لومړی د خولې د ماتېدو امان غواړم او بيا دا وضاحت کوم چې زه دلته د يوه انسان په توګه خبرې کوم، نه د ښځو د حقونو د مدافعې په ټوګه.

تاند وېب پاڼې د (فرخندې د شهادت په څلوېښتۍ کې د بيا د کابل د ډمو بازار ګرم شو( په سرليک د ښاغلي عبدالرحمان نظري په نامه د يو چا ليکنه خپره کړې ده.

ښاغلي لیکوال په لیکنه کې داسې ژبه کارولې چې ښایي د ده په وینا ډمانو او لوچکانو به هم کله داسې ژبه نه وي کارولې. دی د لیکنې په یوه برخه کې لیکي:

((پرون چې د فرخندې شهیدې د شهادت څلویښتمه ورځ وه نو یو څو فاحشو، بد کارو، جسم، کلتور او اسلام پلورونکو لنډه غرو د احتجاج په ډول د فرخندې شهادت د سلګونو خلکو په وړاندې تمثیل کړ. نجلۍ په لوڅ سر، شکیدلي ګریوان، زړه راښکونکو جامو سره د لنډه غرو هلکانو مخې ته پرته وه، چا ور باندې تیږې غورځولې، چا پرې تیل پاشل او چا ورته د اور اچولو تمثیل کولو.

وه د خدای لپاره! ولې مونږ دې حالت ته ورسیدلو؟ ولې ورځ تر بلې خپل هویت ختموو او ځان نړۍ تر لویدیځوالو زیات دیموکرات او سیکولر ورپیژنو؟ څه شول هغه خلک چې د جهاد رهبري به یې کوله چې نن د دې فحشا او بې حیايۍ مخه ونیسي؟

 چا اوسپنیز کوناټي او سینې واچولې او په ښار کې پرته د کومې ویرې وګرځیدل، چا پرتوګ وویستلو او په یو کمیس کې یې د کابل سیټي سنټر چکرې ووهلې، او اوس دا دی د مسجد او د صحابه کرامو د مزار په حریم کې خلک فحشا ته بلل کیږي خو مونږ ټول غلي ناست یو.))

په ليکنه کې د دغسې الفاظو کارول د ليکوال خپلې خبرې دي. ژبه چې له ماشومتوبه په څنګه خبرو روږدې شي، بيا يې ورڅخه اړول سخت وي، خو په لنډه توګه يې د ليکنې په اړه لاندې ټکيو ته اشاره کوو.

لومړی خو یې د هېواد ممثیلینو ته د ډمانو خطاب کړی او د کوم څه لپاره چې غږ پورته کړی تر هغه ناوړه کړنه یې کړې چې د لیکنې لپاره یې دا ژبه کاورلې.

دویم، لیکوال په رڼه حقیقت سترګې پټې کړې. په دې تمثیل کې هر څه رښتيا وو، آن تر دې بد سلوک له فرخندې سره وشو.

 درېیم، لیکوال په هغو خلکو چې د مظاهرې لپاره راغلي وو، د ډمانو او لوچکو نوم ایښی چې دا په خپله اعتراض نه، بلکې د کابل د شریفو خلکو په حیثیت تعرض دی.

څلورم، خلک یې تحریک کړي چې په راتلونکي کې له داسې تمثیلونو سره بیا د فرخندې په شان سلوک وکړي او جهادي مشران یې جهاد ته رابللي.

پنځم، لیکوال د فرخندې پېښه د هېواد له جګړې سره تړلې ده او ویلي يې دي چې ولې مدني ټولنې د جګړې د ډګر د شیهدانو پېښې نه تمثولوي او په دې سربېره یې هڅه کړې چې دا پېښه بې ارزښته وښيي.

 شپږم، لیکوال د اسلام د مدافع په توګه ډېر ښه روایتونه کړي، خو په دوو ټکيو کې یې هم دا پېښه نه ده غندلې چې ایا اسلام کې د ښځې لپاره داسې جزا شته او يا، ايا له فرخندې سره شوی وحشت اسلامي سزا وه؟

اووم، لیکوال په تمثیل کې شکېدلی ګرېوان یاد کړی چې دا مبالغه ده او په دې توګه غواړي د ښځو بده څېره ښکاره کړي، خو د هغې ممثيلې ګرېوان پټ دی.

اتم، لیکوال څه خبر وو چې هغه ممثیلې فاحشې او بدکارې وې او په کوم حق یې یوې ممثيلې ته د فاحشې او بدکارې خطاب کړی.

 نهم، د لیکنې په اخېر کې یې د تصویرونو ذکر کړی چې دا تصویرونه یې د فارسي بي بي سي له پاڼې راخیستي او په دې توګه دا ښيي چې ګواګې بي بي سي دا ډول تصویرونو او تمثیلنو ته ډېر ارزښت ورکوي چې دا خبرې یې بې غرضه نه دي.

زما په اند:

 لیکوال صیب! لومړی خو د فرخندې پېښه د هېواد د جګړې د ډګر له شهیدانو سره کوم تړوا نه لري.

هېواد د جګړې ډګر دی، دښمن له هر ډول وسلې څخه کار اخلي او وژنې کوي چې هغه ټول سیاست ته راجع کېږي، نه د کوډګرو چیغو ته او د هغو وژنو غندنه یوازې د مدني ټولنو کار نه دی، بلکې موږ ټول افغانان مسوول یو چې هغه پېښې وغندو، خو د فرخندې پېښه داسې پېښه وه چې ستا ستا د هویت او ستا د باور پر لمن به تر قیامته تور داغ وي او ستا راتلونکي نسلونه به پرې شرمېږي.

لیکوال صیب!

لکه همدا تمثیل، فرخنده همداسې بې حجابه شوه. همداسې نامحرمو یې په وجود لاسونه ورولګول، سر توره یې کړه، شکېدلی ګریوان د لنډغرو په منځ کې پرته وه، چا ورباندې تیږې غورځولې، چا پرې تېل پاشل او چا ورته اور اچاوه او همداسې لکه دغه تمثیل، نامحرمو په لوڅ وجود وسوځوله، خو دا تمثیل نه وو، دا حقیقت وو.

لیکوال صیب!

تا ویلي چې دا تمثیل د اصحابو د مقدس مکان تر مخې کېده، خو ستا په وینا خلک او جهادیان ولې چوپ وو.

لیکوال صیب! له فرخندې سره وحشیانه سلوک د یوه مقدس مکان تر مخې وشو، خو یوه مسلمان او یوه جهادي هم په هغې ورځ پیدا نه شو چې د فرخندې په سر یې د عزت او ژغورنې ټیکری اچولی وای.

لیکوال صیب! زه دا منم چې د فرخندې پېښه پروژه شوه، خو که دې پروژې د فرخندې قاتلین تر اعدامه ورسول، نو به په تېره یوه نیمه لسیزه کې تر ټولو کامیابه پرژوه وي چې عملي شوې به وي.

له تاند وېب پاڼې یوه ګیله او یوه هیله

منم چې د بیان ازادي ده، خو دا ډول ژبه د لیکنې لپاره مناسبه نه ده او دا لیکنه په یوې مدني کړنې يانې په مظاهرو او د کابل د شریفو خلکو په حیثیت تعرض دی.

له تاند وېب پاڼې مې ګیله دا ده چې ولې دا ډول لیکنې خپروي او هیله مې دا ده چې نور دې داسې لیکنې نه خپروي.

پاکيزه ارزو

3 thoughts on “له تاند څخه یوه ګیله او یوه هیله/ پاکيزه ارزو”
  1. په واقعي پېښه چوپ پاتې کېدل، نه کوم اعتراض نه غندنه، خو په تمثیل کې يې هرڅه ته پام وي…
    اصل خبره داده چې دا لیکوال صېب، پخپله دشهیدې فرخندې په داسې کړنه خوشالي څرګنده کړیده.
    ځکه هغه یوازې منفي اړخ ته کتلي د آیینې بل اړخ يې نه دی کتلی.

    په ارواح پومنه کې یو اصل دی، که دې خپل سیال ته هر څومره د ښې خبرې وکړې، ښايي دا خبرې به هغه پخپله هم مخکې کړې وي خو اوس يې هغه منفي نقاطو ته ګوري…

  2. آرزو جانی تاسو بشپړ په حق یاست . د تاند درانه چلونکی دا شهامت لری چی خپله سهوه ومنی.
    فدا نظری
    کابل

  3. تاسې نه مننه کوم چې زما لیکنه مو د نقد وړ وبلله او په ډیرو نکاتو مو خپل مخالفت څرګند کړ. پر دې به ډیر نه غږیږم چې ولې تاسې پخپلو الفاظو زما توهین وکړ ځکه چې هرڅوک خپل لرلید او د تفکر ایینه لري چې د هغې پر اساس تنقید، تعرض او اتهامات ترسره کوي. کومې نکتې چې تاسې راپورته کړي او شاربلي دي، زه به په پوره تفصیل د هرې نکتې لاندې ځواب درکړم، خو اوس غواړم یو څو ټکي مقدمه ستاسې حضور ته وړاندې کړم.

