اوس مهال زموږ په هیواد کې ډیرې غږیزې، چاپي او تصویري رسنۍ فعالیت کوي. دا رسنۍ زموږ په کلتور باندې ژوره اغیزه کوي. په تلویزیونونو کې ځینې داسې خپرونې شته چې زموږ په ټولنه باندې مثبت اغیز لري، خو سره له دې موږ بیا د داسې خپرونو شاهد هم یو چې زموږ د کلتور او دین سره په ټکر کې دي لکه د ځینو تلویزیونونو لخوا د ناسمو سریالونو خپریدل چې زموږ په ټولنه کې د وګړو په ذهنونو باندې منفي اغیز لري.

په تلویزیونونو کې د بهرنیو هیوادونو سریالونه خپریږي لکه د هند او ترکیې هیوادونه چې زموږ د فرهنګ سره سمون نه لري.

مخکې له دې یوازې هندي سریالونه وو چې بیا د خلکو لخوا وغندل شول او خپرول یې بند شول خو بدبختانه خپل ځای یې ترکي سریالونو ته پریښود چې دا د کورني ژوند خلاف کلتور د خپرولو یوه کلیدي منبع ده. په ترکي سریالونو کې داسې غیراخلاقي صحنې وړاندې کېږي چې تر هندي سریالونو زیات له اسلامي کلتور او ارزښتونو سره په ټکر کې دي، او یاهم داسې سوژې پکې مخې ته راځي چي نشي کیدای د خپلې کورنۍ د غړو سره یې وګورو ځکه چې انساني وجدان د دې اجازه نه راکوي چې د مور او پلار یا د کورنۍ د نورو غړو په شتون کې داسې مبتذل او د اسلامي رسم او رواج خلاف څه وګورو.

1په دې سریالونو کې موږ وینو چې یوه نجلۍ یا هلک خپلې کورنۍ ته دوکه ورکوي او د هغوی د اعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کوي، نو همداسې ده چې زموږ په ټولنه کې ځینې کورنۍ د دغه سریالونو په لیدو سره داسې انګېري چې ګواکي زموږ اولادونه هم په همداسې عملونو روږدي کیږي چې دوی دا غلط درک د دې سبب کیږي چې خپل اولادونه په ځانګړې توګه نجونې د ښوونځي او پوهنتون څخه منع کړي، البته دې ته ورته پېښې په هغه کورنیو کې ترسترګو کیږي چې عنعنوي او یا هم د روښانه فکر پسمنظر ونلري.

بل دا چې د ناسمو سریالونو خپرېدل د دې سبب شوي چې زموږ د ټولنو ځوانان او ماشومان د تعلیم او درس له پدیدو څخه بلې خوا ته توجه وکړي او خپل قیمتي وخت داسې بې مفهومو مصروفیتونو ته وقف کړي چې په راتلونکې کې د ناوړو واقعاتو سبب ګرځي.

په کومو ټولنو کې چې دا سریالونه جوړ شوي یا د کومو ټولنو لپاره چې جوړ شوې دي هغه زموږ د ټولنې په پرتله د تمدن په لحاظ لوړ حالت لري نو په همدې اساس د دې پر ځای چې لیدونکی یې مثبت اړخ ته پام وکړي او ورڅخه د ژوندانه د بهبود په برخه کې استفاده وکړي، منفي اړخ یې عملي کوي، د دې یو مهم علت دا دی چې زموږ په ټولنه کې یا نسبتاُ عنعنوي ټولنو کې د وګړو د درک قوه کمزورې ده نو باید داسې یو څه د پردې مخ ته کیښودل شي چې په اسانه درک او د اسلامي کلتور مخالف نه وي، او تر ټولو بهتره به دا وي چې زموږ خپل سریالونه خپاره شي او په تخنیکي ډول په دې برخه کې ظرفیت لوړ کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *