تاند- په بګرام کې د بندیانو پر دوسیو غور کولو ته ګومارل شوې کمېټې ۶۵۰ بندیان په دې خاطر خوشي کړل چې په تروریستي فعالیتونو کې د هغوی د لاس لرلو لپاره کافي اسناد او شواهد نه ول.
د دې کمېټې غړي وايي چې دا کسان په تېرو کلونو کې د امریکايی پوځیانو له لوري له خپلو کورونو، کلیو او یا د کار له ځایونو د طالبانو په شک نیول شوي او بې محاکمې په بګرام کې بندیان ول.
د کمېټې غړي عبدالشکور دادرس وویل، دا کسان بې استنادو او بې له کره شواهدو په دې علت په بند کې سانل شوي ول چې د امریکايي پوځیانو په نظر امنیت ته خطرناک ګڼل کېدل. د دادرس په وینا دغو کسانو څو کاله په بندیخانه تېرکړي دي.
ده ونه ویل چې اوس په بګرام کې، چې واک یې تېر کال د افغانستان حکومت ته وسپارل شو، څومره نور افغان بندیان ساتل کېږي.
د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې امریکايی پوځیانو د بګرام محبس کنټرول د افغانستان حکومت ته وسپاره. امریکایانو د دغه محبس د سپارلو په وړاندې زیات مقاومت وکړ، څو واري یې د هغه د سپارلو کار وځنډاوه، ویل یې چې محبس د دې لپاره نه سپاري چې د افغانستان حکومت به طالب بندیان خوشي کړي.
تېر کال په دغه محبس کې ۳ زره ۸۵ تنه بندیان ول. د هغوی په منځ کې شپږ سوه تنه د امریکایانو له لوري خطرناک بلل شوي ول.
امریکایان وايي چې له بګرامه خوشي کېدونکي بندیان به بیا له طالبانو سره یوځای شي خو د افغانستان حکومت وايي چې دا کسان له سره طالبان نه دي.
په همدې حال کې د خوشي شویو بندیانو خپلوانو د افغانستان د حکومت په اقدام خوښي ښکاره کړه او هیله هیله ښکاره کړه چې نور بېګناه بندیان به هم خوشي شي.
ډيرښه ډيرښه الله دی نورهم دخوشحالی په ټول امت مسلمه باندی راولی الله دی ټول اسيران راخلاص کړي الله جل جلاله دی کفاراودکفارومعاوينين اوددۍ طرفداران ملګری په خپل سخت عذاب کی ګرفتاره کړی الله دی ټول مسلمانان ورڅخه په امن کړي آمين