میرمنې له تخمدانه د هګیو د ازادیدا په وخت د نویو شیانو اخیستو ته ډیرې لیواله وي..

د یوې نوې څیړنې په اساس په دغه مرحله کې میرمنې تر بل هر وخت زیات د نویو جامو ، بوټانو او نورو وسایلو اخیستو ته ګروهنه پیدا کوي دغه راز له تخمدانه رحم ته د هګۍ د انتقال په پړاو کې میرمنې ډیره توجه غواړي او له خپل خاوند سره همبستره کیدا ته ډیر تمایل پيدا کوي.

د تکزاس د سن انټونیو د پوهنتون په څیړنه کې راغلي دي هورمونونه د کالیو او نورو وسایلو په اخیستو کې اغیز درلودلی شي. په دې څیړنه کې په سلګونو میرمنو چې عمرونه ېې د اتلسو او څلویښت کلونو ترمنځ وو برخه اخیسته وه

د یوې میاشتې په اوږدو کې هره ورځ دغو میرمنو د لبسرین، رنګ ناخن، او بوټانو له منځه شل بیلابیل رنګونه خوښول، دغه راز دوي کولی شواي په شلو ډولونو مستو کې چې خوندونه ېې توپير کوي او بیلابیلو چاکلیټونو هم انتخاب وکړي دوي کولی شواي هر څومره چې ېې زړه غواړي خوښ کړي.

کله چې دغه میرمنې له تخمدانه د هګیو د ازاددیدا په مرحله کې وې په زیاته اندازه ېې ډول، ډول محصولات خوښ کړي وو دغه اغیز په هغو میرمنو کې نور هم زیات ؤ چې له خپلو میړنو سره ژوند کوي.

د دغو څیړنو په اساس میرمنې په دغه پړاو کې له خاوند سره ډیره مینه کوي او پاملرنه هم ډیره غواړي.

حتي که دغه میرمنې اولادونه هم ونه غواړي په دغه پړاو کې ېې جنسي تمایل تر څلورویشت سلنه زیات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *