تاند، چهارشنبه، د میزان ۲۴مه: د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، نن چهارشنبه یې د معلوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاو څخه د رای ورکوونکو د معلوماتو لیږد پروسه بشپړه شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند وایي، تر اوسه د ۱ اعشاریه اووه میلیونه وګړو د رایو معلومات بانک ته رسول شوي چې اوس به په دوهم پړاو کې کمیسیون جعلي رایې باطلې کړي.

خو په عین وخت کې د ټاکنو کمیسیون غړي اورنګزیب ویلي چې لږترلږه ۱۶۹ بایومیټریک الې یې ورکې دي.

نوموړی وایي، له دې ۱۶۹ دستګاو سربیره له ځینو الو څخه ۲۳۰۰ نور ډیوایسونه هم د تخنیکي ستونزو له کبله جلا شوي دي چې له ارزونې وروسته به یې په اړه پریکړه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *