د مالوماتو له ډېرېدو سره اوس ډېر خلک د حافظې و ړو واحدونو لکه بایټس (bits and bytes) په اړه فکر نکوي. د مالوماتو د ثبت کولو پروخت هم ډېر خلک د (megabytes, gigabytes, or terabytes) په اړه فکر کوي. د وخت په تېرېدو سره مالومات هم زېاتیدونکي دي نو پوښتنه داده چې له (terabytes) وروسته به د څه په اړه فکر کوو ؟
 
په عمومي توګه مالومات SI یا (International System of Units) کاروي. تېرا د ۱۰۰۰ څلورم طاقت یا توان ده او د تېرا مانا هم څلور ده له دې وروسته به (10005) یا پېتا (peta) وي. په دې مانا چې له تېرا بایټ وروسته به پېتا بایټ (petabyte) وي او له هغې وروسته اېکزا بایټ (exabyte)، له هغې وروسته زېتا بایټ (zettabyte)، له هغې وروسته به یوتا بایټ (yottabyte) وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *