د افغانستان جلالتماب جمهور رییس حضور ته وړاندیز!

د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو سره د لیدنو کتنو په اړه:

د روان کال د وږي پر اوومه، جلالتماب جمهور رییس محمد اشرف غني د یو شمیر رسنیو او رسنیزو نهادونو له استازو سره وکتل.

له دې امله ترې مننه کوو چې د یوه جلا حکم پراساس یې د چاپي او غږیزو رسنیو مخکینۍ مالیاتي جریمې معاف کړې.

په پرونۍ لیدنه کې د سیمه ییزو راډيوګانو د ستونزو په اړه هېڅ ډول تماس ونه نیول شو،  په داسې حال کې چې تر دغې لیدنې دوه ورځې وړاندې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د محلي راډيوګانو د مسوولینو له خوا پر دې ټینګار هم شوی و، چې په ویناوالو کې باید یو تن د سیمه ییزې راډيو مسوول او یا د محلي راډيو ګانو د ټولنې د رهبري هیت یو تن غړي ته وخت ورکړل شي، چې متاسفانه داسې ونه شول  نو پر همدې بنسټ د سیمه ییزو راډيوګانو اساسي ستونزو ته هېڅ اشاره ونه شوه.

د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې خوا او شا ۱۵۰ راډیوګانې فعالیت کوي.

سیمه ییزو راډيوګانو د خلکو د ملي او معنوي شعور په غوړیدا کې اغیزمن رول لرلی او د انتخاباتو په ګډون د هېواد په ټولو ملي پروسو کې یې فعاله ونډه اخېستې ده. خلکو ته یې د اطلاعاتو او معلوماتو په رسولو کې په بیړه او دقیق ګام پورته کړی، د ټولنې د نبض مطابق یې د عامه پوهاوي، ښوونې روزنې، روغتیا، کرنې مالدارۍ، سپورټ، کورني ژوند، د منازعاتو حل او نورو برخو کې په دوامداره توګه ګټور او اغیزمن پروګرامونه چمتو کړي او خپاره کړي دي.

دا تر ډيره بریده د سیمه ییزو راډیوګانو برکت او اغیز دی، چې خلک په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوندانه کې د ګډون او پریکړو جوګه شوي دي.

سیمه ییزې راډيوګانې ټول فعالیتونه د ګواښ او خطر سره پر لومړۍ کرښه مخته وړي.

د سیمه ییزو راډیوګانو مهې ستونزې:

۱. مالي او اقتصادي ستونزې

ټولې سیمه ییزې راډيوګانې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، چې دغو ستونزو یې پر مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو ناوړه اغیزه کړې ده.

دا مهال خوا او شا ۳۰ راډیوګانې په داسې نیم ژواندي حالت کې قرار لري، چې یوازې د مرکزي راډیوګانو د خپرونو بروډکاسټ د فیس پر پیسو یې تکیه ده او ځینې راډیوګانې خپلې خپرونې هم نه لري.

۲. د برښنا ستونزه

هغه ولایتونه چې وارداتي او ابي برښنا نه لري، راډيوګانې د یو کیلو واټ ساعت برښنا د لګښت په بدل کې ۴۰ افغانۍ ورکوي.

د بېلګې په توګه یوه راډيو لږ تر لږه ۵ کیلو واټه برښنا ته اړتیا لري، که هره ورځ ۱۸ ساعته خپرونې ولري د یوې میاشتې د برښنا لګښت یې یو لک اته زره(۱۰۸۰۰۰) افغانۍ کېږي.

۳. لومړي لاس اعلانونو او پروژو ته نه لاسرسی

په مرکز کابل کې د رسنیو له خبریالانو سره د همکاریو او ملاتړ په نوم بېلابېل نهادونه، کمپنۍ، موسسې، مرکزونه، ګروپونه او ټولنې فعالیت کوي.

متاسفانه ټول دولتي او غیر دولتي اعلانونه او پروژې چې د راډيوګانو لپاره وي یادو بنسټونو ته ورکول کېږي او دغه بنسټونه یې په دوهم او دریم لاس راډيوګانو ته ورکوي، چې په نشت حساب سلنه عاید یې راډيوګانو ته رسیږي.

۴. په ولایتونو کې د دولتي اعلانونو د نه ورکولو ستونزه

په ولایتونو کې ټول هغه اعلانونه او خبرتیاوې، چې دولتي دي او یا په دولت پورې تړاو لري یوازې دولتي راډيوګانو ته ورکول کېږي. د بیلګې په توګه که د پاسپورټ، تذکرې، لایسنس او نورو اسنادو د ورکې او قراردادونو د داوطلبۍ اعلانونه او نورې خبرتیاوې له خصوصي راډيوګانو څخه خپاره شي د نشر تصدیق یې په دولتي ادارو کې نه منل کېږي.

۵. د ودانیو د نه درلودلو ستونزه

سیمه ییزې راډيوګانې خپلې شخصي ودانۍ نه لري او په کرايي ودانیو کې فعالیت کوي. که له یوې ودانۍ څخه بلې ودانۍ ته په دوه کلونو کې یو ځل هم انتقال شي، د وسایلو او تجهیزاتو د انتقال، د سټډیوګانو سونډ پروف، د وسایلو انسټالیشن/ نصبولو او داسې نور لګښتونه دي، چې راډيوګانې همیشه ورسره مخ دي.

که د اراضي ادارې له خوا په ولایتونو کې د راډیو ګانو لپاره ځمکې مشخصې او په مناسبه بیه په اوږد مهاله قسطونو پر راډیوګانو خرڅې کړي. د راډيوګانو دا ستونزه به هواره شي.

او د ولایتونو ښاروالۍ هم کولی شي، چې راډيوګانو ته د ښار په یوه برخه کې خمکه بېله او ورته ویې ويشي.

۶. د امنیتي ګواښونو او نورو خطرونو ستونزه

زیاتره مخلي راډيوګانې او د راډیوګانو کارمندان له ډول – ډول امنیتي ستونزو سره مخ دي، ددې ترڅنګ په زیاتره ولایتونو کې د ولایتي چارواکو، امنیتي ارګانونو او زورمندانو له خوا ګواښل کېږي، وهل کېږي او له بېلابېلو لارو له تهدیدونو سره مخ دي.

په یو شمیر ولایتونو کې راډيوګانو ته بمونه ورغورځول شوي، پر راډيوګانو وسله وال بریدونه ترسره شوي او حتی د جګړې له کبله راډيوګانې وېجاړې شوې دي.

۷. مکافات

دا څویم ځل دی، چې د ولسمشرۍ مقام له خوا یوازې د مرکز کابل د رسنیو مسوولین او خبریالان په مډالونو او ستاینلیکونو ستایل کېږي، تر دې دمه د سیمه ییزو رسنیو مسوولین او خبریالان نه دي ستایل شوي، چې دا کار یې د مایوسۍ سبب کېدلی شي.

د سیمه ییزو راډیوګانو د ستونزو د حل لپاره، زما وړاندیز:

زیاتره وخت لیدل کېږي، چې له جلالتماب ولسمشر سره د افغانستان د رسنیو او خبریالانو په استازولۍ یوازې په مرکز کابل کې د میشتو رسنیو، خبریالانو او نهادونو مسوولین او استازي لیدنې کتنې کوي او له ښاغلي ولسمشر سره د لیدنو کتنو دغه بهیر هم د اعلاناتو او پروژو په څېر د مرکز د رسنیو او نهادونو په انحصار کې دی.

د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د واک په ټوله دوره کې تر دې مهاله د سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو لپاره له ولسمشر سره د لیدنو کتنو زمینه نه ده مساعده شوې، چې د سیمه ییزو رسنیو ستونزې ورسره شریکې شي.

له نن څه یو نیم کال مخکې د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي کنګرې ګډونوالو خبریالانو له ولسمشر سره لیدنه درلوده، چې په هغه لیدنه کې هم د سیمه ییزو راډيوګانو او رسنیو هېڅ یوه استازي ته د خبرو کولو او ستونزو شریکولو وخت ور نه کړل شو. د سیمه ییزو راډیوګانو ځینې ستونزې د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې اجرایوي رییس ښاغلي فهیم دشتي د خپلې وینا په یوه برخه کې د ښاغلي ولسمشر حضور ته وړاندې کړې، په ځواب کې یې محترم ولسمشر لارښوونه وکړه، چې د سیمه ییزو راډيوګانو مسوولین دې د ستونزو د حل لپاره په یوه طرحه کار وکړي او طرحه دې له موږ سره شریکه کړي.

موږ د راډيوګانو له یو شمیر مسوولینو سره تر سلا مشورو وروسته یوه طرحه ترتیب کړه او د جمهوري ریاست مقام دفتر ته مو د اېمیل له لارې واستوله. داسې ښکاري، چې یاده طرحه د جمهور رییس حضور ته نه ده رسیدلې.

مشخص وړاندیز:

له هر ولایت څخه دې د نورو راډيوګانو په استازیتوب د دوه ـ دوه راډيو ګانو مسوولین را وغوښتل شي او له ولسمشر سره دې د لیدنې کتنې زمینه او اسانتیا ورته برابره شي، چې د سیمه ییزو راډیوګانو پر ستونزو او حل لار مفصل او هر اړخیز بحث ترسره شي.

دا لړۍ دې جاري وساتل شي لږ تر لږه دې په شپږو میاشتو کې یو ځل له سیمه ییزو راډیوګانو سره د ولسمشر لیدنې کتنې تنظیم شي.

په درنښت

زاهد شاه انګار

د سولې پیغام راډيو مسوول او د ازادو راډیوګانو ټولنې د رهبري هیت غړی

One thought on “له خبریالانو سره د لیدنو په اړه افغان ولسمشر ته وړاندیز”
  1. انګارصیب تاسې او ټولو خبریالانو ته احترامات
    ډیرو ناسپړل شویو غوټو ته دې نغوته کړیده
    هر څومره مې چې لیکنه لنډوله هغومره يې په حواشیو کې غرقیدم اوباور مې کاوه چې ټول الفاظ او عبارتونه د انګار صیب دي. یقینا همداسې شوه
    درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *