تاند- ګوګل کمپنۍ وايي، له یوې بلې کمپنۍ څخه د سمارت یا ځیرک موبایل ټېلفونونونو د اخیستلو لپاره یې خبرې پیل کړي دي.
ګوګل غواړي چې له ایچ ټي سي سره معامله وکړي او د دې کمپنۍ یوه برخه واخلي.
د ګوګل مرستیال ویلي چې د ایچ ټي سي ډله له ګوګل سره یوځای کېږي څو د دې کمپنۍ پرمختللې ټکنالوژي نوره هم پراخه شي.
مخکې هم ګومان کېده چې ګوګل به د ایچ ټي سي د ځیرک ټېلفونونو د تولید وسایل واخلي څو له اپل سره سیالي وکړي
تراوسه پورې له ایچ ټي سي سره د ګوګل د معاملې د ارزښت په اړه ګوګل پخپله څه نه دي ویل شوي خو رویټرز خبري اژانس وايي چې ګوګل ایچ ټي سي ته یو ملیارد ډالره ورکړي دي.
دا پیسې تر هغه څه ډېرې لږ دي چې پخوا یې اټکل کېده.
په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ ګوګل یو خبر خپور کړ چې اپل موبایل اخلي خو ژر یې دا خبر لېري کړ.