په حديث شريف کې راځي: (د دوزخ له اور څخه ځان وساتئ، ولو که په يوې خرما هم وي.) د حديث شريف تشرېح داسې ده چې تاسو صدقې او خيراتونه ورکړئ او په مقابل کې یې ځان د دوزخ له اوره وساتئ. اګر که ستاسو خيراتونه او صدقې د يوې خرما په اندازه وي. په دين کې دا مهمه نه ده چې موږ دې ډېر شي ورکړو، که لږ؛ خو مهمه دا ده چې ښه شي خيرات کړو او په اخلاص او صاف نيت سره يې ورکړو.

 په دين کې د خيرات او صدقې فلسفه همدا ده چې په ټولنه کې وږي او ضعيف خلک ماړه شي. الله ته هيڅ سخته نه ده؛ هغه کولی شي په خپله خپل هر بنده ته ښه ډېره دنيا ورکړي؛ خو دا هم د الله يوه ازموينه ده چې مالدار په مال او غريب په صبر ازمايي. کله چې د اسلام مبارک دين راغی دصدقې او خيرات ورکړې په پايله کې داسې وخت هم  په عربو راغی چې په هغو فقيرو او وږو عربانو او په اسلامي خلافت کې څوک نه پيدا کېده چې زکات يا خيرات ورته ورکړي ځکه ټول ماړه شوي وو.

  صدقه ورکول، خپله نه خوړل او بل ته ورکول، دا ډېر سخت کار دی. نفس ډېر ظالم او غوښتونکی دی. خو په نفس پښه ايښودل او هغه په خپل واک کې راوستل د لويو خلکو ځانګړنه ده. که دې خپله وخوړله؛ نو دوه دقيقې د خولې خوند دی او بس! خو که بل ته دې ورکړه، ته هم خوشاله، بل هم خوشاله، خدای هم خوشاله او د دوزخ له اوره دې هم ځان وساته.

          څومره اجر او ثواب چې په دې مياشت کې صدقه لري هيڅ شی ورسره برابري نه شي کولی. که يو غړپ اوبه په اخلاص او صداقت سره يو روژه دار ته ورکړې د هغه د ټولې روژې اجر په کچه ستا هم ثواب وشو؛ پرته له دې چې د هغه له اجر او ثواب څخه څه شی کم شي. جنت ته د داخېليدو څومره اسانه او ارزانه لار!!! خو که څوک يواځې له دوزخ څخه د خلاصون اراده ولري.

     زه چې کله له خپلې دندې د کور پر لور ځم؛ په ښار کې له ځان سره د اړتيا وړ توکي هم اخلم. څو شيبې د خدای د دې وېړ مخلوق نظاره او ننداره هم کوم. داسې خلک وينم چې د خپلو موټرو ډالې له هر ډول موادو ډکې کورته وړي. داسې شيان هم اخلي چې هيڅ يې ورته اړتيا نه پيدا کېږي، هسې د احتياط لپاره يې بار کړي وي. د چا په لاسونو کې دومره پلاستيکي کڅوړې وي چې بېګا ته يې په روژه ماتې کې په دسترخوان د خوراکي توکو د ايښودو ځای نه وي.

   خو داسې خلک هم شته چې ټوله ورځ په ښار کې کراچۍ چلوي. ټوله ورځ پنډي‌توب کوي. يا به يې د سړک پر سر د دوه درې سوه افغانيو په اندازه خوراکي توکي د پلور لپاره ايښي وي او سره لمر ته به ورته له سهاره تر ماښامه ولاړ وي. د دوی د ټولې ورځې ګټه به سل يا دوه سوه افغانۍ وي. په کور کې به ورته يو درجن فاميل ورله غاړې وي. د ده د يوې ورځې ګټه به يې د ماشومانو وچه ډوډۍ نه کېږي.

    هغه چې بچو ته وچه ډوډۍ نه شي رسولی، هغوی هم انسانان دي. هغوی هم زړه لري. د هغوی هم هر شي ته زړه کېږي. کله چې دوی سهار له کوره راوځي؛ دوی ته يې هم ماشومان هر ډول فرمايشات ورکوي؛ خو دوی هره شپه خپل ماشومان په دروغو، دوکو او د سبا په تمه ويده کوي. څه به وشي که زموږ د ټولنې مالداره قشر د خپلو غريبو او فقيرو ورونو لاسنيوی وکړي؟

    هغه بله ورځ راسره همداسې يو څوک (!) مخ شو. کيسه يې راته وکړه. وايي (د شهدای معلولينو په رياست کې راته والي صيب په خپلو لاسونو (وريجې، اوړه، غوړي، بوره، لوبيا، لباسونه…) راکړل. دومره خوشاله و چې هيڅ د خوشالۍ اندازه يې نه وه. وايي موږ ټول دعاوې ورته کوو.

      پوښتنه مې وکړه چې دا مرستې څوک کوي او څنګه کېږي؟ (!) راته وويل: ( له کله نه چې لغمان ته نعيمي صيب راغلی سختې هلې ځلې يې شروع کړي چې د مختلفو خيريه موسسو پام لغمان ته راواړوي.) په دې برخه کې يې له ډېرو داسې بېوزله کورنيو سره مرستې کړي چې تر ننه پورې يې تعداد شاوخوا پنځلسو زرو کورنيو ته رسيږي.

  په خبرونو کې يې هم اورم چې نن له دومره کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. خو ماته به دا خبر هسې ښکارېده نو ما ويل خو يوه ورځ  به چا مرسته کړې وي. خو زمان ګومان بيا اپوټه وخوت. د (!) پر وينا چې هره اونۍ دلته له بې وزلو سره مرسته کېږي او والي صيب په خپله دا پروسه څاري او ګډون په کې کوي.

 همدغه میاشت د مسلمانانو د خوارۍ او غريبۍ مياشت ده چې خپل ځان ته په کې د اخرت لپاره لويه زېرمه کښېږدي. هغه څوک چې مالداره وي له هغو مو غوښتنه ده چې د خپلو بې‌وزلو مسلمانانو ورونو له حاله خبر شي. د هغوی مرستې ته دې راودانګي او له خپل محترم والي صيب او مسولو چارواکو مو هيله همدا ده چې دغه پروسه همداسې جاري او شفافه وساتي چې زموږ د بې‌وزلو ورونو يو څه ستونزې ورسره راکمې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *