کله چې حامد کرزی ووايي، ((بګرام د طالب جوړونې فابریکه ده)) د ملک د رییس جمهور په حیث دا د ملي ټیکاو مسوولانه دفاع تعبیرېدای شي، خو چې کله د جنګ له لومړۍ ليکې راوستل شوی زنداني  د حاکم د بښنې په ترڅ کې بیا د جنګ ليکې ته ستون شي او ماشینګڼه یې حرفه ګرځېدلې وي، دا نو له حقيقتونو سره تر غرضي چلند ورهاخوا بله مانا نشي لرلای.

ملا محمد رسول د تېر کال په نومبر کې له باګرام زندان څخه د جامو له یو کوچني ‌پنډوکي سره کابل څېرمه خپلې ولسوالۍ ته ستون شو، نوموړی د کرزي له ځانګړې پاملرنې د برخمنو ازادو شوو له ډلې یو دی . د طالبانو کاروان  د ملا رسول استقبال ته یوولس کیلومتره مخې ته راغلی و او په کلي کې د رسام مرميو بدرګې د ملا رسول د کلي فضا په سر اخستې وه.

اوس ملا رسول د یوولس کسیزې جنګي ډلې مشري کوي، داسې ایسي، ‌چې په خپل چاپیریال کې یې ترفیع کړې وي، هغه د ملي اردو  سرتېري، محلي پوليس او دولتي کارکوونکي نیسي، ځوروي او حتی څو کسان یې وژلي هم دي. تر ټولو تېره دا چې رسول د هغه انجنیر په وژنه هم تورن دی، چې په شاجوی کې یې د محلي سړک په یوه پروژه کار کاوه او د سېبکې په ډاګ کې غرغره شو. د ملا جنګیالیو تېره اونۍ د خپلې ولسوالۍ په مقام هم وسله وال برید کړی و، چې مرګ ژوبله یې نلرله.

بګرام زندان ته د راوستل شوو او خوشي شوو بندیانو تګلاره له سره روښانه نه وه، په تېرو لسو کلونو کې ګڼ بندیان په مرموز ډول پرېښودل شوي دي. له دغو بندیانو یو یې مولوي فضل الله دی چې  په دوه زره لسم کې خوشي شو او اوس د چترال او بدخشان ترمنځ د اورپکو د جنګ لیکې رهبري کوي. په وروستي یو کال کې د ولسمشر کرزي په غوښتنه هم زیات افغان بندیان له بګرام څخه خوشي شوي دی،  سره له دې چې یو تعداد به بې ګناه وي، خو زیاتره یې په اصلي مانا طالبان دي، چې په خپلو کورونو  او یا سنګرونو کې نیول شوي دي. د زندانونو د صلاحیت انتقال په وړم کال ناندریو کې عام خلک د کرزي د دريځ پلویان و، چې ګویا امریکایان د هېڅ یوه افغان بندي د ساتنې حق نلري، خو د ملاتړ مفهوم هېڅکله دا نه و، چې مشکوک جنګیالي دې له بګرام څخه خپلو کورونو ته ستانه شي او یا دې د جنګ ليکې غښتلې کړي. دا پوښتنه لا هم پرځای ده، چې د بګرام او پلچرخي زندانونو ترمنځ ولې د قضايي مقدمو سلسله نشته؟

د بګرام زندان د ځانګړې کمېټې غړو د ولسمشر کرزي په احساساتو  نوره هم ناسمه زیاتونه وکړه، دوی په یو طرفه ډول ټول هغه زندانیان تشريح کړې دي، چې واقعاً امریکایانو په غلطو معلوماتو له کروندو او له خوب خونو راوستي دي، څارونکو دا کار مسوولیت ته د ايماني تعهد په نسبت، ډېر له دې نیته کړی چې د ولسمشر د مينې او اعتماد توجه په ځانونو ورماته کړي، اما دوسیې تر هغه ډېرې مسولانه څارنې، څېړنې او چلند ته اړتیا لري، چې د ولسمشر مزاج ورسره سرخوري. په بګرام کې د بندیانو ملامت او سلامت په تیاره خونو  او د افغان او امریکايي چارواکو په ناندریو کې نشي موندل کېدای، دا بېلګې په هغو کلیو کې د مطالعې وړ دي، چې له باګرامه ورستانه شوي زندانیان یې د چریکي بریدونو رهبري کوي او دا سیمې به پسرلۍ تر ټولو خطرناکې سیمې وي.

بحث په دې ندی، چې امریکایان په باګرام یا بل شخصي زندان کې د افغان بندیانو د ساتنې حق نلري، دا لانجه قانون حل کړې ده، اعتراض دادی، چې د بګرام او جنګ لیکو ترمنځ کرښه د ولسمشر کرزي د عقديي چلند پر بنیاد تقویه کېږي. د حامد کرزي تصور دادی، چې د جرات په دې عمل سره یې خپل حریف لوری ( امریکایان) مغلوب کړي دي، ځکه نو تور او سپین نه ګوري د زندان قلفونو ماتول یې هدف ګرځولی، خو اصول دادي چې د بندیانو په دوسیو د دقیقې څارنې ترمهاله هغوی باید افغان زندانونو ته انتقال شي او ورسره د بندیانو په تشخیص کې هم  د پوره دقت اړتیا ده.

له کله چې د امریکایانو په اعمالو د افغان حکومت اعتراضونه زیات شوي، په ډېرو مواردو کې د طالبانو او ولسمشر موضع په نتایجو کې خاص توپیر نلري. ځینې منتقدین د طالب جنګیالیو له خلاصون سره د افغان سرتېرو قربانۍ ته اشاره کوي. دوی پوښتنه کوي، چې د طالبانو په لاس د خپلو وژل شوو افسرانو له ارواوو او ارمانونو سره د ملک د لومړي او مسوول شخص په توګه د حامد کرزي چلند څومره وجداني دی؟

 له امریکا سره د بګرام بندیانو د برخلیک روښانولو هممهاله باید د طالبانو په ورورۍ کې احتياط وشي، دا کار له ولسمشر کرزي یوه روغه تګلاره او ملي دید غواړي. د افغانستان په ملي سیاست کې تر ټولو کمزوری ټکی په جدي تصامیمو  د عواطفو غلبه ده، ولسمشر کرزی یو ارامه، خیر خوا، سپین زړی او مهربانه سړی دی، خو د پاچاهۍ دریشي داسې نده، چې په اغوستو یې پاچا د یو ملک، درېیم ګړي، سره صلیب  او یا جرګه مار غوندې منځګړی رول غوره کړي. ولسمشر طرف دی او ولسمشر د افغان امنيتي ځواک د اعلی سرقوماندان په حیث د ټولو هغو افسرانو، سرتېرو او پولیسو د آرمانونو پوروړی دی، چې له ده سره یې د ملک د ساتنې په پار تر اخري سلګۍ منډه ووهله او طالب په هرصورت خپل بالفعل دښمن ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *