تاند- افغان ښځو او مدني فعالانو د افغانستان له حکومت او طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي.

سلګونو ښځو، چې د ښځو د حقونو د یوې مدافع ټولنې (د افغان ښځو شبکې) له لوري نن /جمعه/ په کابل کې یوې غونډې ته رابلل شوې وې، وویل چې له اوږدې جګړې ستومانه شوي او نور د خپلو بچیانو مرګ ژوبلې نه شي زغملی.

د افغانستان حکومت په ځلونو اوربند ته تیاري ښکاره کړې خو طالبانو په تېرو ۱۸ کلونو کې یوازې یو ځل د درو ورځو لپاره اوربند کړی او نور یې تل له اوربند سره مخالفت کړی دی.

د کابل د غونډې یوې برخوالې وویل«زه له طالبانو پوښتم. زما په شمول ګڼې ښځې جګړې کړولي دي. تاسو ښځې، میندې او خویندې نه لرئ؟ تاسو محترم طالبان زما هیوادوال یاست، نو د یوې مور ږغ ته غوږ ونیسئ.»

له دې جلا نن /جمعه/ په خوست کې یو شمېر پخوانیو مجاهدینو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې لږترلږه د روژې په میاشت کې اوربند وکړي.

د مجاهدینو د بریالیتوب د اووه ویشتمې کالیزې په مناسبت د غونډې برخوالو وویل، که ښکېلې خواوې د اوربند لپاره د دوی غوښتنه ومني، باور لري چې بین الافغاني خبرو او دایمي سولې ته لار هوارېږي.

One thought on “له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وشوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *