اغلې فرشته جلالزۍ

اینې ته ولاړه یم .

سر سور کوم.

د بریالي باجوړي‌ کتاب [د ځوانۍ هوا] په میز راته ايښی دی.

جالب نوم دی.

فکر کوم چې د ځوانۍ هوا  ژوند په دوو برخوو ویشي.

فکر کوم ، موږ تر ځوانئ‌ مخکې او تر ځوانۍ وروسته د ځوانۍ په هوا ژوند کوو.

فکر کوم ، ښايي  ځواني‌ د دې دواړو هواوو  ترمنځ  ورک وخت دی.

مثلا ، زه چې ماشومه وم، پټ – پټ به مې د خپلې مور جامې اغوستې.

زه چې لږ ستره شوم ، پټ – پټ به مې کور ته د راغلو میلمنو ښځو د جګو پوندو بوټونه په پښو کول.

2زه چې لږ نوره ستره شوم ، د ګاونډۍ نجلۍ د ارایش سامونونه به مې غلا کول.

مثلا ، اینې ته به د ګوتو په څوکو دریدم.

په دروازه پورې به ټالیدم .

کالی چې به را باندې لنډ شو،  په زړه کې به مې هوا وچلیده .

سترګې به مې یخې شوې.

خوند به یې را کړ.

نیا به مې ترټلم.

د ځوانۍ لپاره زما بیړه یې نه خوښيده .

کله کله به یې نرۍ بدله را واخیسته :

(اسمان ته لار د ختو نسته – لیلا مجلون په عاشقی ختلي وونه)

هغې به هم سر  سور کاوو.

وښي‌ به یې تل په لاس وو.

ګوتمۍ به یې تل په ګوتو وې.

کړکینې جامې یې نه کولې.

د ځوانئ کیسې به یې کولې.

چلم به یې کش کړ، کوړی – کوړی تاو به یې له خولې را ویوست .

هر څه چې وي.

نیا مې دې خداې وبښي.

اینې ته ګورم .

ویښتان مې سپین شوي دي.

د  باجوړي‌ د کتاب په فکر کې مې ګوتې  په رنګ ولړلې.

ځم لاسونه مینځم.

One thought on “له بریالي باجوړي مننه! / فرشته جلالزۍ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *