د انجینیر صاحب حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې د لاسلیک شوی تړون په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د مبارکۍ پیغام

ډیرد خوښۍ ځای دی چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت  او د انجینیرصاحب حکمتیار ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک شاهدان ؤ.

د حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کیدل دا ثابتوي چې افغان دولت په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره صادقانه توګه هلې ځلې کوي ترڅوپه افغانانو  تپل شوې جګړپای ومومي .

د افغان حکومت په ټولو وسله والو مخالفینو غږ کوم چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره له جګړې لاس په سر شي او د سولې او خبرو اترولار غوره کړي.

ددې ترڅنګ د سولې د عالي شورا اود ملي وحدت د حکومت له مشرانو او همدارنګه د حزب اسلامي د امیر انجینیر صاحب حکمتیار څخه هم مننه کوم چې د سولې د ټینګښت په برخه کې يې قربانۍ ته ځان حاضر کړ اوپه پوره اخلا ص يې د سولې خبرې سرته ورسولې.

د څښتن تعالی څخه مې آرزو داده چې په ګران هېواد کې نور د ا فغانانو وینه تویې نه شي او دغه تپل شوې جګړه نوره بنده شي، ترڅو مو ګران هېواد وال وکولای شي چې په ډاډمنه او د مینې او اخلاص څخه په ډګه فضا کې خپل ژوند
ترسره کړي.
په ګران هېواد کې د تل پاتې سولې په هېله
انجینیر محمد خان
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *