تاند- د حکمتیار له اسلامي حزب سره د افغانستان د حکومت د سولې موافقه، چې ټاکل شوې وه، پرون /یکشنبه/ د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري تصویب او لاسلیک شي، وځنډېده.

د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال پرون رسنیو ته وویل چې ولسمشر غني د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې ۲۵ ماده ییزه موافقه د ځینو کوچنیو اختلافي مسلو له کبله لاسلیک نه کړه.

مینه پال وویل چې دا یوه پروسه ده، ځیني واړه اختلافات شته. ممکن په یوه ورځ کې حل شي او یا ممکن یوه اوونۍ وخت وغواړي.

د سیاسي چارو کتونکي له حکمتیار سره روغه جوړه له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره سریزه بولي او وايي چې که له حکمتیار سره سولې نتیجه ورکړه ښايي طالبان هم د سولې پروسې ته زړه ښه کړي.

له حکمتیار سره د سولې په برخه کې یوه لویه ستونزه له تور لیسته د نوموړي او د ده د ګوند د یو شمېر غړیو د نومونو د ليري کېدو مسله وه خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې موضوع ته په اشارې وویل:«د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي.»

د ولسي جرګې یوه غړي کمال ناصر اصولي وايي، حکمتیار چې د عمر د شپېتمې لسیزې په وروستیو کې دی، لېوالیتا لري چې د سولې وړاندیز ومني.

«فکر کوم چې له ۳۷ کاله جلاوطنۍ، چې ډېره موده یې په پاکستان کې تېره کړې او یوڅه وخت په ایران او افغانستان کې هم و، حکمتیار نور ستړی شوی او دا یې درک کړي چې جګړه ستونزې نه شي حل کولی.»

اصولي په عین حال کې وايي چې د افغانستان حکومت له تور لیسته د حکمتیار د نوم د ایستلو تضمین نه شي ورکولی خو د سولې عالي شورا وايي چې له امریکایانو او اروپایانو سره یې په دې اړه خبري کړي، هغوی وايي چې حکمتیار دې د افغانستان اساسي قانون او د ښځو او بشر حقونه ومني، کومه ستونزه ورسره نه لري.

حکمتیار له پیله هم د ښځو له تعلیم او کار سره مخالفت نه دی کړی.

دې ټولو ته په پام ګومان کېږي چې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پر سر د هزاره قوم اختلاف ولسمشر غني دې ته اړ ایستلی وي چې له حکمتیار سره موافقه څو ورځې وځنډوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *