تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: برښنا شرکت وايي، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا لاین د غځولو چارې بشپړې شوې دي.

تېره شپه تاند ته د برښنا شرکت لخوا استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریښنا لاین د افغانستان تر سرحده پورې رارسېدلی او ۱۸۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی چې ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا به افغانستان ته ورکړي.

 خبرپاڼه کاږي چې همداراز د ترکمنستان د وارداتي بریښنا د ۲۲۰ کېلوولټه لاین چارې هم د شبرغان- اندخوی تر منځ بشپړې شوې دي: (( د برېښنا دا پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ده او زر میګاواټه بریښنا به یې د کابل په شمول ټولو ولایتونو ته ورسول شي.))

 د برېښنا شرکت په وینا د ۵۰۰ کیلو ولټه لاین غځولو د دغې پروژې چارې ۳ کاله وړاندې د هندي ګمن انډیا شرکت لخوا او د ۲۲۰ کیلوولټه لاین غځولو چارې د هند د کی پي ټي ایل شرکت لخوا پيش شوې او تازه تکمیل شوې.

 دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوسمهال له کورنیو او وارداتي زېرمو څخه خپله د لګښت وړ بریښنا  زر میګاواټو ته نږدې کړې ده خو اړتیا ده چې افغانستان له ۳۵۰۰ څخه ۴ زرو میګاواټو پورې بریښنا ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *