د افغانستان په گاونډیتوب کې د پاکستان له رامنځ ته کېدو سره، افغانانو ته د ناسور زخم په څېر سوخوږی جوړ شو خو دا سرخوږی د وخت په تېرېدو سره ډېر شو چې نن افغانستان ته د یوې اساسي ستونزې په توګه په مېراث پاتې دی. د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنې په تېرو څلورو لسیزو کې خپل اوج ته رسېدلې چې په ځینو مواردو کې آن پنجابي افسران او جنرالان د افغان پوځيانو پر وړاندې د جګړو په لیکو کې وژل شوي او جسدونه یې د پاکستان پوځي ښارګوټو ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې دا جګړه د پاکستان د استخباراتي شبکې په مټ توده ساتل شوې او رهبري يي د همدې ادارې په لاس کې ده. د پاکستان استخباراتي شبکې په افغانستان کې د خپلو سیاسي موخو د څارلو په لپاره د وسله والو طالبانو په ګډون د نورو ترهګریزو شبکو مالي او سیاسي ملاتړ کوي. که څه هم د پاکستان دولت رد کړې چې ګواکې استخباراتي شبکه يي د طالبانو او نورو ترهګریزو شبکو ملاتړ کوي خو زمان او وخت داسې اسناد رابرسېره کوي چې پاکستان په نړیواله کچه رسوا او د یوه دوه مخي سیاست چلوونکي هېواد په توګه معرفي کوي.
جنرال اسد درانی د پاکستان په استخباراتي فعالیتونو کې یوه تر ټولو پېژندل شوې څېره ده چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر و، خو اوس متقاعد دی. اسد دُراني په دې وروستیو کې د هند د استخباراتو له پخواني مشر سره یوځای د خاطراتو یو کتاب لیکلی چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیالیو شدت، په افغانستان کې د نیابتي جګړې لپاره مستند شوی دی. دراني په دې کتاب کې د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په کورنیو چارو کې د پآکستان د استخباراتو د لاسوهنو پټ رازونه را برسېره کړي دي. په دې کتاب کې د پام وړ موضوع په یوه پوځي ښارګوټي کې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکول دي.
په دغه کتاب کې راغلي چې ښایي پاکستاني چارواکي په ۲۰۱۱ میلادي کال د پاکستان استخباراتي اداره «ای. اېس. ای» احتمالاً د بن لادن په اړه په هر څه پوهېدل او هغه د دوه اړخیزې موافقتنامې پر اساس امریکا ته تسلیم شوی دی. په داسې حال کې چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټاباد ښار کې د امریکایي ځواکونو تر برید لاندې راغی، خو پاکستاني چارواکو تل ویلي چې دوی د امریکا د ځانګړو ځواکونو تر برید وروسته د بن لادن د استوګنې له سیمې خبر شول. متقاعد جنرال اسد دُرانی لیکي، د پاکستان هر ډول انکار له دې کبله شوی چې د اسامه بن لادن په وژل کېدو کې د پاکستان همکاري ښایي ډېری پاکستانیانو ته چې بن لادن ورته د یوه اتل حیثیت درلود، د شرم وړ کار وو له هغه وروسته چې د پاکستان دا، پټ رازونه د یوه کتاب په بڼه را ووتل په پاکستان کې د عوامو نظر نور هم د دغه هېواد پر دولتي دستګاه بدل شو. په همدې دلیل د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر اسد دُرانی په ممنوعالخروج لېست کې راغی.
له نړیوالې ترهګرۍ څخه د پاکستان د ملاتړ رازونه په داسې حال کې یو پر بل پسې بربنډ کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو له ډېرې مودې راهیسې پاکستان د طالبانو په ګډون د تُندلارو ډلو په ملاتړ تورنوي.
پآیله
پاکستان په داسې حال کې په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ملاتړ کوي چې اوس ترهګري په نړیواله کچه د یوې لویې ستونزې په توګه د هېوادونه امنیت ننګوي، نو په همدې دلیل پاکستان اوس په نړیواله کچه له سیاسي انزوا سره مخامخ شوی. په دې سره پاکستان له ترهرګرۍ سره د مبارزې په پلمه د امریکا متحده ایالتونو لویې مالي بستې هم له لاسه روکړې. په نړیواله کچه د پاکستان په ګوښه کېدو کې د افغان حکومت هڅې هم د پآم وړ دي. د ملي یووالي حکومت وتوانېد چې نړیوالو ته ثابته کړي چې د ترهګرۍ ریښې په پاکستان کې او دغه هېواد په افغانستان او سیمه کې د ستونزې اصلي اړخ دی.
له بلې خوا په پاکستان کې په کوردننه د پښتونو لوی او بې ساري مدني خوځښتونو ښايي د پاکستان حکومت او استخباراتي شبکې ته د یوه خطر زنګ په توګه یو ګواښ وي. پښتانه چې تر ډېره د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي وښوده چې د پاکستان حکومت له ترهګرۍ پلوه سیاستونو ستړي شوي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې په خپلو تګلارو کې ژور بدلون راولي.