تاند- د فراه ولایتي چارواکي وايي چې په لکونو هګۍ یې، چې له ایران څخه راوړل شوې او په ویروسو ککړې وې، سوځولي دي.
د فراه د ګمرک رييس حاجر خان زهیر نن /یکشنبه/ وویل چې دا هګۍ یوه میاشت پخوا د ایران په پوله کې د فراه په شیخ ابونصرفراهي په ګمرک کې ضبط شوې وې.
د ښاغلي زهیر په وینا ۷ لکه ۲۰ زره هګۍ یې د عامې روغتیا د وزارت په حکم د انفلوینزا د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره وسوځولې.
د فراه د ګمرک رييس وايي چې په دغو هګیو کې د انفلوینزا ویروس د افغانستان د عامې روغتیا او کرنې وزارتونو او د روغتیا د نړیوالې ادارې استازو تشخیص کړل او فیصله یې وکړه چې باید دا هګۍ له منځه یووړل شي.
د فراه د ګمرک رييس وايي چې نور به له ایران څخه د چرګانو د غوښې او هګیو واردېدو ته اجازه ورنه کړي.
تر دې مخکې هم څو ځلي له ایران څخه په وارد شویو خوراکي مواد کې د ویروسو د موجودیت راپورونه ورکړای شوي وو.
د فراه د ګمرک رييس وايي چې له ایران څخه د چرګانو د غوښې او هګیو د واردېدو د مخنیوي پرېکړه د افغانستان د کرنې او روغتیا وزارت او د روغتیا او کرنې نړیوالو موسسو په ګډه کړې ده.
ښاغلی زهیر وايي چې د کرنې نړیوالې موسسې او د روغتیا نړیوالې موسسې دوی ته رسماً لیکلي چې له ایران څخه افغانستان ته صادرېدونکي چرګان او هګۍ د انفلوینزا ویروس لري او افغانستان یې باید مخه ونیسي.
so we don’t know that these are the eggs of Chickens or other things, especially we can see another thing which in broken eggs,