تاند- له بریتانیا څخه د یوه افغان پناه غوښتونکي په زوره ایستلو لاندینۍ ویدیو د لوېدیځو هیوادونو د وګړو، په تېره بیا د بریتانیایانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

دا ویدیو د اعتزاز علي په نوم یوه کس اخیستې.  اعتزاز علي له دغه افغان سره، چې په زوره ایستل کېږي، د تورکش ایرلاین (د ترکیې هوايي شرکت) په الوتکه کې سپور دی.

افغان وايي چې په زوره افغانستان ته استول کېږي، دی د الوتکې له سپرلیو غواړي چې ویدیو یې واخلي او رسنیو ته یې واستوي. اعتزار علي تر نورو مخکې دا کار کوي.

دې ویدیو د خلکو غوسه په دې پارولې چې د بریتانیا د مهاجرت د ادارې یو غړی دغه افغان په څپېړه وهي.

د الوتکې یو شمېر سپرلیو په دې کار اعتراض وکړ. هغوی وايي د مهاجرت د ادارې غړي ته وايي «ولې دې دا سړی وواهه؟، ته حق نه لرې چې یو چا ته سپکاوی واړوې.»

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت حاضر نه شو چې په دې اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *