د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه

د پوهنې وزارت ،له ۴۷ بیلا بیلو تخنیکي او مسلکي څانګو څخه د ۲۰ زره ځوانانو د فراغت مراسم په داسې حال کې لمانځي چې همدا اوس دپوهنې وزارت په ۱۰۸ تخنیکي او مسلکي انستیتیوتونو او ۱۸۵ مسلکي ښوونځیو کې ۱۰۰ زره ځوانان زده کړې ترسره کوي .دغه زده کونکي دامهال په ۷۳ بیلا بیلو څانګو کې له ۲ تر ۵ کلونو پورې مسلکي او تخنیکي زده کړې کوي .

د پوهنې وزیر جلالتماب فاروق وردګ دکار مارکیټ ته ددغو ځوانانو ور دننه کیدل خورا مهم ګام بولي(په ۱۳۹۱ کې ۸۵۳۶ تنه  او په ۱۳۹۲ کې ۱۱۴۶۵ تنه فارغ شویدي چې له ۱۵ زرو یې ډیر د څوارلسم په سویه له انستیتیوتونو او پاتې څه باندې ۴زره تنه یې د دولسم په کچه له تخنیکي او مسلکي ښوونځیو فارغ شویدي .دامهال د ۱۷ په سلو کې نجونو په ګډون ۱۰۰ زره ځوانان په تخنیکي او مسلکي برخو کې په زده کړو بوخت دي )
د پوهنې ښاغلي وزیر وویل چې په تیرو ۱۲ کلونو کې په تخنیکي او مسلکي برخه کې خورا لوی پرمختګ راغلی  (۱۲ کاله وړاندې په تخنیکي او مسلکي  برخه کې یوازې ۱۴ مرکزونه وو چې ټول ټال پکې ۱۷۰۰ زده کونکي په زده کړو بوخت وو چې ۹۹ یې په سلو کې نارینه وو.)
د پوهنې ښاغلي وزیر وویل چې په راتلونکو ۵ کلونوکې به د تخنیکي او مسلکي مرکزونو شمیر۵۳۳ ته لوړکړل شي چې ۳۰۰ زره ځوانانو ته به د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د تخنیکي اومسلکي زده کړو امکانات برابر شي .
د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال اصف ننګ وايي چې د تخنیکي زده کړو په برخه کې یې راتلونکو لسو کلونو لپاره پلان برابرکړی چې پربنسټ به یې «د افغانستان په ۸ زونونو کې د مسلکي زده کړو لوی کمپلیکسونه جوړ شي چې د کابل او مزارشریف په ګډون په څلورو یې همدا اوس کار روان دی . تر اوسه 20 ميليون ډالر د کابل په دريو کمپلکسونو لگښت راغلى (تخنيکم کابل، د نيما کمپلکس، د تخنيک ثانوي کمپلکس)، د مزار شريف په لنگرخانې کې د 30 ميليون ډالرو په ارزښت د کمپلکس چارې په 500 جريب ځمکې باندې روانې دي)،په پلان کې ده چې د تحقیقاتو یو ملي مرکزهم جوړ کړو چې چارې یې له وړاندې پیل شویدي.دارنګه به  د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره 570 عنوانه کتابونو په دري او پښتو ژبو تاليف او ترجمه شي چې ددې چارې هم پیل شوې دي. د تخنیکي زده کړو د اوسنیو ۷۳ رشتو کچه به په راتلونکو کلونو کې۱۵۰ څانګو ته لوړ کړو. په پلان کې لرو چې همدا سږکال په انستيتونو کې ۵۵ زره نوي محصلین جذب کړو، ۲۰ زره نور به په تخنیکي او مسلکي ښوونځیو کې جذب شي . په همدې کال کې ۶۵نوي تخنیکي مراکز جوړیږي او ۲۰ نورو ته نوې ودانۍ جوړیږي او په دې ټولو سر بیره په پلان کې ده چې د پوهنتونو د(هندوستان، قزاقستان، روسيې، بلغاریا،ترکيې په ګډون یو شمیر کورنیو پوهنتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو۴۰۰ ځوانان د بورسونو له لارې ور معرفي شي .»
ښاغلي ننګ وویل چې د کار د مارکیټ اړتیاوو ته په کتو سره په تخنیکي برخو کې پراختیا را وستې او ددوی له انستیتیوتونو فارغیدونکي ځوانان کولی شي په مارکیټ کې ځانته مناسب کارونه پیدا کړي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *