نن مې د صبر جام تر مورګو ډک دی، زړه مې له دې باره سپکوم چې ستا وجود ته له هغې روح څخه ګيله راوړم چې يو وخت ته وې خو اوس نه يې.
ته او ته – يو شان الفاظ، خو دوه مخاطبه، يو هغه چې اوس يې ماته يوازې روح ژوندۍ ښکاري، هغه روح چې پروت ستا په وجود کې و، خو ژوندی پرې زما زړه و، هغه ساه چې زما لپاره ستا په وجود کې چلېده، هغه ساه چې بې ما يې خپل وجود يوازې تش جسد ګڼه، هغه چې زما لپاره ترې مينه بې واره څڅېده، هغه چې زما جولۍ به تل د هغې له مينې ډکه وه، هغه چې کله يې د يوازېوالي احساس نه و راکړی، هغه چې ماته به يې ويل: ((زما ټول عبادتونه، زما هره ساه دې ستا شي)).
بل مخاطب ستا اوسنی فزيکي وجود دی، چې ماته يوازې جسد ښکاري، هغه زما د مينې ماڼۍ په کې ورانه ښکاري، هغه روح چې زه پرې ژوندی او ودان وم او زه يې په مينه پاللم، هغه ترې الوتی دی.
نن مې ستا د همغې روح په اړه ستا وجود ته ګيله راوړې، نن درته د زړه درد وايم، نن درنه هغه روح غواړم چې ستا وجود کې زما لپاره اوسېده، تا هغه څه کړ؟ زه يې مينه پسې تږی يم، زه يې هر ځای لټوم، هره ګړۍ يې انتظار باسم، هر سهار د هغې په تمه پاڅم، دا څو اخترونه مې بې له هغې تېر کړل، ماته يې درک نشته، ستا وجود کې هغه روح له مانه ورک دی، زه نن ستا له وجوده ډېر ګيله من يم، ځکه زما مينه يې له ما ورکه کړې.
د خدای روی ته وګوره، زما هغه مينه بېرته ماته راکړه، زه ځان نيمګړی احساسوم، نيمګړی لا څه چې نشت يې حسابوم، زما احساس قتلېږي، زه زورېږم، زه ړنګ او لا هم ړنګېږم.
نن ستا د غرور لوړ قامت ته په عاجزۍ ولاړ او له تا خپل ژوند غواړم، زه ژوند کول غواړم، ماته زما هغه مينه خيرات صحيح، خو رايې کړه.
زه پوهېږم هغه روح به هم بې له ما ډېر نا ارامه وي، ماته به راتلل غواړي، د مينې هغه ګورګی به بیا ودانول غواړي، پر ما به مينه ورول غواړي، خو ستا ظالم وجود يې نه پرېږدي، نن د خپلې مينې، خپل ژوند او خپل روح دا خيراتګر فقير درڅخه يو څه غواړي، نيمګړی نيمه خوا يې مه رخصتوه.
((لږ زما په زړه کې کېنه، زما زړه شه)).