محب او دوستم

تاند(سې شنبه، د دلوې ۷) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، چې له څو ورځې راهیسې د شمالي ولایتونو په سفر بوخت دی، نن په شبرغان ښار کي د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم سره ولیدل.

د ملي امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي محب او جنرال دوستم د شمالي ولایتونو پر امنیت او حکومتدارۍ خبري وکړې.

جنرال دوستم له ډېرې مودې راهیسې په شبرغان کې اوسي او په کابل کې یې خپل رسمي کار پوروسته له دې پرې ایښی چې د احمد ایشچي د جنسي ځورونې تور دوسیه ورته پرانیستل شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت سلاکار له جنرال دوستم سره په کتنه کې وویل، دښمن شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته پاملرنه زیاته کړې او غواړي دا ساحه، چې د هیواد لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري، نوره هم نا امنه کړي.

ډاکتر محب ټینګار وکاوه چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هیواد په شمال کې د دښمن ملا ماته کړي.

ده زیاته کړه، امنیت له ولسي همکارۍ پرته نه راځي او مهمه ده چي د دې ولایتونو ولسونه له خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په دوامداره توګه همکاري وکړي څو د تروریستانو له شره خلاص شي.

ده دا هم وویل چي شبرغان ته د تګ عمده هدف یې له ځايي مسؤلانو،‌ منسوبیانو او متنفذانو سره د امنیت د سمون او د حکومتدارۍ پر ښه والي باندي خبرې‌ او مشورې کول و.

ښاغلي محب همداراز وویل،‌ چي په شمال کي د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د ولایتونو امنیتي ادارې به په شمالي‌ ولایتونو کي د تصفیوي عملیاتو رهبري کوي او دا سیمې به له تروریستانو څخه پاکوي، خو اړتیا ده چې ځايي خلک یې وروسته په دوامداره توګه د امنیت په ټینګیدو کي لازمه همکاري وکړي.

له جنرال دوستم سره، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د ولسمشر غني د اصلي سیال عبدالله عبدالله ملاتړ کړی، د ښاغلي محب کتنه له سیاسي نظره هم د پام وړ ده. په وروستیو کې ویل شوي چې دوستم د پخوا په شان د عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي.

ښاغلي محب تر دې وړاندې د بلخ او څو نورو شمالي ولایتونو له چارواکو او مشرانو سره کتلي او د امنیتي وضعیت پر ښه والي یې له هغوی سره خبرې کړي دي.

له ده سره د شمالي ولایتونو په سفر کې د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم ملګري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *