کې د تروریزم ځاله جوړه کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبُیر وویل، هیواد به یې اجازه ورنه کړي چې د ایران له لوري د سعودي عربستان متحدان له کومې ستونزې سره مخامخ شي.
له بلې خوا د ایران حکومت وايي، نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه باید سعودي عربستان پرې نږدي چې په سیمه کې کړکېچ ته دوام ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی حسین جابري انصاري پرون /دوشنبه/ وویل، هیواد یې د دیپلوماتیکو ځایونو ساتنې ته ژمن دی خو سعودي عربستان په تهران کې پر خپل سفارت د حملې له مسلې سیاسي استفاده کوي.
ایران هم له خانه د تروو مچ جوړ کړی دی او هرچیرته په جګړو کی شریک دی. د سوریی د نفوس 85 سلنه سنیان دی خو ایران د دولس سلنی علی اللهی شیعه لږکی لپاره ټوله سوریه په کنډوالو بدله کړه خپله یی زور ونه رسیده روسیه یی هم پدی مذهبی لانجی کی اخته کړه. د یمن نفوس هم تر 90 سلنی ډیر سنیان دی خو ایران هلته د شیعه حوثی ډلی کودتا حمایت او دادی نژدی یوکال جګړه روانه ده. د ایران د نفوس نژدی نیمایی سنیان دی خو هلته د سنایانو یو جامع جومات چی د جمعی لمونځ په جماعت سره پکی ادا کړی ، اجازه نلری. خو په سعودی عربستان کی د کوم ملا د اعدام لپاره په تهران کی د عربستان سفارت ته اور اچوی .
دافغانستان دولت او خلک باید د دواوړه اسلامی هیوادونو په کړکیچ کی بیطرفه پاته شی او کوشش به وکړی چی د دواړو ورونو هیوادونو ترمنځ اختلافات د خبرو او تفاهم له لاری حل کړی.
اوس به د افغاني شیعه یا نو دریځ معلوم شي
دايران فاسد حکومت زموږ مسافر اومجبور افغانان وژنی اواعداموی داهيڅ کومه خبره نده ،که يو غير ايرانی شعيه اعداميږی نو دوی ځان ته اجازه ورکوی چی دنور په وړاندی هر ډول بی حرمتی وکړی .دسعودی ماجراجوا ووهابی شيخان دخپلو بادارانو په اشاره اومصلحت دداعيش اوطالب تروريستی ډلوته مالی لګښت ورکوی چی زموږ په ګران هيواد افغانستان کی يي سور اور بل کړی، دوی که په رښتيا دمسلمانانو په حال درديږی نو پاکستانی پنجابی او دايران خمينی پرسته دولتونوته دی ووايي چی نور تروريستی صادرات زموږ هيواد افغانستان ته بند کړی ، ايران ، پاکستان اوپه سر کی سعودی زموږ دوطن دورانيدو اصلی عاميلين دی . لعنت دی وی په دی مفسيدونو .