تازه راپورنه وايي چې امریکايي کانګرس افغانستان سره په غیر نظامي برخو کې د خپلو مرستو کچه نیمايي ته را ټيټه کړې ده، پخوا د امریکا له خوا افغانستان سره پرته له نظامي برخو ۲ میلیارډه ډالره مرسته کېدله، چې په پراختیايي او انکشافي برخو کې به مصرف کېده خو سږ کال د ۲۰۱۴ کال لپاره د امریکا کانګرس له خوا کومه بودجه چې تصویب شوې د هغې اندازه تر۱.۱۲ پورې ده.
سپینه ماڼۍ وايي، چې دوي هڅه کوي نورې هغه لارې چارې پېدا کړي څو وکولی شي، په غیر نظامي برخو کې له افغانستان سره په پرمختیايي کارونو کې خپله ټاکلې اندازه پوره کړلی شي.
خو سوال دا پېدا کېږي چې سره له دې، چې په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو په ناسته کې، چې د افغانستان په اړه ترسره شوې وه، امریکا ژمنه کړې وه، چې افغانستان سره به په غیر نظامي برخو کې د ۲ میلیارډه ډالرو په اندازه مرسته کوي خو دمګړۍ یې دا کچه پنځوس سلنه را کمه کړې ده. اوس دا خو سوال نه پېدا کېږي، چې ګوندې د امریکا کانګرس او سپیڼه مانۍ دې د افغانستان په اړه په یوه سیاسي تګلاره سره تفاهم ته نه وي رسېدلي، یعنې ددې امکان نه پېدا کيږي چې سپینه ماڼۍ یو څه غواړي او کانګرس بل څه، نو بیا د غیر نظامي مرستو د کمولو اقدام په څه معنا کېدلی شي؟
په داسې حال کې چې افغانستان په یو ډير حساس وضعیت کې قرار لري، یو لوري ته د سیاسي انتقال مسله ده چې د ټاکنو پر وخت ترسره کېدا سره به ترسره شي، بل لوری د بهرنيو ځواکونو په وتلو او يو شمېر هغه مرستندويه نهادونو چې بهرنيو ځواکونو سره په خوا کې یې کار کاوه خپل کارونه را محدودولو سره په افغانستان کې د کار او بوختیا تشه بله ستونزه ده چې افغانستان ورسره په ممکنه صورت کې مخ کېدلی شي، نو د امریکا غیر نظامي مرستې په ځای ددې چې کمې شي باید لوړې شوی وای.
هغو اړتیاو ته چې افغانستان ورسره په ۲۰۱۴ کال کې مخ کېږي په کتو سره د يو ستراتیژيک ملګري په حیث امریکا اخلاقي مسوولیت لري چې د افغانستان لاسنیوی وکړي، لکه څنګه یې چې په نورو هېوادونو کې یا یې پخوا له افغانستان سره کاوه.
په ښکاره خو سپینې ماڼۍ په دې اړه ویلي دي چې د یوې بلې لارې په تلاش کې دي، خو تر کومه چې تحلیل کېږي، سپینه ماڼۍ په دې برخه کې له خپل کانګرس سره يوه خوله ده.
څه موده وړاندې د امریکا د سنا یو غړي کارل لیون ولسمشر کرزي سره د یوې کتنې پر مهال د امریکا د مرستو په اړه ویلي و چې که افغان دولت امنتي تړون لاسلیک کړي د کوم له کبله چې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل په افغانستان کې قانوني کېږي نو امریکا به خپلې پوځي او غیر نظامي مرستې له افغانستان سره جاري وساتي.
همدې خبرې ته په کتو سره ویلی شو، د يو شمېر نورو برخو په څېر امریکا غواړي افغان دولت ته وښيي چې که امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو د مرستو د کمېدو او یا د سوچه درېدو لاره هم خپلولی شي.
امریکا په دې پوهېږي چې په غیر نظامي برخو کې افغانستان اړتیاوې ددې قابل دي چې د یو فشار په توګه ترې کار واخلي.
خو زما په فکر په دا ډول فشارونو به نه یواځې دا چې امنیتي تړون لاسلیک نه شي، بلکې ځنې نور شرطونه به هم سر را پورته کړي او افغان چارواکي به په دې اړ شي چې په خپلو شرطونو کې نوره هم سختي وکړي.
امنیتي تړون چې د افغانستان او امریکا ترمنځ یو ډيپلوماتیک اعتبار رامنتځته کوي تر دې ډېر اهمیت لري چې په دا ډول غیر نارمل فشارونو باندې حاصل کړلی شي.
که امریکا غواړي چې افغان دولت او ولس ورسره امنيتي تړون لاسلیک ته راضي شي باید یو شمېر داسې کارونه تر سره کړي څو خلک او دولت باوري شي چې امنیتي تړون یې په ګټه دی، تر دا وخته په امنیتي برخه او نورو پرمختیایي برخو کې ملموس بدلون نه محسوسېږي، نو څنګه خلک چمتو شي چې خپله ځمکه د امریکايي سرتېرو په واک کې ورکړي؟
څه موده وړاندې کارل لیون ویلي و چې د افغان ولسمشر ځنې څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور زیانموي، خو اوس باید خپله امریکا په دې پوهه شي چې د هغوی یو ډول غیر طبیعي اقدامات په افغانستان کې د هغوی پر وړاندې سخت دریځۍ ته لاره هواروي.
امنیتي تړون او ملکي مرستې دوه بېل اړخونه دي، د امریکا ملکي مرستې بلا عوضه دي او امنيتي تړون پر یو بل ځنې مسولیتونه هم باروي نو مناسبه دا ده چې د امنیتي تړون د حل لپاره نورې لارې چارې وکتلی شي او اقتصادي برخه کې امریکا د خپلې ستراتېژۍ په نظر کې نیولو سره مخ ته لاړ شي. امریکا په حقیقت کې غواړي چې تر یوې اوږدې مودې له افغانستان سره نېږدې پاتې شي. خو خپل دې هدف ته رسېدلو لپاره هغوی باید او باید د افغان لوري غوښتنې پوره کړي. افغان لوری له اقتصادي مرستو زیات د سولې پروسې عملي کېدلو او امنیت ته ارزښت ورکوي. ځکه چې افغان لوری په دې پوهېږي چې د امریکا غیر نظامي مرستې د هغوی درد نه شي دوا کولی نو راضي به نه شي چې په دا ډول فشارونو له خپل دريځ څخه په شا شي.
که امریکا پوهېږي چې امنیتي تړون ورته مهم دی باید د سولې په پروسه کې د عملي کېدو لپاره مناسب اقدامات وکړي.
کله چې افغان لوری باوري شي، چې په افغانستان کې وسله وال کړکېچ پای ته رسېدونکی دی، د افغانستان وسله وال ځواکونو ظرفیتونه لوړ شوي او ضروریات یې ترلاسه کړي، او په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو موجودیت د افغانستان حاکمیت باندې کومه سوالیه نښه نه ده، نو هغه وخت ممکن په ډېرې ښه دوستانه فضا کې افغانستان او امریکا کلک ستراتيژيک ملګري شي.
ممکن افغان دولت له نورو خواو خپل اقتصادي ضرورتونه پوره کړي او نور هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي، نو هغه وخت به بیا امریکا دا چانس له لاسه ورکړی وي چې په دې سيمه کې د خپلو اوږدمهاله اهدافو تعقیب له لاره يو کلک دوست هېواد ولري او دا به امریکا لپاره یو نه جبرانېدونکی تاوان وي.