تاند- د پنجاب د پولیسو او د پاکستان د امنیتي ادارو له مخنیوونکو اقداماتو سره سره لسګونو زرو خلکو د پنجاب په مرکز لاهور ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې ګډون وکړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نن /یکشنبه/ دې سترې غونډې ته په وینا کې د لسګونو زره بې درکه کړای شویو پښتنو د برخلیک د معلومېدو، د غیرقانوني وژنو او د پاکستان د پوځ د نورو بشري ضد اقداماتو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
«نه یوازې یې زموږ خلک جبري بې درکه کړي، بلکې زموږ د کورونو لوښي او نور سامانونه یې هم لوټلي دي، د دوی مقصد یواځې پیسې ګټل دي چې تر ریټارمنټ وروسته په نورو هېوادونو کې بنګلې په واخلي، خو موږ به دا تحریک تر هغه وخته چلوو چې په دوی د نورو هېوادونو ښهریتونه (تابعیتونه) کېنسل کړو او دلته یې عدالتونو ته راولو»
ښاغلي پښتین زیاته کړه«د پاکستان اساسي قانون وايي، که هر چا جرم کړی وي، باید ونیول شي او په ۲۴ ساعتونو کې محکمې ته راکاږل شي. خو په زرګونو پښتانه بې محاکمې وژل شوي دي.»
د لاهور غونډه له دې سره سره جوړه شوه چې د پنجاب پولیسو او حکومت په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې د مخنیوي لپاره پر غونډو او مظاهرو بندیز اعلان کړی و.
تېره شپه د پنجاب پولیسو د دغه غورځنګ یو شمېر مشران او غړي ونیول خو په ټولنیزو رسنیو کې د دې موضوع له مطرح کېدو او په پېښور او څو نورو ځایونو کې د احتجاجي مظاهرو له کېدو وروسته پولیس مجبوره شول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران بېرته خوشي کړي.
د لاهور پولیسو ویلي و چې د امنیتي خطر له کبله د پښتون ژغورنې غورڅنګ پر غونډې بندیز لګوي.

د پاکستان تلویزیونونو او نورو رسنیو بیا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې سترې غونډې خبر منعکس نه کړ.
د پوځ او استخباراتو په امر د پاکستان له انلاین رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ پخواني خبرونه او تبصرې پاکې شوي دي.
ښاغلي پښتین هم په نننۍ غونډه کې دې مسلې ته اشاره وکړه، او پوښتنه یې وکړه چې دوی هیڅ غیرقانوني کار نه دی کړی نو بیا ولې د دوی د غونډو پر خپرېدو بندیز لګول شوی او حتي د دوی په اړه پخواني خبرونه هم منع شوي دي.
—