    څرنګه چې ما پورته اشاره وکړه هرڅوک د تفکر جلا ایینه او د نظر زاویه لري نو زه پدې عقیده یم چې همدا اصل ستا د مخالفت لامل ګرځیدلی دی. تاسې پدې اعتراض کړی دی چې ما ولې پخپله لیکنه کې د ممثلینو په اړه څیرې ګریوان، زړه راښکونکی لباس، فاحش/فحشا او داسې نور الفاظ کارولي دي؟

    زه یو مسلمان افغان یم څوک چې قران او حدیث خپله تګلاره او رسول الله صل الله علیه وسلم خپل لارښود مني. لهذا هر هغه څه چې د الله پاک او د رسول الله مبارک د اوامرو او نواهیو د دایرې نه د باندې وي، ماته د منلو وړ ندي. رسول الله مبارک وړاندوینه کړې وه چې په اخیر وخت کې به داسې ښځې وي چې د پټوالي سره به لوڅې وي (کاسیات، عاریات) یانې لباس به یې د بدن سره داسې نښتي لګیدلی وې، ته به وایې چې هیڅ لباس یې ندی اغوستی.

    رسول الله مبارک فرمايي، چې سترګې، لاسونه، پښې، غوږونه بلکه د بدن ټول غړي زانیان کیدلی شي او هغه داسې چې د یونامحرم د اواز په اوریدلو، غوږ زاني شي، د نامحرم په لیدلو سترګې زانیانې شي، د زنا ځای ته په ورتګ پښې زانیانې شي، او داسې نور……

    تاسې چې د ؛اوسپنیز کوناټو؛ او یا هم د پرتوګ کښلې نجلۍ په اوریدلو دومره غوسه یاست نو مهرباني وکړئ ددې الفاظو بدیل راته وښایئ چې ما کارولی وای؟ ولې تاسې دغه حرکتونه و نه لیدل، که فی البدیه مو نه وي لیدلي نو په فیس بوک کې خو به مو خامخا لیدلي وي؟ نو بیا دغه کړنې څرنګه توجیه کولای شئ؟ که چیرته ما اوسپنیز صولوین یا دبر ویلی وای نو تاسې څه فکر کوئ چې ځیني لوستونکي به یې په مانا او مفهوم پوه شوي وای؟

    د قران او حدیث په رڼا کې هر هغه څوک چې خپل جسم پداسې انداز نندارې ته وړاند کوي لکه دې ممثلې انجلۍ چې وکړل، نو دا جسم پلورونکې ده. دا به هم راسره منې چې څوک پخپل کلتور پښې ږدي هغه کلتور پلورنکي او هر هغه څوک چې د وطن پر سره معامله کوي نو وطن پلورونکي دي.

    تاسې و نه لیدل چې په لومړي ځل د جنازې کټ د ښځو پر اوږو بار شو؟ ایا دا زمونږ په کلتور او آن په اسلامي تاریخ کې کومه سابقه لري؟ او بیا مونږ په جنازه کې د دوۍ سینګار هم ولید والله که پکې د غمرازۍ او خفګان څرک لا مالومیده! کیدای شي لکه د امریکا په څیر دلته هم سبا ښځې د امامت دعوه وکړي او په مساجدو کې به د لمونځ کونکو مقتدا وګرځي.

    تاسې و نه لیدل چې په یو تلویزیوني بحث کې یوې مدني فعالې د هیواد ستر علمي شخصیت او د شیر پور جامع مسجد خطیب دکتور عباد الله نورعباد ته د مکار خطاب وکړ؟ تاسې غواړئ چې ولس دا تش پر نوم مدني ټولنې همداسې بې مهاره پریږدي چې څه یې زړه غواړي، ترسره یې کړي؟ دا خو لا د پټي سر دی، که چیرته دا حالت دوام وکړي نو لرې نده چې د پاکستان په شان دلته هم ښځې مظاهرې وکړي او ووایي چې د کوم دین مشري نارینه کوي مونږ ته د منلو وړ ندی.

    اجازه راکړه چې یو ځل بیا ووایم چې د فرخندې د شهادت پیښه د ظلم انتها او د بشریت او افغاني تاریخ په لمن تور داغ دی. ټولو هیوادوالو دا پیښه په کلکو ټکو وغندله او د دولت نه یې وغوښتل چې د پیښې عاملین په اشد مجازات محکوم کړي. خو دا بیا هم درسره نه منم چې فرخنده په کوم سپیڅلي ځای کې شهیده شوې وه نو باید دغه ځای د تیاتر بڼه غوره کړي او ممثلین دې د هغې شهادت تمثیل کړي.

    که څه هم زما لیکنه لکه د لمر روښانه وه ځکه چې ما یوازې د زیارت او مسجد په حریم کې د تمثیل او ممثلینو غندنه کړې وه او کوښښ مې کړی وو چې خلک د دوۍ د شومو اهدافو څخه خبر کړم، خو تاسې زما لیکنه بل خوا کش کړه. کله مو زه د کابل شریفو خلکو په توهین تورن کړم، کله مو د بی بي بي سي د مدافع وکیل رول لوبولی او کله مو کوښښ کړی چې ما د خلکو په پارولو متهم کړۍ ترڅو خلک د ممثلینو سره هم د شهیدې فرخندې په څیر عمل وکړي. لهنا اړینه بولم چې په لاندې څو کرښو کې ستا د هر اعتراض ځواب ووایم، مهرباني به مو وي چې په غور یې ولولې.

    پاکیزه: لومړی خو یې د هېواد ممثیلینو ته د ډمانو خطاب کړی او د کوم څه لپاره چې غږ پورته کړی تر هغه ناوړه کړنه یې کړې چې د لیکنې لپاره یې دا ژبه کارولې.

    نظري: زه به دا ووایم چې ؛ډم؛ د کلیوالي پښتو یو لفظ دی چې د سندرغاړو، نڅاګرو او ممثلینو لپاره یو شان کارول کیږي نو لهذا ممثل = ډم دی. د بیلګې په ډول کلي کې خلک اشپز او نایي ته هم ډم وایي. که تاسې یوټیوب وګورۍ نو ددې ممثلې د نڅا بې شمیره ویډیوګانې به پیدا کړۍ کوم چې ددې د ډمتوب ښکاره بیلګې دي.

    پاکیزه: دویم، لیکوال په رڼه حقیقت سترګې پټې کړې. په دې تمثیل کې هر څه رښتيا وو، آن تر دې بد سلوک له فرخندې سره وشو.
    نظري: لیکوال کله انکار کړی چې د فرخندې شهیدې سره وحشت او د بربریت ډک سلوک نه وو شوی؟

    پاکیزه: درېیم، لیکوال په هغو خلکو چې د مظاهرې لپاره راغلي وو، د ډمانو او لوچکو نوم ایښی چې دا په خپله اعتراض نه، بلکې د کابل د شریفو خلکو په حیثیت تعرض دی.
    نظري: لیکوال هیڅکله د اشرافو په شخصیت تعرض ندی کړی، خو هغه څوک چې ددغه تمثیل غړي وو، هغه ورته ډمان او لوچکان ښکاري.
    پاکیزه: څلورم، خلک یې تحریک کړي چې په راتلونکي کې له داسې تمثیلونو سره بیا د فرخندې په شان سلوک وکړي او جهادي مشران یې جهاد ته رابللي.

    نظري: تاسې په ډیره نرمه لهجه غواړۍ ډیر غلیظ پيغام لوستونکو ته وړاندې کړئ. تاسې بیا هم زما لیکنه ولولئ، که مو دغه ټکي چې تاسې ذکر کړي پیدا کړل، زه درته پړ یم. البته، زه ریښتیا هم په دولت او خپلو متدینو هیوادوالو غږ کوم، مه پریږدئ د غمرازۍ په نوم پروژیان په وطن کې فحشا خپره کړي.

    پاکیزه: پنځم، لیکوال د فرخندې پېښه د هېواد له جګړې سره تړلې ده او ویلي يې دي چې ولې مدني ټولنې د جګړې د ډګر د شیهدانو پېښې نه تمثولوي او په دې سربېره یې هڅه کړې چې دا پېښه بې ارزښته وښيي.

    نظري: فکر کوم چې غوسه مو په نظر غالبه شوې! لیکوال فرخنده شهیده، د محمد او ابراهیم علیهم السلام د سنتو ژوندي کونکې وبلله او ویې ویل چې فرخندې شهیدې اور قبول کړ خو ساحران او کاهنان یې پرینښودل چې د دیني لارښوونکو بڼه غوره او افغان ملت د دیني اوامرو او احکامو پرځای په بدعاتو او خرافاتو روږدي کړي. تاسې بل تهمت دا ویلی چې لیکوال له تاسې غواړي چې د جګړې د ډګر پیښې تمثیل کړۍ! لیکوال هیڅکله دا ندې ویلي، البته تاسې یې ننګولي یاست چې ولې دغې فجایعو ته انعکاس نه ورکوئ؟ ولې مدني اعتراضونه نکوئ تر څو دولت او ترهګر دواړه پوه شي چې مونږ ویده نه یو او زمونږ د هر سرتیري وینه مونږ ته خپله وینه ښکاري؟

    پاکیزه: شپږم، لیکوال د اسلام د مدافع په توګه ډېر ښه روایتونه کړي، خو په دوو ټکيو کې یې هم دا پېښه نه ده غندلې چې ایا اسلام کې د ښځې لپاره داسې جزا شته او يا، ايا له فرخندې سره شوی وحشت اسلامي سزا وه؟

    نظري: داسې پیښه چې یوې کافرې سره شوی وای نو هم به د بشریت په اساس د غندنې وړ وه، لیکوال هم پر خپل وخت د ریښتینو غندونکو تر څنګ دا پیښه غندلې وه، خو زما په آند د غندنې وخت تیر دی، د پیښې ۴۰ ورځې وشوې او اوس ددې وار رارسیدلی دی چې محکمه د عامیلونو خلاف پریکنده ګام واخلي او هغوۍ د خپلو کړنو په سزا ورسوي. لیکوال خو فرخنده شهیده د ملالۍ انا په صف کې ودروله او د انبیاوو وارثه یې وبلله، کله چې د پیښې د عاملینو تشبیه د نمرودیانو او د طایف د مشرکینو سره وشوه او فرخنده شهیده د انبیاوو وارثه وبلل شوه، نو د فرخندې لپاره تر دې بل اعزاز او د پیښې د غندلو لپاره نور غلیظ الفاظ شته چې لیکوال کارولی وای؟

    پاکیزه: اووم، لیکوال په تمثیل کې شکېدلی ګرېوان یاد کړی چې دا مبالغه ده او په دې توګه غواړي د ښځو بده څېره ښکاره کړي، خو د هغې ممثيلې ګرېوان پټ دی.

    نظري: په اسلام کې ښځه سر تر پښو ستر ده، او که تاسې یو ځل بیا انځورونه وګورۍ نو مالومه به شي چې د ممثلې د غاړې/مرۍ لاندې د سینې سر هم یو څو سانته لوڅ وو او ددې نه لیکوال په شکیدلي ګریوان تعبیر کړی دی. تاسې کولی شئ چې یو ځل بیا بي بي سي فارسي ته مراجعه وکړۍ او پخپل سترګو وګورۍ چې یوه افغانه پیغله په کوم لباس او کوم حالت کې د هلکانو مینځ کې پرته ده.

    پاکیزه: اتم، لیکوال څه خبر وو چې هغه ممثیلې فاحشې او بدکارې وې او په کوم حق یې یوې ممثيلې ته د فاحشې او بدکارې خطاب کړی.

    نظري: کله چې دغه شان تمثیل فحشا او بدکاري وي نو فاعل ته یې فاحش او بدکار ویل کیږي

    پاکیزه: نهم، د لیکنې په اخېر کې یې د تصویرونو ذکر کړی چې دا تصویرونه یې د فارسي بي بي سي له پاڼې راخیستي او په دې توګه دا ښيي چې ګواګې بي بي سي دا ډول تصویرونو او تمثیلنو ته ډېر ارزښت ورکوي چې دا خبرې یې بې غرضه نه دي.

    نظري: د انځورونو د خپرولو لپاره د ماخذ ذکر اړین وو، نوځکه لیکوال د بي بي سي ذکر وکړ، د ماخذ نه شتون په صورت کې به د انځورونو خپرول یوه غلا وه.

    ګرانې خورې، کوم الفاظ چې تاسې ماته کارولي، زه نه غواړم چې په هماغه ژبه درته ځواب ووایم خو دا یوه غوښتنه درنه خامخا کوم چې که چیرته زما پورتنۍ تشریح درته پرځای او سمه ښکاري نو مهرباني به مو وي چې په راتلونکي کې نیغ په نیغه د چا په شخصیت تعرض ونکړئ، کیدای شي داسې جذباتي څوک پیدا شي چې بالمثل ځواب درکړي چې د یوې افغانې او پاک لمنې خور د شان سره نه ښايي.

    په درنښت
    عبد الرحمن نظري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *