خالد نجيم |
له ۲۰۱۴ راپه دې خوا چې کله واک د ملي وحدت حکومت ته ولېږدول شو، ځينو کړيو په لوی لاس د حالت د ترينګلي ښوودلو، د عامه ذهنيت د مغشوشولو او د حکومت د نسکورولو هڅې کولې، د حکومت د ناقانونيوالي چیغې يې وهلې. په هغه لومړيو کې دا خبرې زمزمه کېدې چې ګويا دا حکومت به تر شپږ مياشتې زيات دوام ونه کړي. هغه شپږ مياشتې په بريا سره پوره شوې، خو اوس بيا دې ډمامې زور اخسيتی چې لويه جرګه دې راوبلل شي، دا غوښتنه ځکه کېږي، چې د پخوانۍ ادارې ځينې لوړپوړي کسان نور په کور له بې مضمونۍ تنګ شوي او له بل لوري دې وېرې پسې اخستي، هسې نه د کار کړنو دوسيې يې پسې را وسپړل شي او کړی فساد يې د زندان تر تمبو ورسوي.
په دې ډله کې ډېری پخواني چارواکي او يوشمېر جنګسالاران دي، چې په يوه او بل نوم يې هستې تشکيل کړې او د ځانونو لپاره يې کرايي کښ نيولي، چې د دوی غږونه پسې بدرګه کړي.
دوی حکومت په دې غندي چې کړې هره ژمنه يې په دوونيمو کلونو کې نه ده پوره کړې، خو دې ته پام نه کوي چې د خپل واک پر مهال يې په يوه نيمه لسيزه کې کومې کارنامې تر شا پرې اېښې دي.
د ماکياولي دا خبره مې هروخت ذهن ته راځي چې ويلي يې دي، هغه واکمنان بريالي دي چې په لومړيو کې ډېرې ژمنې ورکړي او د واک تر لاسه کولو وروسته خپل کار ته مخه کړي، په خپل مسير حرکت وکړي.
موږ له هغه لوستي قشر ډېر دردېدلي او ځپل شوي يو چې په لوی لاس يې نظامونه نړولي او د بل د اهدافو لپاره يې هرڅه په سېند لاهو کړي دي. دا کار اوس هم ګڼ کسان په شعوري ډول تر سره کوي، دوی له دې لارې غواړي په حکومت فشار راوړي او د بل ګټې دلته تضمين کړي. دا کارونه مختلفې ډلې او کړۍ په بېله بېلو تاکتيکونو تر سره کوي.
لومړی هغه کسان دي چې حکومت ورته ځای نه دی ورکړی او يا ورته حق السقوط نه ورکوي، په پخوا کې دا کار کېده، ځينو کسانو ته به د دوی د خولې پټ ساتلو په پار څه ورکول کېدل او دوی به يې په بدل کې خپلې خولې بندې ساتلې، خو اوس دوی نور خورا ستومانه شوي، که څه هم د دوی په غږ کې کوم جوت اغېز نشته.
دويمه ډله بيا هغه کسان دي چې په حکومت کې په حکومت ور بلوسي، په حکومت کې لوړ منصبونه لري، لوړ امتيازات اخلي، خو د پردې تر شا يې کار له تخريب ور اخوا بل څه نه دی. دا ډله ځکه دا کار کوي، چې د اوږد مهال لپاره خپلې څوکۍ، منصبونه او امتيازونه تضمين کړي. که فرض کړه دا اداره نه وي، له يو بل داسې چا سره خو يې بايد لين غځولی وي، چې د ده د راتلونکي غم پرې وخوړل شي. دوی هم طالبان دي، هم داعش، هم اپوريسيون او هم نامسوول وسله وال.
بله هغه ډله ده چې په واک کې وي، د حکومت ملاتړ کوي، خو چې دنده يې پای ته ورسيږي، په همغه ورځ خوله وسپړي، د خپلې ادارې داسې رازونه افشا کړي، چې ټول نظام وجړقوي او د وطن د دښمن تبر ته لاستی ور کړي. دوی دا کار په حکومت د فشار لپاره کوي، دوی په دې ډول غواړي خپلې ناکامۍ وپوښي، ځانونه شريف، نجيب او وطن ته وفادار په ډاګه کړي، حال دا چې تر دې ډول کسانو لوی غداران شايد نور ونه موندل شي.
بله ډله بيا هغه کسان دي چې په تېر مهال کې يې په مستقيم او غير مستقيم ډول تورې شتمنۍ ور ټولې کړې دي. دوی اوس هم د ځينو لويو قراردادونو د تر لاسه کولو په هڅه او لټه کې دي، خو کله چې ددې څه په تر لاسه کولو ونه توانيږي، نو بيا په تخريب لاس پورې کړي. دغه ډله کسان د ځمکو او قراردادونو مافيا دي، چې حکومت پرې حلقه را تنګه کړې ده.
ددې هرې ډلې تر شا ځينې لوستي کسان ولاړ دي او دوی يې په مټ خپلې مافيايي او فاسدې کړنې پوښي. دغو لوستو کسانو د مدني فعالانو جامې اغوستې، خو په اصل کې مدني مداريان دي، چې هر ډول ساز ته څڼې غورځوي.
د دغو ډلو ټپلو زيان تر وسله والو مخالفينو څو برابره لوړ دی، ان د وسله والو مخالفينو او ياغيانو ونډې هم د دې کړيو له اکونټونو ور جلا کېږي.
هغوی چې د نظام د نسکورېدو خوبونه ويني، هغوی ددې خوبونه هم ليدلي چې په دوبۍ، ترکيه، قطر او سويس کې به يې حسابونه او اکونټونه بلاکېږي، له دوی سره به حساب کتاب کېږي، د افغانستان تروړلې شتمني به ترې اخستل کېږي.
د زړه بدوالي هغه مدني مداريان دي چې په ښکاره د وطن د ابادۍ چغې وهي، خو د پردې تر شا بيا په داسې چټلو او پليتو انسانانو پسې اقتدا کوي، چې په هېڅ راز انساني کرامت لا نه ارزي.