شریف لیلوال
ترهګر په افغانستان کې د عامو خلکو د عام وژنې په لړ کې روانه اوونۍ د سلګونو ماشومانو او تنکیو ځوانانو په وژلو او ټپي کولو بریالي شول. دا معصوم ماشومان يي په داسې حال کې په شهادت ورسول چې د یوې روښانه راتلونکې په نیت په یوه روزنیز مرکز کې را غونډ شوي وو. دې او دې ته ورته بریدونه چې ترسره کوي له خلکو سره پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ولې عام او بې دفاع خلک په نښه کیږي. ښايي د دې پوښتنې ځواب ګران وي خو ټولییز نظر دا دی چې د ترهګرۍ وجودي فلسفه په نړۍ کې د ترهې خپرول، د انسانیت، تمدن او مدنیت سره دښمني ده. کله چې په نړۍ کې د ترهګرو د فعالیت تاریخچې ته سر وښکاره کړو نو دا جوتیږي چې دغې ډلې تل بې ګناه خلک په نښه کړي او د عام وژنې مسبب دي، دا هغه څه دي چې دیني لارښوونې يي هم په شدت مخالفت کوي.
خو په خواشینۍ سره ترهګري په افغانستان کې خورا غښتلي ریښي لري چې هرکله يي په بېلابېلو نومونو سر را اوچت کړی او ولس يي په وینو کې ډوب کړی دی. یوازې په دا تېره میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانمرګو، چاودنو او وسله والو بریدونو په پایله کې کې زرګونه کسان مړه او یا ټپيان شوي دي. په دې بریدونو کې خلک نه په خپلو کونور کې په امن کې پاتې شوي او نه هم د خدای په خونه ( جومات ) کې. خو تر ټولو د سپین سترګۍ اوج يي په دې کې دی چې د پېښو مسولیت په خپلو کې ویشي. حال دا چې ټول د یوه د واحد هدف لپاره مامور دي.
په تېرو لنډو ورځو کې وسله والو طالبانو پر غزني ښار برید وکړ چې له امله يي، د خلکو عامه شتمنۍ لوټ شوې، یوه برخه يي په اورونو کې وسوځېدې او طالبانو په پوره ویاړ د برید مسوولیت ومانه او د دې ټول ناورین پړه يي پر دولت واچوله چې ګواکې په غزني ښار کې دا وضعیت حکومتي پلوه ځواکونو رامنځ ته کړی. طالبانو له دې ادعا مخکې دا فکر نه وو کړی چې برید د دوی جنګیالیو پيل کړی، نو د برید اصلي لاملین دوی دي.
تر دې ورهاخوا دولتي ودانۍ د ولس مربوط کیږي، په ښوونځیو او روزنیزو ځایونو کې ستاسو اولادونه او خپلوان هم لیک او لوست کولای شي.
پایله
په پایله کې ویلای شو چې موږ ته ترهګر، ترهګر دی، هغه تر نوم او عنوان او بیرغ لاندې چې وي. ځکه ټولې ترهګریزې ډلې په بېلابېلو نومونو د عام ولس د وژنې لپاره مامورې شوې، له وژنو او ورانیو بل څه نه کوي. د ډېر خواشینۍ ځای دا دی چې همدا ترهګرې ډلې زموږ په واسطه موږ وژني او د مقابلې لپاره يي هېڅ اقدام هم نه دی شوی. ولس باید نور را ویښ شي له دې ښکېلاک څخه د خلاصونو لپاره لاسونه سره ورکړي.