تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټېلفون له لارې د ترکیې ولسمشر ته د اختر مبارکي وویله او د امریکا د پخواني ولسمشر د روغتیا حال یې وپوښت.

له ارګ څخه د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې حامد کرزي پرون د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته، چې تازه یې د زړه جراحي عملیات کړي دي، د روغتیا او سلامتۍ هیله وکړه.

له خبرپاڼې سره سم ښاغلي کرزي له بوش سره په خبرو کې په دې خوښي ښکاره کړه چې د زړه عملیات یې بریالي تېر شوي او بېرته د روغ صحت خاوند شوی دی.

جورج ډبلیو بوش له ولسمشر کرزي څخه په دې مننه وکړه چې د ده احوال پوښتي.

په دالاس ښار کې ډاکتران د یکشنبې په ورځ د بوش د معاینې په مهال پوی شول چې د نوموړي د زړه یو رګ بند دی نو یې سمدستي عملیات کړ او د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ یې له روغتونه رخصت کړ.

د افغانستان ولسمشر نن د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل ته ټېلفون وکړ او د کوچني اختر مبارکي یې ورته وویله.

دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې پر تاریخي اړیکو او د هغو پر اهمیت هم خبرې وکړې.

ترکیه د اعلحضرت امان الله خان د واکمنۍ له وخته له افغانستان سره نژدې او دوستانه اړیکې لري. دې هیواد په وروستیو دوولسو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه او د افغان ځواکونو په روزنه کې مهم رول لوبولی دی.

د ترکیې ولسمشر له حامد کرزي سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان ولسمشر او افغان ملت ته د ځان او د ترک ملت له لوري مبارکي وویله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *