تاند- چین وايي چې د افغانستان د ملي ايتلاف یوه پلاوي نن په پیکینګ کې د چین د کمونست ګوند د سیاسي او قانوني چارو د کمیسیون له مشر سره وکتل.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ملي ايتلاف د سرمنشي محمد عاصم عاصم په مشرۍ پلاوي ته د چین جګپوړي امنیتي چارواکي مینګ یانژو(Meng Jianzhu) وویل:«د تروریزم، بېلتون غوښتنې او افراطیت پر ضد ګډه مبارزه د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو یوه مهمه برخه ده.»
مینګ، چې د چین د کمونیست ګوند د سیاسي او قانوني چارو د کممیسیون مشر هم دی، وویل:«چین تیار دی چې د ترهګرۍ پر ضد د هلوځلو لپاره له افغانستان سره همکارۍ زیاتې کړي څو په دې توګه د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ښه چاپېریال برابر شي.»
ښاغلي مینګ همداراز وویل چې چین او افغانستان له ډېرو کلونو راهیسي دوستي لري او تل یې په خپل منځ کې ښې اړیکې لرلي دي.
ده دا هم وویل چې چین په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره د دغه هیواد د هلوځلو ملاتړ کوي.
د چین ارومچي ښار تېره اوونۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا دارالانشا د رييس معصوم ستانکزي او یو شمېر طالبانو د خبرو کوربه و.
طالبانو ویلي چې د دوی استازو د ارومچي په خبرو کې برخه نه ده اخیستې خو ویل کېږي چې یو شمېر نورو طالبانو، چې نور له طالبانو سره په جګړه کې ملګري نه دي خو د جنګي طالبانو او حکومت ترمنځ پیغامونه تبادله کوي، په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.