تاند- د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالي کې د طالبانو د پر له پسې حملو له کبله لږترلږه ۱۰۰ افغان سرحدي ځواکونه مجبوره شوي چې د ترکمنستان خاورې ته واوړي.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په دې ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه مرکز حمله وکړه او په هغه کې اکثره سرتېري یې ووژل.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن /شنبه/ د افغان چارواکو په قول ویلي چې مرغاب ولسوالي د طالبانو لاس ته د لوېدو په درشل کې ده.
نیویارک ټایمز وايي چې د بالامرغاب د وضیعت په اړه افغان چارواکي متفاوتې څرګندونې کوي. ځینې وايي چې ترکمنستان ته اوښتي پوځیان به د ترکمنستان له لوري په خوندي ډول افغانستان ته راوګرځول شي، ځینې نور وايي چې ترکمنستان دا ځواکونه مجبوره کړي چې د دغه هیواد له خاورې ووځي او اوس د دوو هیوادونو د پولې ترمنځ په ۵۰۰ متره صفري نقطه کې دي او ځینې دا هم وايي دا سرتېري مجبوره کړای شوي چې بېرته د افغانستان خاورې ته راواوړي او اوس د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
په مرغاب ولسوالي کې د افغان پولیسو قوماندان صالح محمد مبارز وايي چې د افغانستان د سرحدي پولیسو ۱۴۰ سرتېري وروسته له دې ترکمنستان ته واوښتل چې د موریچاق په سیمه کې د هغوی پر اډې د طالبانو حملو دوې ورځې دوام وکړ.
مبارز وايي«وضعیت ډېر خراب دی. ولسوالي د سقوط په درشل کې ده. کافي کومکي ځواک نه دی ورلېږل شوی. باید هوايي ځواک مرسته وکړي او هوايي بریدونه وشي.»
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی قیس منګل تایید کړه چې افغان سرحدي ځواکونه د ترکمنستان خوا ته تللی خو ټینګار یې وکړ چې دا ځواکونه د ترکمنستان خاورې ته نه دي اوښتي بلکې د مخکې تر مخکې ترتیب شوي پلان پر اساس د افغانستان په خاوره کې په یوه بله سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د ملي اردو یوه افسر حبیب الله وايي چې د سرحدي ځواکونو پر دوو اډو له ډېر فشار وروسته ۲۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور د ترکمنستان پولې ته تښتېدلي دي.
ده همداراز وویل«له هغوی سره زموږ ارتباط پرې شوی دی.»
د بادغیس د ولایتي شورا غړی فرید اخیزي وايي، افغان ځواکونو ۱۲ پوستې پرې ایښي، ۵۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي او ۱۰۰ نور ترکمنستان ته اوښتي دي.
ده همداراز وویل چې د ترکمنستان پوځ دا ۱۰۰ تنه افغان سرحدي پولیس مجبوره کړل چې له خاورې څخه یې ووځي او د نن (شنبه) ورځې په پای کې هغوی طالبانو ته تسلیم شول.
ویل کېږي چې د دغو ځواکونو اکثریت افغان سرحدي پولیس ول خو د دفاع وزارت ویندوی ښاغلی منګل وايي چې سیمه ییز ملېشه ځواکونه دي.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې طالبانو د موریچاق سیمه نیولې او تر ۳۰ زیات سرتېري یې ژوندي نیولي دي.
ده همداراز ویلي چې پاتې سرتېرو هڅه وکړه چې ترکمنستان ته واوړي خو ترکمنستان پرې نښودل.