سرچینه: مارننګ سټار –
ژباړه: شریف افغانمل –
څلور ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې امریکا په پټه له بګرام زندانه لس پاکستاني جنګیالي خوشي کړي دي، دغه کسان له طالبانو سره د اړیکو په تور بندیان ول او ډېری کسانو ان لس کاله بند تېر کړی و.
تر دې وړاندې د بګرام زندانیانو د دوسیو په اړه د افغان حکومت یوه کمېسیون خپله پرېکړه اعلان کړه او په اساس یې لسګونه بندیان بېګناه ثابت شول او خوشي شول.
دې معاملې ته ډېر له سیاسي دیده کتل کېږي، خو په ښکاره د شنونکو تحلیل ورته همدا دی چې افغان حکومت دا کار د امریکا د هغو فشارونو په نتیجه کې د یو جدي غبرګون په توګه وکړ، چې د امنیتي تړون په تړاو په افغان حکومت او په ځانګړي ډول په ولسمشر کرزي وارد شول.
خو له هغو لسګونو بندیانو سره د امریکا له لوري د خوشي شویو لسو بندیانو توپیر ځینې افغان چارواکي د یو دلیل په توګه یادوي او په امریکا تور لګوي چې لاسي جګړې ته لمن وهي.
د دغو لسو بندیانو نه دوسیې څېړل شوې او نه یې په خوشي کولو افغان لوری خبر شوی دی، خو اوس مهمه خبره داده چې د دغو لسو پاکستاني جنګالیو د خوشي کېدو راز څنګه رسوا شو او پدغو کسانو کې څوک دي چې د نړیوالو چیغې یې راپورته کړې دي؟
وروسته له هغه چې برتانوي ځواکونو د یونس رحمت الله په نوم د هغه پاکستاني جنګیالي په اړه معلومات خپاره کړل چې مخامخ په عراق کې نیول شوی و، او بیا له امریکا سره د جوجاړي په اساس افغانستان ته انتقال شو او په بګرام زندان کې بندي شو، نو په خوشي کېدو کې یې باید برېتانیا خبره شوې وای.
خو د برېتانیا له خوښې او د افغان حکومت له خبرولو پرته د دغو جنیګالیو خوشي کېدو عواقب څه کېدای شي؟ او پدغو خوشي شویو کسانو کې رشتیا هم داسې کسان شته چې د افغان امنیت لپاره خطرناک نه دي؟
د برتانوي سرچینو د معلوماتو په اساس، یونس رحمت الله په عراق کې د برتانوي عسکرو له لوري مخامخ په جګړه کې ونیول شو او د تحقیقاتو لپاره یوې پوځي محکمې ته حاضر شو، محکمې نوموړی پړ وپېژنده او وروسته له امریکا سره د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په اساس افغانستان ته ولېږدول شو او په بګرام بند خونه کې بندي شو.
د یونس رحمت الله په نوم دغه پاکستانی طالب په عراق کې هم د امریکایي او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه کې د خورا خطرناک جنګیالي لقب ګټلی و او اوس د یوې نوې لوبې لپاره بیا په پټه د هغه خوشي کولو پوښتنې راپورته کړې دي.
برتانوي سرچینو مارنګ سټار سایټ سره په خبرو کې ویلي چې؛ د یونس رحمت الله په اړه پوره معلومات لري او له دوی سره د هغه په اړه د عراق د وخت شته اسناد ښیي چې نوموړی خطرناک جنګیالی دی او خوشي کېدل یې حالات خرابولی شي.
نوموړي چې په بګرام کې لس کاله تېر کړي، خوشي کېدل یې د طالبانو په لیکو کې د هغه محبوبیت، ځکه زیاتولی شي، چې هغوی دغه شان کسانو ته د تبرک په سترګه ګوري او په افغان جګړه کې د عراق جنګي تجربې هم ازمویلی شي.
نوموړی په بګرام کې لس کاله پداسې حال کې ساتل شوی چې نه یې دوسیه څېړل شوې او نه یې په اړه زیات معلومات اوس خپرېږي، خو د برتانوي سرچینو معلومات ښیي، چې نوموړی په ۲۰۰۴ ز کال کې په عراق کې ونیول شو او د برتانوي عسکرو له د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په اساس امریکا ته وسپارل شو او افغانستان ته انتقال شو، چې په بګرام زندان کې بندي شو او څو ورځې وړاندې په پټه خوشي شوی دی.
خو په بند خونه کې د دوسیې له څېړلو پرته د هغه د قانوني او غیر قانوني ساتنې په اړه رامخته کېدونکې پوښتنې لا تراوسه هم بې ځوابه پاتې دي چې د ډېرو نورو کسانو په اړه دغه شان حالت ددې لامل شو چې افغان حکومت د بندیانو د خوشي کېدو لپاره یو دلیل وباله او د یو کمېسیون تر پرېکړې وروسته یې خوشي کړل.
په ۲۰۱۲ ز کال کې په لندن کې یوې محکمې د انګلستان د جزایي قانون د ۴۹ مادې په اساس افغانستان ته د هغه (یونس رحمت الله) انتقال غیر قانوني یاد کړی او له امریکا څخه یې د هغه د بېرته سپارلو غوښتنه کړې وه، خو امریکا حاضر نشو، څو دغه خطرناک جنګیالی برېتانیې ته وسپاري.
اوس تر لسو کلونو وروسته بې محکمې د هغه خوشي کېدو برېتانویان غوسه کړي دي او له امریکا په دغه شان پرېکړو کې د احتیاط غوښتنه کوي.
که څه هم د یونس رحمت الله د نورو ملګرو په اړه معلومات ندي خپاره شوي، خو برتانوۍ رسنۍ ادعا کوي چې د هغه نور ملګري هم لکه د یونس رحمت الله په شان خطرناک جنګیالي دي او په اوسني حساس وخت کې د امریکا دا شان پرېکړه خطرناکې پایلې لرلی شي.
افغان ولسمشر کرزي هم د هغو پوښتنو او انتقادونو په ځواب کې چې ولې له بګرام زندان څخه بندیان خوشي کېږي، وویل: ((بګرام د طالب جوړونې فابریکه ده!)) او په همدې اساس ده چې افغان حکومت د دغه بند د ورسپارلو او ترې د بندیانو د خوشي کېدو غور وکړ.
وړاندې یو شمېر افغان رسنیو هم ورته راپورونه خپاره کړي، چې له بګرام زندانه خوشي شوي یو شمېر جنګیالي بېرته له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې بیا نیول شوي دي او په حکومت یې د هغوی په خوشي کېدو انتقادونه کړي.