تاند- د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، له جرمني څخه د ۳۴ ایستل شويو افغان پناه غوښتونکو الوتکه نن په دغه هوايي ډګر کې کښېنسته.

 د کابل د هوايي ډګر قوماندان محمد اصف جبارخېل وايي چې له جرمني څخه درست ایستل شوي کسان مجردان دي او له هیڅ یوه سره کورنۍ نشته.

د دوی الوتکه د سهار په ۵ بجې د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر کښېناسته.

که څه هم جرمني ویلي چې دا کسان په خپله خوښه افغانستان ته لېږل کېږي خو راستنو شویو افغانانو وویل چې د جرمني پر پرېکړه سخت خوابدي دي.

دوی وویل چې په کلونو یې په جرمني کې ژوند او کار کړی وو خو بالاخره په داسي حال کې په زوره وایستل شول چې راتلونکې یې ناڅرګنده ده.

درویشت کلن صدیق کوچي، چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی او ۷ کاله یې په جرمني کې تېر کړي، وویل چې د جرمني د کولن ښار په یوه رستوران کې یې کار کاوه.

کوچی، چې له ۳۳ نورو افغانانو سره نن افغانستان ته راورسېد، وايي اوس په خپل هیواد کې نه کار لري او نه امنیت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *